1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار غونډه؛ آيا د طالبانو د داخلي یووالي د ټینګولو هڅه ده؟

۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

طالبانو په کندهار کې چېري چې د دغې ډلې مشر اوسېږي، یوه لویه غونډه جوړه کړې ده. ایا دا غونډه د کورني یووالي د ټینګولو او د طالبانو د داخلي اختلافاتو د حل له پاره یوه هڅه ده؟

https://p.dw.com/p/4FinX
Symbolbild Afghanistan: Deutsche Diplomaten sprechen mit Taliban
انځور زموږ له آرشیف څخه انځور: Alexey Kudenko/Sputnik/dpa/picture alliance

کندهار نن پنجشنبه(۲۰۲۲م کال د اګست ۱۸) د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په حضور کې د یوې لویې غونډې کوربه دی.

د افغانستان ملي تلویزیون چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې شاوخوا درې زره کسانو ګډون کړی دی.

ځینې سرچینې وایي چې په دې غونډه کې د تېر حکومت يو شمېر چارواکي چې له طالبانو سره يو ځاى شوي ول هم ګډون لري.

که څه هم دا ناسته په ناڅاپي ډول جوړه شوې او اصلي اجندا یې نه ده څرګنده، خو ځینو طالب چارواکو ویلي دي چې په دې غونډه کې به پر اقتصادي، سیاسي، کورني مشروعیت، د پخواني حکومت د چارواکو د بلنې پر هڅو او له اوسني نظامه د خلکو پر اطاعت بحث وشي.

طالبانو ته یو شمېر نږدې څېرې وايي چې د دې غونډې یو هدف د طالبانو داخلي مشروعیت دی.

د کابل پوهنتون استاد او طالبانو ته نیږدې څیره قاضي نجيب الله جامي دويچه ويله ته وويل: »د کندهار د غونډې يوه موخه د خلکو له خوا مشروعيت، ديني واکمني او د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې له پاره د هغو ګامونو پورته کول دي چې نړۍ او خلک ترې غوښتنه کوي.»

آیا د طالبانو په مشرتابه کې اختلافات پر پراخېدو دي؟

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: «نننۍ غونډه په اصل کې د طالبانو سیاسي پرېکړو ته د ارزښت ورکولو له پاره جوړه شوې ده. ځکه نړۍ او افغانانو تل له طالبانو غوښتي چې د یوه داسې مشروع حکومت د رامنځته کولو له پاره سیاسي بحثونه پیل کړي چې افغانان پرې راضي وي.«

طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دې غونډه کې وویل، که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو له دوی هم هیله لري چې افغانان پریږدي ترڅو د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر په ارامه او خوښئ ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «دا د خلکو مشروعیت و چې موږ په یوولسو ورځو کې ټول افغانستان ونیو.»

د الظواهري له وژلو وروسته غونډه

دا غونډه د کابل په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو شاوخوا شل ورځې وروسته ترسره کیږي. طالبانو تر دې دمه د الظواهري د وژلو خبر رد یا تاید کړی نه دی.

خو په دې اړه یې ډیرې پوښتنې را پورته کړي چې آیا طالبان اوس هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري.

ولې دغه غونډه په کندهار کې کیږي؟

مخکې له دې چې طالبان د دغې غونډې د جوړیدو په اړه څه ووايي په کندهار کې یې ناڅاپه ترسره کیدل ډیرې پوښتنې راپورته کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد فردین هاشمي وايي چې د طالبانو یوې څانګې په کندهار کې د ملا هیبت الله د موقف د دایمي ثبات له پاره دا غونډه جوړه کړې ده: «موږ له پیله د طالبانو ترمنځ د اختلاف شاهدان یوو. په ځانګړې توګه د حقاني شبکې او کندهار د طالبانو تر منځ چې د ملا هيبت الله تر قوماندې لاندې دي.  په حقیقت کې د دې ښکارندويي کوي چې دغه مخالفتونه جدي دي او له همدې لارې کیدای شي چې د ملا هيبت الله ځای ځایګی ثابت او مشخص وي.»

دغه سیاسي کارپوه زیاتوي چې په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته دغه اختلافات نور هم ډېر شوي دي. خو طالبانو تل د دوئ تر منځ خپل منځي اختلافات رد کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه او طالبانو ته نیږدې څیره مفتي محمد ناصر حقاني وایي د دغې غونډې د جوړیدو په اړه د علماو په تیرې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې او شاوخوا ۳ زره علما پکې راټول شوي ول ویل شوي او ښایي تر ډیره په هماغو موضوعاتو خبرې وشي .نوموړی وايي: »دا غونډه ځکه په کندهار کي ترسره کیږي چې تیر ځل د علماو غونډې درې ورځې د کابل خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزه جوړه کړې وه.»

د عالمانو د غونډې پای؛ «د طالبانو حکومت دې په رسميت وپيژندل شي»

د طالبانو له بیا واک وروسته حقاني شبکې د طالبانو په سرپرست حکومت کې ډیر واک ترلاسه کړی دی. د کورنیو چارو، مهاجرینو چارو، لوړو زده کړو او استخباراتو په ګډون ډېر وزارتونه د طالبانو د دغې څانګې د غړو په لاس کې دي.

په کندهار کې د دې غونډې ترسره کېدل د کارپوهانو په اند سیاسي اړخ هم لري. څو میاشتې وړاندې هم په کابل کې ورته غونډه جوړه شوې وه چې د طالبانو د حکومتوالۍ د ښه والي په اړه یې څرګندې پایلې و نه لرلې.

د سیاسي چارو کارپوه میرویس افغان چې وايي د دې غونډې له دننه څخه معلومات ترلاسه کوي، وايي چې طالبان هڅه کوي کندهار ولایت د خپل حکومت د عمومي ادارې او فتوا مرکز اعلان کړي.

د طالبانو یو کلن حکومت ته په کتو آیا دغه ډله د حکومتولۍ ظرفیت لري؟