1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: ملګري ملتونه د يوه «چټک بحران» څخه خبرداری ورکوي

۱۴۰۰ آذر ۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو استازو دويچه ويله ته ويلي چې په افغانستان کې بشري مرستندويان د ژمي په رارسيدو سره تر سخت فشار لاندې دي. ويل شوي چې په افغانستان کې وضعيت لا دمخه ډېره ناوړه دی او «داسې بریښي چې نور هم پسې خراب شي.»

https://p.dw.com/p/43PSJ
Staatliche Verteilung von Brot an die Bevölkerung in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف خبرداری ورکړی دی چې مخ پر زياتيدونکي لوږه او د مرستندويه توکو د نه رسېدو له کبله په افغانستان کې «د يوه چټک مخ پر پراخيدونکي» بحران سبب ګرځيدلی شي.

له دويچه ويله سره په مرکه کې د افغانستان له پاره د يونيسف د اړيکو مشرې سمنتا مورت وويل: «د هيواد کابو نيمايي نفوس يعني شا او خوا ۲۳ میليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري، نو په دې ترتيب يې شمير ډېر لوړ دی او دا د ټولو له پاره يو په چټکۍ سره پر مخ روان بحران دی.»

د يونيسف په ګډون، ټولې مرستندويه ټولنې د ژمي په درشل کې د مرستې د رسولو په برخه کې د وخت له کمښت سره مخ  او تر سخت فشار لاندې دي.

هغې وويل: «يونيسف د چارتر الوتکو له لارې مرستې رسوي او همد راز د پاکستان سره د سرحد له لارې. په دې توګه موږ مرستې رسوو خو ورځ تر بلې هوا يخيږي.»

نوموړې ټينګار وکړ: «پر غرونو لا دمخه واوره پرته ده، لیرو پرتو سيمي سره تماس پرې دی او په حقيقت کې دا له وخت سره مبارزه ده چې تر هغه دمخه چې د دې مرستو رسولو امکان له منځه ولاړ شي، دا ټاکل شويو ځایونو ته ورسول شي.»

«بشري بحران»

تېره اونۍ د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي خبرداری ورکړ چې دغه هېواد «د يوه بشري بحران په درشل کې دی.» هغه زياته کړې وه چې د هيواد ۲۲ سلنه نفوس د قطحۍ له ګواښ سره مخ دی او د نورو ۳۶ سلنه وګړو خوراک تامين نه دی. د خوراکي توکو بيې لوړې شوي دي او زياتره یې د اخيستو توان نه لري.

مورت دې ته په اشارې سره چې والدين مجبوريږي خپل ماشومان ښوونځيو ته د ليږدولو پر ځای کار ته واستوي، وويل: «موږ دلته د بې وزلې بې ساري کچه وينو چې دا په دې معنا ده چې مېندې او پلرونه د ډېرو سختو پريکړو نيولو ته مجبوريږي.»

هغې زياته کړه: «کورنۍ مجبوريږي چې د جهيز په بدل کې خپل کم سنه ماشومان واده کړي. موږ همدا راز مشاهده کړې چې له وسله والو ډلو سره د يوځای شويو ماشومانو شمير هم لوړ شوی دی، نو په تېره بيا ماشومان د يوه ډېر حساس حالت سره مخ دي.»

کارپوهان: افغانستان ته د مرستو رسولو له پاره دي له طالبانو سره ګډ کار وشي

د نړيوال سره صليب کميټې مشر پيتر ماورر تېره اونۍ ويلي ول چې مرستندويه ټولنې هڅه کوي د روغتيا د سيکتور کارکوونکو ته د هغوی معاشونه په لاس کې ورکړي ځکه چې د بانکي حسابونو له لارې دا کار ممکن نه دی.

د اټکلونو پر اساس له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، د افغانستان اقتصاد ۴۰ سلنه شاتګ کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د هيواد مخ پر ځوړ اقتصادي حالت د افراطيت خطر زياتو شوی.

«د بشري مرستو تاريخي غوښتنه»

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان استازي ريچارد ترنچارد خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان وضعيت «مايوسه کوونکی» دی. نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «څه چې موږ ډېر انديښمنوي هغه دادي چې وضعيت لا پسې خرابيږي.» نوموړي زياته کړه چې د لیرې پرتو سيمو څخه نيولې د افغانستان د هرو لسو څخه یې په نهو ښارونو کې د لوږې ستونزه شتون لري.

امریکا له افغانستان سره اضافي بشري مرستې کوي

نوموړي وويل: «زما په آند به په راتلونکي کال کې نړيواله ټولنه پر بشري اساس له څلورو ميلياردو ډالرو زياتې مرسته له پاره غږ وکړي چې دا به د بشري مرستو يوه تاريخي غوښتنه وي چې د يوه هيواد له پاره دې کله شوي وي.»

ب. ص/ ن. ز (Brunnersum, Sou-Jie Melissa)