1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا کانګرس په کابل کی وژل سوو عسکرو ته مډالونه ورکړل

۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس مشرانو هغو ۱۳ سرتیرو ته د دغه کانګرس د سروزرو مډالونه ورکړل چي درې کاله مخکي له افغانستانه د ناورین ډک اخراج د وتلو په ترڅ کي ووژل سول.

https://p.dw.com/p/4kUuv
Afghanistan | Kabul Airport nach Explosion
آرشیف: په ۲۰۲۱ کال کی له چاودني وروسته د کابل هوایی ډگر انځور: Maxar Technologies/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو  د کانګرس مشرانو د سې شنبې په ورځ هغو ۱۳ سرتیرو ته مډالونه ورکړل چي د ۲۰۲۱م کال د اگست مياشتي پر ۲۶مه د کابل په هوايي ډگر کي د امریکايي ځواکونو د وتلو د گډوډۍ پر وخت په ځانمرګي برید کي ووژل سول.

دغه مراسم د جمهوري غوښتونکو له گوند څخه د امریکا د استازو جرگې د رئیس مایک جانسون، په مشرتابه په داسي حال کي ترسره سول چي جمهوري غوښتونکو  او ډیموکراټانو په عین وخت کي د انتخاباتي مبارزې له لاري، له افغانستانه د وژونکي اخراج په اړه د پیښو په سیاسي کولو سره یو پر بل تورونه ولگول.

جانسون د هغو سرتیرو کورنیو ته چي د کابل په هوايي ډگر کي ووژل سول، وویل چي د دغو سرتیرو فداکاریو ته باید درناوی او یادونه يې وسي.

د امریکا متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکو ګوند د استازو جرگې استازو د دوشنبې په ورځ داسي یو رپوټ خپور کړ چي پکښې د دغه هيواد ولسمشر جو بایدن، له افغانستانه په وتلو کي د ناکامیو په دلیل تر انتقادونو لاندی راغی.

ډیموکراټانو ټینگار کړی دی چي لهافغانستانه د ځواکونو د وتلو په برخه کي ترمپ ته ځیني تیروتني متوجه دي، دا ځکه چي دترمپ  حکومت له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړی وو.

جمهوري غوښتونکو دغه ډول تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چي بایدن دغه انتخاب درلود چي نوموړی توافق له پامه وغورځوي او یا یې هم عملي کړي.

هغوی ویلي دي چیطالبانو په دغه هوکړه کي خپلي ژمني عملي نه کړې، خو د بایدن حکومت د ځواکونو د وتلو بهیر ته ژمن پاته سو.

(Reuters) GP/NZ