1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د واک نېولو پر سر طالبان دوې ډلې وې؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

په افغانستان کې د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې طالبان د کوټې شورا د پریکړې له مخې په زور واک ته ورسېدل، خو د قطر طالبانو بیا بل ډول نظر درلود.

https://p.dw.com/p/4HXIv
د طالبانو رئیس الوزرا له یو شمیر طالب چارواکو سره
د طالبانو رئیس الوزرا له یو شمیر طالب چارواکو سرهانځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټامس وېسټ پرون ناوخته د امریکا په ستراتیژیکو او نړېوالو څېړنو مرکز کې ویلي دي چې طالبان دوې  ډلې وې، چې یوې یې تفاهم او بله یې په زور د واک نېولو پلوي وه.

هغه ويلي دي: «دا د کویټې ډلې پریکړه وه چې اصلاً دوی تصمیم نېونکي هم وو، دوی پریکړه وکړه چې قدرت په زور ونیسي، چې هماغسې یې وکړل.»

د وېسټ په وینا، هغه ډله طالبان چې په قطر کې یې خبرې کولې، غوښتل یې چې د سوله ایز جوړجاړي له لارې واک ته ورسیږي.

په زور واک نېولو کې د طالبانو تېروتنه

په سویډن کې افغان شنونکي ډاکټر حکمت الله حکمت  وايي، سره له دې چې په قطر کې د طالبانو مذاکراتي پلاوي له نړېوالې ټولنې سره بریالي مذاکرات وکړل، خو په وروستیو اونیو کې یې خپلې کړې ټولې ژمنې له پامه وغورځولې. هغه دويچه ويله ته وويل: «په پوځي فشار سره کابل ته د دوی نظامي ننوتل، د آرګ نېول او د ټول افغانستان جمهوري نظام سقوط کول دا د طالبانو له پاره هغه لویه تېروتنه وه چې اوس یې دوی قرباني ورکوي.»

بلاول بوټو د طالبانو د منزوي کولو له پایلو خبرداری ورکړی

د دغه افغان کارپوه په وینا هغه طالب مشران چې په قطر کې یې له نړېوالې ټولنې سره مذاکرات کړي، باید له نړېوالو سره د خپلو ژمنو په تړاو خپلو جګپوړو مشرانو ته قناعت ورکړي.

خو د افغانستان پخواني جمهوررئيس حامد کرزي په يوه مرکه کي ويلي ول چي ده طالبانو ته بلنه ورکړې وه چي کابل ته ننوځي او هلته د تاوتريخوالي او چور مخنيوی وکړي.

هغه ويلي ول چي طالب مشرانو ډاډ ورکړی وو چي جنګيالي به يې کابل ته نه ننوځي. خو کله چي غني ناڅاپه له کابله ووت او نور جګپوړي چارواکي له هيواده ووتل نو ده پخپله طالبانو ته کابل ته د ننوتلو بلنه ورکړه.

طالبانو هم ويلي ول چي کابل ته يې د ننوتلو نيت نه لاره خو کله چي پوه شول چي ولسمشر غني او نور چارواکي ووتل نو دوی په ښار کي د چور د مخنيوي په خاطر ښار ته ننوتل.

هاخوا یوه بل افغان کارپوه مطیع الله ابراهیم زي دویچه ویله ته وویل، چې واک ته تر رسېدو وروسته طالبان ان په څو نورو ډلو هم ویشل شوي دي: «د طالبانو په منځ کې غټ درز شته او په دې باندې CIA هم پوهېدلې او دا چې مذاکرات څنګه ناکام شول، دا مذاکرات اشرف غني ناکام کړل.»

اشرف غني د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې

خو ځینې کتونکي بیا په دې اند دي چې طالبان د امریکایانو په توافق کابل ته ننوتل.

د نړېوالو اړیکو شنونکي عبدالحی قانت دویچه ویله ته وویل، د امریکايي ډېپلوماټو وروستی څرګندونې د دې له پاره دي چې افغان سوله کې له خپلو مسؤلیتونو اوږه خالي کړي:

د افغان سولې مذاکراتو د ناکامېدو مسؤلیت، د اشرف غني د تېښتې مسؤلیت او د دوحي تړون د تقسیم اوقات نه عملي کېدل هغه مسؤلیتونه ول چې امریکایانو ته راجع دي.«

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی تام وېست
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی تام وېستانځور: Stian Lysberg Solum/NTB//AFP/Getty Images

هاخوا افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی په قطر کې د سولې خبرو د ناکامېدو پر لاملونو هم غږېدلی او زیاته کړې یې ده چې د پخواني جمهوریت د مذاکراتي ډلې غړو غوښتل چې ولسمشر غني لا ډېر په واک کې پاتې شي.

ټامس وېست ویلي چې لاهم په افغانستان او بهر د افغانانو خپل منځي خبرې دوام لري.

دغه جګپوړي امریکايي ډېپلوماټ بیا د داعش د خراسان څانګې پرضد د طالبان مبارزه هیله بخښونکې ښودلې.

طالبانو تر اوسه پوري د ټامس وېست د وروستيو څرګندونو په اړه کوم غبرګون ښوولی نه دی.