1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه پر بايدن د جمهوري غوښتونکو سختي نیوکي

۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبه

د جمهوري غوښتونکو په دې رپوټ کې پر ولسمشر بايدن، په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه د ځواکونو د اخراج پروسې له وجې چې له ګډوډيو سره مل وه، نيوکې شوي دي. د ځواکونو د وتلو توافق د پخواني ولسمشر ترمپ او طالبانو ترمنځ شوی وو.

https://p.dw.com/p/4kQ1A
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن
ولسمشر جو بایدن، تر دې دمخه له افغانستان څخه د چټک اخراج له پاره د اخیستل شويو ګامونو دفاع کړې وه او په دې برخه کې یې هر ډول ملامتيا رد کړې وه.انځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکي ګوند د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۸) په ۲۰۲۱م کال کې د ولسمشر جو بایدن، له لوري له افغانستان څخه د امريکایي عسکرو د راايستلو پروسې په اړه چې مرګ ژوبله ورسره مل وه، يو انتقادي رپوټ خپور کړی دی.

په رپوټ کې هغه انتقادونه بيان شوي دي چې جمهوري غوښتونکو په تکراري ډول څرګند کړي دي. په دې کې راغلي دي چې په چټکه توګه وتل په افغانستان کې د ګډوډۍ باعث شول چې دا څه د کابل په هوایي ډګر کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې د ۱۳ امريکایي عسکرو د وژل کیدو او په لږه موده کې د طالبانو له خوا د کابل د نیول کيدو باعث شول.

په رپوټ کې څه راغلي؟

دا رپوټ د امريکا کانګرس د جمهوري غوښتونکو د بهرنيو چارو کمېټې له خوا ترتيب شوی دی. په دې رپوټ کې پر ولسمشر جو بایدن، تور لګول شوی دی چې د اخراج «د احتمالي عواقبو په راکمولو» کې پاتې راغلی دی.

د دوحې تړون، چې له افغانستان څخه یې د امريکایي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړې وه، د ۲۰۲۰ م کال په فيبرورۍ میاشت کې د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لاسليک شوی وو.

دا تړون د ترمپ ادارې او طالبانو ترمنځ شوی وو او د هغه وخت د افغانستان حکومت پکې شامل کړل شوی نه وو. 

پر بایدن، نیوکه کیږي چې بې له دې چې طالبان د دې تړون شرائطو عملي کولو ته مجبور کړي او د دغه ډلې او په کابل کې د حکومت ترمنځ اوربند تضمين کړي، دا تړون یې عملي کړ.

په رپوټ کې ادعا شوې: «د ټولو امريکايي ځواکونو د راايستلو د بايدن، پريکړه د امنيتي وضعيت، دوحې تړون او د هغه د ملي امنيت د معتبرو مشاورينو او يا زموږ د متحدينو پر لارښوونو نه وه ولاړه.»

«بلکې دا پريکړه د هغه د اوږدې مودې پر سرکش نظره ولاړه وه چې متحده ایالات نور باید په افغانستان کې نه وي.»

په رپوټ کې همدا شان راغلي دي: «پر نړيوال دريځ د امريکا اعتبار ته هغه وخت سخت زيان ورسېد چې موږ خپل افغان متحدين د طالبانو غچ اخیستونکو وژنو ته پرېښوول – د افغانستان خلک چې موږ یې د حفاظت ژمنه کړې وه.»

رپوټ وايي چې پر دې سربیره د طالبانو له خوا په زور د کابل بيرته نيولو سره زموږ کورني امنيت ته هم ګواښ ډېر شوی دی، د راتلونکو کلونو له پاره یې په بهر کې زموږ حيثيت زيانمن کړی او په ټوله نړۍ کې یې زموږ دښمنان زړور کړي دي.»

سپينې ماڼۍ او ديموکراتانو پر رپوټ نيوکې کړي

د سپينې ماڼۍ يوې وياندې شارون يانګ، ويلي دي چې رپوټ په ګلچين شويو حقايقو، ناسمو مشخصاتو او لا د مخه موجود تعصب» پر بنسټ ولاړ دی.

يانګ وويل چې «له طالبانو سره د پخواني ولسمشر ترمپ د خراب تړون له کبله چې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشت پورې باید امريکا له افغانستانه وتلی وای، ولسمشر بایدن ته يو ډېر کمروزی دريځ په میراث پاتې شوی وو» چې د طالبانو پر وړاندې چې قوي شوي ول، جګړه لا پسې شديده کړي او يا دا چې پای ته یې ورسوي.»

ديموکرات ګوند د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند همکارانو د ترمپ د نقش په تړاو حقايق له پامه غورځولي دي.

له افغانستان څخه وتلو په تړاو په ترسره شويو پخوانيو څيړنو کې لکه په ۲۰۲۳م کال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په رپوټ کې، د دواړو ولسمشرانو يعني ترمپ، او بايدن، ادارې ګرم بلل شوې وې. 

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

ديموکراتانو د رپوټ د نشريدو د وخت په اړه هم پوښتې را پورته کړي دي.

د دغه ګوند د ترانسپورت وزير پيته بوټيګېګ، د شنبې په ورځ د رپوټ د خپريدو تر مخه وويل: «که چېرې دوی درې کاله څېړنې کړې وې چې څه پېښ شوي ول نو ولې دا رپوټ د ولسمشریزو ټاکنو پر کال د کارګر د ورځې [په امريکا کې] وروسته نشروي.»

ولسمشر جو بایدن، تر دې دمخه له افغانستان څخه د چټک اخراج له پاره د اخیستل شويو ګامونو دفاع کړې وه او په دې برخه کې یې هر ډول ملامتيا رد کړې وه.

ب. ص/ ن. ز (AP,AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب