1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو پر وروستي رپوټ د طالبانو نیوکه

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر هغه رپوت انتقاد کړی دی چې پکې ویل شوي و د طالبانو په صفونو کې اختلافات موجود دي او د پښتنو په محوریت متمرکز استبدادي تګلارو ته بیرته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ST68
Afghanistan | Taliban Versammlung in Kabul
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وروستی رپوټ چې په کې د طالبانو اوسنۍ واکمني «ډیر انحصاري او استبدادي» بلل شوې، بی بنسټه او یو طرفه بللو سره غندلی دی.

د طالبانو خپل منځي اختلافات پر کوم لور روان دي؟

د روانې میاشتې په لومړیو کې د (یو ان ایس سي) یا د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د څار او څیړنې ډلې له خوا د افغانستان د وضعیت په اړه یو رپوټ خپور کړای شوی و، چې په هغې کې ویل شوي وو د طالبانو د حکومتولۍ جوړښت خورا انحصاري، د پښتنو په محوریت متمرکز او د هر ډول اپوزیسیون له پاره یو استبدادي نظام دی.

طالبانو رپوټ رد کړی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل «د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه بې بنسټه او د افغانستان له ولس سره ښکاره دښمني بولي او دا د تیرو شلو کلونو راهیسې د روان پروپاګند دوام دی.»

د کندهار غونډه؛ آيا د طالبانو د داخلي یووالي د ټینګولو هڅه ده؟

مجاهد وویل چې د طالبانو حکومت به هیڅ چاته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

نوموړي زیاته کړه «د افغانستان اسلامي امارت ټولې پریکړې د اسلامي شریعت د لارښوونو مطابق، دوه اړخیز او همدارنګه څو اړخیزو ګټو او ملي منافعو په پام کې نیولو سره کیږي او ترڅنګ یي حکومت د ګډو انديښنو د لیري کولو په خاطر له نړیوالې ټولنې سره هم خبرې اترې جاري ساتلي دي.»

د طالبانو خپلمنځي اختلافات او پر افغانستان یې اغیزې؟

د طالبانو ویاند د دغې ډلې ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو په اړه «تورونه» رد کړل او ویې ویل چې دا بی بنسټه او له افغانانو سره ښکاره دښمني ده.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې څه وو؟

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رپوټ کې دا هم ویل شوي وو چې د طالبانو بیرته راتګ د کندهار د واکمنۍ د هغه حکومتي طرز د بیرته ستنیدو په معنا ده، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو د تیرې واکمنۍ پر مهال و. خو د موجوده حکومت په مرکز کابل کې د طالبانو د یو شمیر لوړپوړو وزیرانو د پریکړو له امله پخوانۍ طریقې نه عملي کیږي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي و چې د طالبانو ډله د خپلو مهمو تګلارو، د واک تمرکز او په افغانستان کې د مالي او طبیعي منابعو د کنترول په برخه کې له داخلي شخړو سره لاس او ګریوان دی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله د واک پر سر روان کشمکش د دغه هیواد وضعیت لا زیات بې ثباته کوي، حتی تر دې اندازې پورې چې د سیالو لورو ترمنځ د وسله وال تصادم خطر هم لیدل کیږي.

Afghanistan Emir der Taliban Mawlawi Hibatullah Akhundzada
کارپوهان وایي داسې معلومیږي چې طالبان غواړي خپله پلازمېنه له کابل څخه کندهار ته، چیرې چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده ژوند کوي، انتقال کړي.انځور: CPA Media Co. Ltd/picture alliance

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه په کابل کې میشت د طالبانو دوو ویاندانو ته کندهار ته د انتقالیدو ویل شوي دي. له دې څخه د واک د انتقال په هکله ګونګوسې پيل شوي او داسې معلومیږي چې طالبان غواړي خپله پلازمېنه له کابل څخه کندهار ته، چیرې چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده ژوند کوي، انتقال کړي.

واک ته د بیرته ستنیدو راهیسې طالبانو د سختو قوانینو او اسلامي مقرراتو عملي کول پیل کړي دي. دوی تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی. د ملي او بین المللي فشارونو سربیره، طالب چارواکو تر اوسه پورې دا نه دي ویلي چې د نجونو له پاره به ښوونځي کله بیرته پرانیزي.

آیا د واک نېولو پر سر طالبان دوې ډلې وې؟

سربیره پر دې طالبان تر اوسه پورې د یوه ټول شموله حکومت تشکیلولو او اپوزیسیون ته په واک کې د برخې ورکولو څخه انکار کوي. د نړۍ هیڅ کوم هیواد تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص