1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورهندوستان

د موکیش امباني د زوی واده؛ تر صدراعظمانو وربلل شوي دي

۱۴۰۳ تیر ۲۲, جمعه

د هند تر ټولو شتمن شخص موکیش امباني د زوی د واده په مراسمو کې د ګډون له پاره نړېوالي پيژندل شوي څېرې، سوداګر او سیاستوال نوي ډيلي ته د رسېدو په حال کې دي. په مارچ میاشت کې د آننت او راديکا د کوژدې مراسم هم دې ته ورته ول.

https://p.dw.com/p/4iCyf
د هند د امباني شرکت د مشر مکېش امباني زوی، آننت امباني د خپلې نامزادې راديکا مرچنټ سره.
آننت امباني او راديکا مرچنټانځور: Ashish Vaishnav/ZUMA Press Wire/Imago Images

د اسوشتید پريس د رپوټ په حواله، نن جمعه د جولای ۱۲مه د نړۍ له مختلفو سيمو بلل شوې پېژندلې څېرې، نړېوال سوداګران او سیاسي شخصیتونه د هندوستان پلازمينه نوي ډيلي ته د رسېدو په حال کې دي. 

۲۹ کلن آننت امباني او رادیکا مرچنت چې له ډېر وخت راهيسې ملګرتیا لري، ډيری ېې واده د کال واده یادوي. د واده مراسم د ممبئي ښار په جیو ورلد کنوانسیون په مرکز او د امبانۍ په خپل شخصي کور کې ترسره کيږي.

محلي سندرغاړو د موکیش امباني د کور مخې ته د سندرو ويلو او موسيقۍ ږغولو لپاره ځان چمتو کړی دی.
د موکیش امباني د کور مخې ته له واده مخکې محلي سندرو ته نيول شوي ترتیبات انځور: Ashish Vaishnav/ZUMA Press Wire/Imago Images

د واده څلور ورځني مراسم نن جمعه د جولای ۱۲ مه د هندو مذهبي دود مطابق پيليږي چې ورپسې به د اوونۍ په آخر یعنې شنبه او یکشنبه د واده ستر او شاندار مراسم ترسره کیږي.

ځايي رسنیو ويلي چې د بريتانیا پخواني صدراعظمان توني بلیر او بوریس جانسون، د سعودي عربستان د نفتو ارامکو شرکت مشر امين حسن ناصر او پخوانی بريتانوي فوټبالر، ديوید بکام هم واده ته د رابلل شوو ميلمنو په ډله کې دي. په ښځينه نړېوالو سيلبريټيانو کې بیا د امریکا کرداشیانې، سندرغاړې ادل، سندرغاړې لانا دل ري او نارينه کاناډايي سندرغاړی دريک شامل دي. خو اسوشتید پریس وايي چې د مېلمنو نوملړ د امبانۍ کورنۍ نه دی تصدیق کړی.

هندي فلمي ممثله پریانکا چوپړه او د هغې مېړه ېې نیک جوناس  د جولای په ۱۲مه ممبي ته رسېدلي چېرې چې هغوی د امباني د زوی په واده کې برخه اخلي.
هندي فلمي اداکاره پریانکا چوپړه او مېړه ېې نیک جوناس د بلل شوو مېلمنو په ډله کې دي چې جمعه د جولای ۱۲مه ممبي ته رسېدلي.انځور: Hindustan Times/Imago Images

د هندوستان پولیسو د نظم رامنځته کېدو په موخه له جمعې تر دوشنبې ورځې پورې د مراسمو ځای په اطرافو کې د واټونو په مسيرونو کې بدلونونه راوستلي تر څو د ممبئي له هوايي ډګره راتلونکي ميلمانه له خنډ سره مخ شوي نه وي. تېره اوونۍ د ممبئي هوايي ډګر په پروازونو کې د سختو ورښتونو له کبله ګډوډي رامنځ ته شوې وه.

موکیش امباني د خپل زوي آننت امباني او د هغه مېرمن رادیکا مرچینت له پاره په مارچ میاشتې کې له واده مخکې مراسم نیولي ول چې پکې د نړېوالو پېژندلو څېرو په ګډون ۱۲۰۰ میلمانه بلل شوي ول. یاد مراسم درې ورځې وو، چې له افغانستان څخه د کریکټ لوبغاړی راشد خان هم وربلل شوی وو.

د امباني کورنۍ د یو ميلیارډ ډالرو په ارزښت په ممبئي ښار کې دغه یو شخصي عصري اپارتمان هم لري.
د امباني کورنۍ د نورې سرمایې تر څنګ، د یو ميلیارډ ډالرو په ارزښت په ممبئي ښار کې یو شخصي ۲۷ پوړيز عصري اپارتمان هم لري.انځور: Hindustan Times/Imago Images

یاد مراسم خورا تشریفاتي او قیمتي ول چې د هندوستان د سینما وتلي هنرمندان او نورې نوموتې هندي څېرې وربلل شوي وې. په نړېوالو مېلمونو کې د فېسبوک مالک مارک زکربیرګ او امریکايي سوداګر بل ګېټس شامل ول. انګلیسي سندرغاړې ریانا، امریکايي سندرغاړي ایکان او پنجابي سندرغاړي دیلجیت دوسانج کنسرتونه اجرا کړل.

د امریکايي مجلې فوربیس په حواله، ۶۶ کلن موکیش امبانۍ  د ۱۱۶ مليارډ ډالره سرماېې په درلودلو، د نړۍ نهم بډایه شخص دی.

د امباني کورنۍ د نورې سرمایې تر څنګ، د یو ميلیارډ ډالرو په ارزښت په ممبئي ښار کې یو شخصي ۲۷ پوړيز عصري اپارتمان هم لري. دغه ساختمان درې د چورلکو د ناستې ځایونه او ۱۶۰ موټرو ته ګراژونه لري.

AP/mks/nz

له آرشيف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل