1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليندنر د کډوالو له پاره لا زياتې پيسې رد کړې

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

د آلمان د ماليې وزير کريستيان ليندنر د آيالتونو او ښارونو له لوري د کډوالو د منلو له پاره د زیاتو پيسې غوښتنه رد کړه. هغه خپله وظيفه د غيرقانوني کډوالۍ درول او د اقامې د اجازې د نه لرونکو کسانو اخراج وباله.

https://p.dw.com/p/4Iplp
د آلمان د ماليې وزير کريستيان ليندنر
د آلمان د ماليې وزير کريستيان ليندنرانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د آلمان د ماليې وزير د فونکه رسنيزې ډلې ورځپاڼو ته ويلي چې »زه د آلمان د حکومت وظيفه تر ډېره دا بولم چې د اقامې د اجازې د نه لرونکو کسانو اخراج آسانه او غيرمنظمه کډوالي وردول شي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د ښارونو او کليو اتحاد د ولسواليو په سر د زياتو مهاجرو له بوج څخه خبرداری ورکړی دی. ليندنر وويل »هغه مرستې چې له اوکراين څخه د ۵۷۰ زره راغلو انسانانو له پاره د بنيادي مصارفو په نوم ثبت شوي دي، هم د فدرالي حکومت له خوا تمويليږي.«ملګري ملتونه وايي د کډوالو له پاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ یو

ولسوالۍ، ښارونه او کلي له ډېرې مودې راهيسې خبرداری ورکوي چې په ډېرو ځايونو کې د خلکو د منلو حد اکثر حدودو ته رسېدلي دي. دوه نيمې اوونۍ وړاندې د فدرالي حکومت، آيالتونو او ولسواليو ترمنځ د يوې سرمشريزې پرمهال حکومت ژمنه کړې وه چې د ۴۰۰۰ کډوالو د ځای پرځای کولو له پاره به ۵۶ نور املاک هم په اختيار کې ورکوي. ولسواليو البته له سرمشريزې وروسته د زياتو خبرو اړتيا ليدله او ويې غوښتل چې حکومت لګښتونه په بشپړ ډول په غاړه واخلي.  راتلونکې چهارشنبه به آيالتي لومړي وزيرانې او وزيران د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سره مشورې کوي. د غونډې څخه مخکې د آلمان د ښارونو او کليو اتحاد وويل چې »وضعيت ډېر ترينګلی دی«، نه يوازې د اوکراين جګړې څخه د شړل شوو کسانو له کبله، بلکې له نورو هېوادونو څخه د کډوالو له کبله هم. دغه خبره د ياد اتحاد اجرائيوي مشر، ګېرد لاندسبېرګ د »هاندلزبلات« ورځپاڼې ته وکړه.آلمان: فدرالي پوليسو ۱۸ کډوال له هوابندي يخچالي لارۍ ژغورلي دي

د هغه په خبره په ډېرو ځايونو کې بايد د هوټل کوټې په کرايه ونيول او د سپورټ تالارونه او نورې ودانۍ هم برابرې کړای شي. لاندسبېرګ دا اندېښنه لري چې د اوکراين په جګړه کې به په ژمي کې د کډوالو شمېر د ويجاړې شوې زېربنا له کبله لا زيات شي. د آلمان د ليبرال ګوند د فراکسيون اجرائيوي مشر، شتېفان توماي د اروپايي اتحاديې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو د کډوالو يوه سرمشريزه وغوښتله. د هغه په خبره »هدف بايد دا وي چې په پای کې يو ګډ اروپايي د پناه سيستم ته ورسيږو چې په حقوقي لحاظ الزامي د وېش يو مېکانيزم ولري.«

ای اف دي/ن.ص./ا.ا.