1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهکینیا

د هغه کشيش محاکمه چي د خپلو پيروانو په وژلو تورن دی

۱۴۰۳ تیر ۲۰, چهارشنبه

یو کشیش او نږدې سل ملګري یې د «شاکاهولا عام وژنې» په قضیه کې د ترهګرۍ په تور محاکمه کیږي. دغه دوسیه تر ۴۰۰ د ډیرو جسدونو د بقایاو له موندل کیدو وروسته پیل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4i66o
د پوليسو له لورې د وژل شوو مسيحيانو د پاتو شونو راغونډول
وروسته له هغې چې پولیسو په ځنګل کې ډله ایز قبرونه وموندل، مکنزي ځان پولیسو ته تسلیم کړانځور: Stringer/REUTERS

د دوشنبې په ورځ په کینیا کې د یوه کس چې پخپله ځان د پروتستانت د یوې فرقې رهبر بولي د «تروریزم» په تور محاکمه پيل شوه. نوموړی په دې تورن دی چې د خپلې فرقې تر ۴۰۰ ډیر پیروان یي د «عیسی ع دیدار» ته د رسیدو په خاطر هڅولي وو چې د مرګ تر حده پورې پر ځان ولږه تیره کړي

د دې محاکمې په هکله څه معلومات په لاس کې لرو؟

د پاول نتنګه مکنزي، په نوم د پروتستانت د فرقې دغه رهبر له ۹۴ نورو تورنو کسانو سره یوځای د دوشنبې په ورځ د مومباسا د بندري ښار محکمې ته وړاندې کړای شو.

دغه کسان د قتل، عمدي قتل، سړي تښتونې، د ماشومانو شکنجې او تیري په څیر جلا جلا قضیو کې تورن دي. دغو ټولو تورنو کسانو د ابتدایي محکمې په غونډه کې چې په جنورۍ میاشت کې پيل شوې وه ځانونه بې ګناه بللي ول.

د دغو کسانو پر وړاندې قضایي دوسیه وروسته له هغې پرانیستل شوه چې د مالیندي ساحلي ښار په یوه منزوي شوي کلي کې د ۴۴۰ انسانانو د جسدونو بقایا کشف او د عدلي طب د څیړنو له پاره له خاورو را وایستل شول.

د ۱۰۰ تنو مړو د عدلي طب له څیړنو وروسته مشخصه شوه چې د دوی اکثریت یي له ولږې مړه شوي، او د ماشومانو په ګډون یو شمیر نور خفک یا په وهلو ټکولو وژل شوي دي.

له دې قضیې څخه د «شاکاهولا ځنګل عام وژنې» په نوم یادونه کیږي او د محکمې اسناد ښيې چې د یو شمیر جسدونو د بدن غړي یې پرې کړای شوي دي.

«د شاکاهولا عام وژنه په کینیا کې تر ټولو ناوړه امنیتي سرغړونه»

مکنزي چې پخوا ټکسي چلوونکی وو په ۲۰۰۳ م کال کې یې دغه فرقه رامنځته کړه او د «ښه خبر نړیواله کلیسا» یې ونوموله.

د ۲۰۲۳م کال د اپریل میاشتې په ۱۴ نیټه وروسته له هغې چې پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په دې ځنګل کې ډله ایز قبرونه وموندل، مکنزي ځان پولیسو ته تسلیم کړ.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر کیثوري کیندیکي، وویل: «د شاکاهولا عام وژنه زموږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ناوړه امنیتي سرغړونه ده» نوموړي د سنا مجلس په یوه غونډه کې ژمنه وکړه: «د حقوقي اصلاحاتو له پاره په دوامداره توګه کوښښ کوي، څو د جعلي مبلغینو مخه ونیول شي.»

کیندیکي، په لومړیو کې د خپل هیواد پولیس تورن کړي ول چې د ولږې تیرولو د رپوټونو په اړه د ابتدایي تحقیقاتو پر مهال يې بې پروایي کړې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

کينيا: د کمرې په واسطه د ژويو ساتنه