1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف غواړي مستقیماً د افغانستان ښوونکو ته معاش ورکړي

۱۴۰۰ آبان ۱۳, پنجشنبه

له هغه وروسته چي نړیوالي ټولني د طالبانو تر واکمنۍ لاندي افغانستان ته خپلي مرستي بندي کړې، یونیسف غواړي په مستقیم ډول افغان ښوونکو ته معاشونه ورکړي.

https://p.dw.com/p/42Z2W
Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
انځور: Bulent Kilic/AFP

د یونیسف د افغانستان د څانګي مشري ژنت وګلار د ایمیل له لاري رویترز خبري آژانس ته ویلي: «یونیسف په اوس وخت کي د داسي سیستم پر جوړولو کار کوي چي د اوسنیو ادارو له خوا د بودجې له انتقال پرته، معلمانو ته د معاشونو مستقیم ورکول ممکن کړي.»

هغې وویل د معاشونو د ورکولو د آمادګۍ له پاره به د ټولو دولتي ښوونکو د نومونو ثبتول پیل سي. وګلار زیاتوي: «په افغانستان کي د نجونو له زده کړو څخه د ملاتړ تر ټولو ښه لار داده چي د هغوی د ښوونځيو او ښوونکو ملاتړ وسي. یونیسف له ټولو مرسته ورکونکو څخه هیله کوي چي دې ته اجازه ور نه کړي چي د افغانستان ماشومان له درس او تعلیم څخه محروم سي.»

له هغه وخته چي طالبانو د اګست پر ۱۵ مه په افغانستان کي قدرت ترلاسه کړ، عمومي خدمات په ځانګړي ډول د روغتیا او زده کړو څانګي له نوي بحران سره مخامخي سوي دي.

ډېرو خارجي حکومتونو، افغانستان ته خپلي مرستي په ټپه درولي، پرته له بشري مرستو چي د مرستندویه سازمانونو له خوا ترسره کیږي. بشري مرستي په عمومي ډول پر عاجلو تدارکاتو لکه غنمو او کمپلو باندي محدودي سوي او د عامه خدماتو کارکوونکو له میاشتو راهیسي خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي. په خارج کي د افغانستان د مرکزي بانک په میلیارډونو ډالر بودجه هم کنګل سوې ده.

نړیواله ټولنه د نجونو پر زده کړو باندي د محدودیتونو د وضعیت له امله اندېښمنه ده. د افغانستان په ډېرو ولایتونو کي د متوسطه ښوونځيو او لیسو دروازې د نجونو پر مخ تړلي پاته دي، دا په داسي حال کي ده چي هلکانو ته اجازه ورکول سوې چي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

د طالبانو یوه چارواکي په روانه اونۍ کي رویترز خبري آژانس ته وویل: مکتبونو ته د نجونو د تګ په اړه «ښه خبرونه» موجود دي او نجونو ته به اجازه ورکړل سي چي ښوونځيو ته ولاړي سي.

د ښووني او روزني په وزارت کي د خارجي بودجې د پروګرام مشر، وحیدالله هاشمي وویل: «موږ په تیره بیا له یونیسف او ځینو نورو بین المللي بڼسټونو سره کار کوو، تر څو د حل یوې مناسبي لاري ته ورسیږو. موږ هره ورځ په دې هکله جلسه لرو.»

هغه زیاته کړه: «موږ یوه ستونزه لرو، څرنګه چي له اقتصادي پلوه زموږ وضعيت ښه نه دی ... له همدې کبله موږ له نړیوالي ټولني او بین المللی بڼسټونو په خاص ډول هغو کسانو څخه چي د اضطراري حالت له پاره بودجه ولري، غواړو چي زموږ سره په دې برخه کي مرسته وکړي.»

GP/NZ/Sirat