1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهکینیا

د لوږې زغمل؛ د يوې مسيحي فرقې د مړو شمیر تر ۲۰۰ اوښتی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د یوې مذهبي فرقې پیروان په دې باور دي، چې د لوږې زغملو سره سړی کولی شي چې له عیسی عليه السلام سره لیدنه وکړي. د کینیا په یوه ځنګله کې د ۲۲ جسدونو په موندلو سره، د دغه فرقې د مړو شویو غړو شمير ۲۰۱ کسانو ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/4RMNN
کينيا: چارواکو په مالندي ښارگوټي په يوه ځنگله کې کابو ۹۰ مړي موندلي
کينيا: چارواکو په مالندي ښارگوټي په يوه ځنگله کې کابو ۹۰ مړي موندليانځور: Stringer/AA/picture alliance

د لا زیاتو جسدونو له موندلو وروسته، په کینیا کې د «د ښه زيري د نړيوال کليسا» په نوم د مذهبي فرقې د تلفاتو شمېر له  ۲۰۰ کسانو اوښتې ده.

د پولیسو چارواکو ویلي دي، چې د دوی په باور ډیری یې د یوې مذهبي فرقې پیروان دي، چې مشر یې  پل نتنګ مکینزی دی. ویل شوي دي، چې د دغه فرقې مشر په دې عقیده دی، چې د روژې په نیولو سره یو څوک کولی شي د «عيسی مسيح» سره ملاقات وکړي.

اړوند مطلب: د «الشباب» اسلامپاله څوک دي او کوم اهداف لري؟

د کینیا سیمه ییز کمیشنر روا اونیاچا وویل، چې د کینیا په سویل کې د مالینډي ساحلي ښارګوټي ته نږدې په یوه ځنګله کې ۲۲ نور جسدونه وموندل شول. په دې سره د ټولو قربانیانو شمېر ۲۰۱ کسانو ته ورسېد.

په مومباسا کې يو تن د دغه خلکو د وژلو په تړاو نيول شوی دی
په مومباسا کې يو تن د دغه خلکو د وژلو په تړاو نيول شوی دیانځور: Stringer/REUTERS

د روان ميلادي کال د اپريل له پیله تر اوسه په ځنګلي سیمه مالیدني کې د «ښه زيري د نړیوالې کلیسا» په نوم فرقې د مشکو پلویانو له ۵۰ ډېر ډله ییز قبرونه موندل شوي دي. د پخوانیو څیړنو له مخې، ډیری قربانیان د فرقې د مشر مکینزي د امر د پر ځای کولو له کبله له لوږې مړه شوي دي. 

اړوند مطلب: جهادیانو د کینیا او امریکا پر ګډې پوځې اډې برید کړی

ځینې قربانیان وهل ټکول شوي او زندۍ شوې دي. د قربانیانو په منځ کې څو کوچنیان هم شتون لري.

د ځینو قربانیانو د بدن د غړو ورکیدو له امله، د هغوی د بدن غړو د قاچاق په اړه شکونه راپورته شوي دي. دا موضوع اوسمهال تر څیړلو لاندې ده. 

د اونیاچا په وینا، د لټون په عملیاتو کې لسګونه کسان ژغورل شوي دي خو تر ۶۰۰ ډېر کسان لا هم ورک دي.

اړوند مطلب: مرسته کول سم کار دی، خو اسلام دې ولې قبول کړ؟

دغه کميشنر ویلي دي، چې تر اوسه پورې ۲۶ کسان د «په شاکاهولا ځنګل کې د عامه وژنې» په تړاو نیول شوي دي چې د دغه فرقې مشر هم پکې شامل دی. هغه خپله ځان پولیسو ته سپارلی دی.

دغه عامه وژنې ته په پام سره، په کینیا کې د مذهبي دودونو اړونده قوانينو په اړه بحثونه تاودوي شوي دي. د رسمي معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې ۴۰۰ سوه مختلفې مذهبې فرقې شتون لري، چې ځانونونه «کلیساوې» بولي.

زموږ له آرشيف څخه: