1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرت په لاره کې تر ۵ زره زیات کسان مړه سوي

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي چې د تیر کال له پېل راهيسې د روان کال د سبتمبر مياشتې تر پای پورې ۵ زره کسان اروپا ته د کډوالۍ پر مهال مړه سوي دي. افغانستان هم له هغو هیوادونو څخه دی چې په دې برخه د مړينو لوړه کچه لري.

https://p.dw.com/p/4IhMy
د پولند او سپينې روسیې پر سرحد مهاجر
د پولند او سپينې روسیې پر سرحد مهاجرانځور: Leonid Shcheglov/BELTA/AFP/Getty Images

د کډوالو چارو د نړیوال سازمان د تازه رپوټ په حواله د تیر کال له پېل راهيسې د روان کال د سبتمبر مياشتې تر پای پورې ۵۰۰۰ زره کسان اروپا ته د کډوالۍ پر مهال مړه سوي دي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په دې برخه د مړينو لوړه کچه لري.

د کډوالو چارو د نړيوال سازمان «ای او ام» د راپور پر اساس د ۲۰۲۱ م کال د لومړیو څخه شاوخوا ۵ زره او ۶۸۴ کسانو اروپا ته پر لاري او یا هم په اروپا کې دننه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د المان پولیسو په يوه موټر کې ۱۶ مهاجر پیدا کړي

د کډوالو چارو نړیوال سازمان له لوري د سي شنبه په ورځ په برلین کې وویل شول چې د مړینې لوړو شمير ته په کتو سره د قانوني او خوندي لارو جوړول ډیر اړین دي.

د قربانیانو د کورنیو د غړیو د راپور په اساس چې د کډوالو چارو نړیوالې اداري ته رسیدلی دی، له ۲۰۲۱ کال راهيسې لږ تر لږه ۲۵۲ تنو چې احتمالاً په جبري ډول د اروپایی اتحاديې له لوری شاتګ ته اړ کړل سوي ول، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي چې د مړینې لوړو شمير ته په کتو سره د قانوني او خوندي لارو جوړول ډیر اړین دي.
د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي چې د مړینې لوړو شمير ته په کتو سره د قانوني او خوندي لارو جوړول ډیر اړین دي.انځور: Leonid Shcheglov/Belta/AFP/REUTERS

د مهاجرت نړیوال سازمان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د مدیترانې د مرکزي لارې په اوږدو کې د لږ تر لږه ۲۸۳۶ تنو د وژل کيدو او يا لادرکه کيدو قضیې ثبت کړي دي. دا ارقام د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کال په پرتله لوړوالی ښیي.

د دغه رپوټ له مخه د لویدیځې افریقا  ـ اتلانتیک په لاره کې د اسپانیا د قناری جزیرو شاوخوا کې  ۱۵۳۲ مړینې ثبت سوي دي.

له هغه وروسته چې په ۲۰۱۴ م کال کې د کډوالو چارو نړیوالې اداری له لوري د معلوماتو راټولولو لړۍ پیل سوي ده، د مړو شمیر اوس د نورو هرو دوو کلونو په پرتله ډیر زیات دي.

په ټولیزه توګه د ۲۰۱۴م کال راهیسې د هغو کسانو شمير چې اروپا ته پر لاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۲۹ زره کسانو ته رسیدلی دی.

د کډوالو چارو نړیوالې ادارې چې د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې یوه برخه ده، د مهاجرو د هغو ۲۰ اصلي هیوادونو نوملړ خپور کړی دی چې د اروپا ته پر لاره او يا په اروپا کې د مهاجرو د مړينې لوړ شمير یې ثبت کړی دی.

په کیمنیڅ کی مهاجر په ویره کي ژوند کوي

په دغه لیست  کې د ۲۰۱۴ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۲ کال تر سپتمبر پورې د مهاجرت په لاره کې د مړينې پېښې ثبت سوي. د دغو احصاییو پر اساس افغانستان له سوریې، مراکش، الجزایر، تونس، سینیګال او اریتیریا وروسته له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې د کډوالۍ پرمهال یې د مړينو لوړه کچه لرلې ده.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور پر اساس، افغانستان تر اوسه  په دې لاره کې د مړينې ۲۸۰ ثبت شوې پېښې لري.

د المان پولیسو په يوه موټر کې ۱۶ مهاجر پیدا کړي

د کډوالو چارو نړيوال سازمان له اروپایي هیوادونو څخه غوښتي چې د انسانانو د ژوند ژغورلو او د کډوالۍ  په لاره کې د مړینو د کمېدو لپاره عاجل او جدي اقدامات وکړي.

ص.ز/ ب. ص (epd)