1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهالند

هالند اوکراین سره د ډرونونو په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې

۱۴۰۳ مهر ۱۶, دوشنبه

د هالند د دفاع وزير کيف ته د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې ژمنه کړې ده چې هيواد ېې له اوکراین سره د پرمختللو ډرون الوتکو په برخه کې پانګونه کوي. روبين بریلمینس دغه راز اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي الوتکو د استولو خبره هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/4lUEK
د هالند جنګي بې پيلوټه یا ډرون الوتکه
د آرشیف انځور - د هالند دفاع وزیر ژمنه کړې چې اوکراین سره به د پرمختللو ډرونو په برخه کې د ۴۰۰ ملیونو یورو په ارزښت پانګونه کويانځور: Imago/Hollandse Hoogte

د هالند د دفاع وزير روبین بریکلمینس، د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۶مه) کیف ته یو ناڅاپي سفر درلود چې په ترڅ کې ېې د هالند له لوري له اوکراین سره د پرمختللو ډرون الوتکو په برخه کې د ۴۰۰ ميلیونه یورو پانګونې ژمنه وکړه. وزير دغه راز وويل چې هېواد به ېې په راتلونکو میاشتو کې نورې اف-۱۶ جنګي جيت الوتکې اوکراین ته واستوي.

بریکيلمنس په کيف کې رويټرز خبري آژانس ته وويل: «یقیناً جګړه د هرې ورځې په تېرېدو شدیده کیږي او اوکراین ډېرې لواګانې جوړوي چې د ټولو له خواو ملاتړ او د ټولو له خوا پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري. موږ اړتیا لرو چې د ملاتړ دغه بهير جاري وساتو.»

د هالند د دفاع وزیر زیاته کړه چې «ډرون اکشن پلان» به د اوکرايني نوښت او هالندي علم په بر کې ولري تر څو په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې د استفادې وړ تکنالوژۍ ته ېې وده ورکړي وي.

بریکيلمنس وويل: «موږ به د ډرونونو پر مختلفو ډولونو تمرکز وکړو. پر دواړو هم نظارتي او هم لاډېرو دفاعي ډرونونو، خو تر څنګ پر جنګي ډرونونو هم. ځکه موږ وينو چې اوکراین لا ډېرو هغو تهاجمي ډرونونو ته اړتیا لري چې پوځي تاسیسات هم په نخښه کړي.»

د هالند صدراعظم مارک روټه او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د هالند به آیندهوفین هوايي اډه کې
هالند پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل وروسته کیف سره د ۲۴ اف-۱۶ ډوله جنګي جيت الوتکو د ورکړې ژمنه کړې دهانځور: Piroschka van de Wouw/REUTERS

د هالند دفاع وزير وويل چې د پانګونې نيمه برخه به په هالند او پاتې نوره برخه به ېې د اوکراین او نورو هېوادونو ترمنځ وويشل شي. هغه دا هم وويل که چېرته پرمختللې ډرونونه بريالي ثابت شول، توليد به ېې چټک او بودجه به ېې مهیا کړل شي.

پر اوکراین د روسيې د پوځي يرغل له پیل راهيسې، هالند له اوکراین سره د لس ميليارده یورو پوځي مرستې ژمنه کړې ده، چې تر اوسه يې شاوخوا ۴ ميلیارده مصرف کړي دي.

د هالند دفاع وزیر اوکراین ته د خپل سفر په ترڅ کې د شنبې په ورځ له خارکیف ښار څخه چې په روسي بمباريو کې سخت ځپل شوی هم ليدنه کړې. هغه له دغه ښاره تر کتنې وروسته وويل چې له خارکيفه د دفاع یوازينۍ لار دا ده چې د روسيې په خاوره کې اهداف په نخښه کړل شي. اوکراین له مودې راهیسې هڅه کوي چې له خپلو متحدینو د روسيې په خاوره کې د اهدافو د ويشتلو اجازه ترلاسه او له هغوی د لا ډېر دافع هوا ملاتړ غواړي.

هالند د اوکراین سره په دافع هوا برخه کې مرسته کړې ده او نړېوال شریکان يې هڅولي چې له اوکراین سره د اف-۱۶ ډوله جیت الوتکې ورکړې او خپله ېې د ۲۴ هغو ژمنه کړې ده.

د هالند د دفاع وزارت په خبره، اوکراین ته د هالند سپارل شوې لومړنۍ اف-۱۶ جنګي الوتکې اوس عملا د اوکراین په هوايي فضا کې په عملیاتو بوختې دي. دغه وزرات زیاته کړې ده چې د ژمنه شوو پاتې الوتکو انتقال به «په راتلونکو میاشتو، ممکن د راتلونکې کال په سر» کې پیل شي.

(Reuters)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل