1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورهندوستان

د امباني د زوی په کوژده کې د نړۍ شتمن میلمانه

۱۴۰۲ اسفند ۱۲, شنبه

د هندوستان تر ټولو بډایه شخص، موکیش امباني، د خپل زوی د نامزادۍ د درې ورځنیو مراسمو په ترڅ کې د شنبې په ورځ د نړۍ غوره سليبريټي او بډایه څېرې د يو ژوبڼ سیل ته بوتلل.

https://p.dw.com/p/4d6F0
Indien Milliardär Mukesh Ambani
انځور: SUJIT JAISWAL/AFP/Getty Images

په دعوت شوو ميلمنو کې د نورو تر څنګ د فیسبوک مالک مارک زکربرګ، د امریکا د پخواني ولسشمر دونالد ترمپ لور ایوانکا ترمپ او د پاپ موسیقي غوره سندرغاړې ريحانه هم شامل دي. 

د هندوستان د سینما مشهور ستوري، امیتاب بچن او شاه رخ خان، د کریکټ وتلې څېرې سچين تندوګر او ام اس دوهني او هندي سوداګر ګوتم اداني هم دغه مراسمو ته غوښتل شوي دي. رپوټونه وايي چې د امباني کورنۍ دغه مراسمو ته په مجموع کې ۵۰زره کسان دعوت کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د امباني کوچنی زوی انانت له رادیهکا مرچنت سره نامزد شوی چې پلار ېې درمل جوړولو ستر سوداګر دی. زیاته شوې چې د ۲۸ کلن انانت او ۲۹کلنې میرچینت واده به د روان کال په وروستیو کې وشي.

Indien Die teuerste Hochzeit der Welt
د آرشیف انځور - موکیش امباني (ښي لور) او زوی يې انانت امباني پر آس سپور - د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې د یو ستر واده د مراسمو پر مهالانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Kakade

په دې ترڅ کې سندرغاړې ریحانه د جمعې په ورځ سندرې وويل. د پلان له مخې به د شنبې ورځې (د ۲۰۲۴ کال د مارچ دويمه) په پروګرام ميلمانه د «حيواناتو د ژغورنې له یو مرکز» څخه کتنه کوي. زیاته شوې چې د حیواناتو دغه مرکز د انانت له کوچنیو پروژو څخه یوه ده چې د ګجرات ایالت په جمنګار ښار کې چې د دغې شتمنې کورنۍ پلرنی ټاټوبی دی، موقعیت لري.

د هندي رسنيو په حواله، د امباني کورنۍ به د شنبې په ورځ د امباني د حیواناتو د ژغورنې مرکز په آزاده فضا کې د ميلمنو د يو ځانګړي محفل کوربتوب کوي. میلمنو ته سپارښتنه شوې چې د محفل له پاره راحت بوټونه پښو او راحتې جامې واغوندي. شپې له پاره په جوړه شوې میلمستیا کې هندي کلتور ښودل کيږې او میلمانه به ورته نورې جامې اغوندي.

د پاپ موسیقي وتلې سندرغاړې، ريحانه، چې د موکیش امباني د زوی واده د بلل شوو خاصو ميلمنو په ډله کې ده
د پاپ موسیقي وتلې سندرغاړې، ريحانه، چې د موکیش امباني د زوی واده د بلل شوو خاصو ميلمنو په ډله کې دهانځور: Ross D. Franklin/AP/dpa

۶۶ کلن موکیش امباني د هندوستان تر ټولو شتمن شخص او د هندوستان د ستر شرکت زیلانیس اندیستريز رئیس دی. انانت د خپل پلار په دغه شرکت کې ډایرکټر دی. موکيش امباني د ۱۱۶ ميليارډ ډالرو سرمايې په درلودلو، د نړۍ لسم شتمن شخص دی.

د امباني کورنۍ د ممبۍ ښار په یو ۲۷ پوړيزې ودانۍ کې ژوند کوي. په متفاوت ډيزان جوړ شوی دغه کور د ممبيي ښار یو د تر ټولو ډېر لېدونکي او مشهورو ځایونو په ډله کې راځي. رپوټ کې ويل شوي چې د دغه ساختمان په رغولو څه باندې یو ملیارډ ډالر لګېدلي او ۶۰۰ دایمي کارکوونکي لري.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل