1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میسیو: په نړۍ کې د جاودوګرۍ په ارتباط له شکنجې خبرداری ورکړی

۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبه

د کاتولیک عیسویانو مرستندویه سازمان میسیو د جادوګرۍ په ارتباط د زور زیاتي او شکنجې د پيښو د ډیریدو خبردرای ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3ghx4
Bildgalerie | Hexenverfolgungen | Hexenprobe | Holzschnitt
انځور: picture-alliance/akg-images

د آلمان په آخن ښار کې د کاتولیک عیسويانو مرستندویه سازمان (میسیو) مشر ډیرک بنګینر، وویل چې لږ تر لږه د نړۍ په ۳۶ هیوادونو کې انسانان په جادوګرۍ تورن، تعقیب او په ډیرو مواردو کې حتی وژل کیږي.

د میسیو مرستندویه سازمان د کشیش فلیپ ګیبس، له خوا په ترسره شوې څیړنه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه په ۲۰۱۲م کال کې د کرسټینا پر قضیې تمرکز شوی دی چې د پاپوا نوی ګینه هیواد په سویلي غریزو سیمو کې په جادوګرۍ تورنه او په ورځو ورځو شکنجه کړای شوې وه.

د میسیو خیریه سازمان د اګست میاشتې په ۱۰ نیټه چې د جادوګرۍ سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري غواړي په نړیواله کچه د دې موضوع جدیت ته پام را واړول شي.

نوموړي سازمان د بشري حقونو او ګډ پرمختیایي کار په چوکاټ کې د دغې پدیدې پر وړاندې د قوي مبارزې او څارنې غوښتنه وکړه. د دغې څیړنې پر اساس په اوس وخت کې هم په ډیرو هیوادونو کې د جادو او جادوګرۍ باور یا اعتقاد دوباره را ژوندی شوی دی.

په دې وروستیو کلونو کې په پاپوا نوی ګینه کې د دغې عقیدې پر اساس زور زیاتیو یو وار بیا زور اخیستی دی.