1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسیف د ۲۰۲۲م کال له پاره بې سارې پیسو ته اړتیا لري

۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د شخړو، د اقلیم کړکیچ او د کرونا وبا په پام کې نیولو سره د ۲۰۲۲م کال له پاره بې سارې مرستو ته اړتیا لري. یوازې د افغانستان د ماشومانو له پاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/43yj0
Afghanistan humanitäre Hilfe
انځور: picture-alliance/AP/R. Maqbool

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف د ۲۰۲۲م کال له پاره بې سارې بودجې ته اړتیا لري. دغه صندوق د سه شنبې په ورځ په ژنیو کې د ۹،۴ میلیارده ډالرو بسپنې ورکولو غوښتنه وکړه. دغه څه د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيې. په ټوله کې یونیسف غواړي د نړۍ په ۱۴۴ هیوادونو کې د ۱۷۷ میلیونه کم سنه ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي.

د یونیسف په خبره د ماشومانو برخلیک چې د شخړو او د اقلیم د بدلون په پایله کې اغیزمن شوی، د کرونا وبا او مخ پر زیاتیدونکې بې وزلۍ له کبله رامنځ ته شوي ناوړه اقتصادي وضعیت له وجې به نور هم خراب شي. د یونیسف مشرې هینریتا فوره ویلي دي چې «د تل په څیر ماشومان په دې کړکیچ کې تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي. هغوی عاجلې مرستې ته اړتیا لري.»

د یونیسف د مشرې په خبره یوازې په افغانستان کې د کم سنه ماشومانو له پاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده. زیاته شوې ده چې هلته په میلیونونو ماشومان له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د سوریې د مهاجرو له پاره یونیسف ۹۰۰ میلیونه ډالر په پام کې لري. پر دې سربیره نور ستر بشري ماموریتونه په یمن، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او ایتوپیا له پاره پلان شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: