1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر آلمانۍ قشله مشکوکو ډرون الوتکو پروازونه کړي دي

۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبه

د آلماني پوځ پر يوه نظامي قشله په لسونو مشکوکه ډرون الوتي دي. په دغه قشله کي اوکرايني عسکر ته د آلماني ټانکونو روزنه ورکول کيږي. د پيښي پلټني پېل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4HeYG
په ويلډفلېکن سيمه کي د آلماني پوځ نظامي تمرینځای
په ويلډفلېکن سيمه کي د آلماني پوځ نظامي تمرینځایانځور: Daniel Vogl/dpa/picture alliance

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي د آلماني پوځ پر قشله د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه د مشکوکو ډرونونو الوتنې سوي دي. د آلمان د دفاعي چارو د وزارت وياندې د يکشنبې په ورځ ياد خبري آژانس ته وويل چي د آلمان په بايرن آیالت کي «څو ډرون الوتکو د آلماني پوځ پر قشله او ورسره نښتي تربيتي ساحې ويلډفلېکن باندي الوتني وکړې.» د وياندي په وينا دغه قضيه په سمدستي توګه د پوليسو سره شريکه کړل سوې ده او په وينا يې پلټنې پېل سوي دي. وياندي پر دې ټينګار کاوه چي و ولسي کسانو ته په دغه جريان کي هيڅ ګواښ نه ؤ موجود.

ايرانۍ ډرون په اوکراینيانو کې د ېوې نوې جګړې بېره خپره کړې

له دې مخکي د «بزنس انسايډر» په نوم د خبرونو ادارې راپور ورکړی ؤ چي داسي معلوميږي لکه د وينډفلېکن پر پوځي قشله چي د ډرون الوتکو په مرسته د جاسوسۍ کوښښ سوی وي. په راپور کي راغلي چي دا هغه قشله ده چيري چي آلمانی پوځ د اوکراين عسکر تربيه کوي چي د «ډينګو» ډوله آلماني ټانک استعمال زده کړي.

برلين د کيف سره ژمنه کړېده چي ياد ډول ټانکونه به ورته ورکړي. د آلمان د دفاعي چارو وزارت تر اوسه په دې هکله معلومات نه دي شريک کړي چي دغه ډرون الوتکي د چا له خوا د يادي قشلې پر سر الوتنې ته لېږدول سوي وې.

اوکراین واېې د روسي ځواکونو د ایران ساخت ډرون ېې راغورځولی

آلمانۍ رسنۍ «شپيګل» د اګست مياشتي په پای کي لا راپور ورکړی ؤ چي ګواکي داسي اشارې موجودي دي چي له مخي يې روسي استخباراتي ادارې په آلمان کي د اوکرايني عسکرو د تربيې جاسوسي کوي. د راپور په وينا ښايي هغه تربيتي هلي ځلي د روسي استخباراتي ادارو تر څار لاندي وي چي پکښي اوکرايني عسکرو ته د غربي نظامي تجهيزاتو د استعمال تربيه ورکوله کيږي. د شپيګل په راپور کي راغلي ول چي د نظامي جاسوسۍ ضد آلمانۍ ادارې ام اې ډي د اړونده اوکرايني عسکرو د تمرينونو د پېل څخه مخکي د عسکري قشلې مخکي مشکوک موټر ليدلي ول. د راپور له مخي ښايي دغو موټرو و قشلې ته د ننوتلو او راوتلو مصروفيت څارلی.

د ام اې ډي آلمانۍ امنيتي ادارې د معلوماتو پر اساس څو ځله ډېري کوچنۍ ډرون الوتکي هم په هوا کي ليدل سوي دي. اټکل کيږي چي د دغو ډرون الوتکو په مرسته د اوکرايني عسکرو د تربيې جاسوسي کېدله. د چارواکو په وينا په دې تړاو پلټنې ادامه لري.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.