1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ايرانۍ ډرون په اوکراینيانو کې د ېوې نوې جګړې بېره خپره کړې

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د اوکراين په بندري ښار اوديسه کې اوس ځايي اوسیدونکي د توغنديو او بمونو څخه ځانونه نه پټوي، بلکې په آسمان کې ایراني ډرون الوتګو بنګاري ېې ژوند ور تريخ کړی دی. اوکراین وايي د ايراني ډرون الوتکو تشخیص ډیر سخت دی.

https://p.dw.com/p/4HSdQ
په انځور کې د ایران ساخت ډرون الوتکې ښکاري چې د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۲۴مه د پوځي ډرون الوتکو د تمریناتو له پاره چمتو کړل شوي دي
په انځور کې د ایران ساخت ډرون الوتکې ښکاري چې د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۲۴مه د پوځي ډرون الوتکو د تمریناتو له پاره چمتو کړل شوي ديانځور: Iranian Army/AP/picture alliance

ایراني ډرون د جاسوسۍ عملیاتو سربېره، د توغنديو توغولو او د بمونو غورځولو وړتيا لري. اوس چې په اوديسه کې اوکراینيان د دغو الوتکو غږ اوري په منډو ځانونه امن ځایونو ته رسوي. رپوټونه وايي چې دغو الوتکو د اوکراین په ۷ میاشتنۍ جګړه کې د روسېې په ګټه مهم رول لوبولی دی.

مارينا کونراتیوا د اوديسه ښار په یوه مرفه سیمه کې ژوند کوي او د کور له برنډې یا تخت بام څخه ېې د تورې بحيرې ښکلې منظره ښکاري. د هغې کور په یو ۲۳ پوړيز ساختمان کې دی.

نوموړې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې سهار وختي په آسمان کې د ډرون الوتکې غږ له خوبه راپاڅوله چې د ډيرې سختې بېرې يې خپلو دوو اولادونو سره د کور تاکاۍ ته منډه او هلته ېې ځانونه پټ کړل.

اودیسه: د روسېې په توغندویز برید کې ۱۸ کسان وژل شوي

هغې وويل: «زه پوهيدم چې اوس په پنځو دقیقو کې هر څه بدليدلی شي.» هغې وويل چې د شنبې ورځ ېې په همدا ډول سره پيل کړه.

د جګړې د سختو ورځو بيا راتلو بېره

اوديسه د اوکراین د سويل لويديځ پلازمينه او د دغه هیواد مهم بندري ښار دی. که څه هم اوس له دغه ښاره د ريګو بورۍ او نورو امنيتي پوستو له شتونه پاک شوی او بمبارۍ هم په کراتو لږ شوي، اما د دغه ښار په آسمان کې د ایراني مخ په ډيريدونکي شمیر کې د ډرون الوتکو بنګهاري په خلکو کې د سختو جنګي ورځو بېره بېرته راتازه کړې ده.

وديسه د اوکراین د سويل لويديځ پلازمينه او د دغه هیواد مهم بندري ښار دی
وديسه د اوکراین د سويل لويديځ پلازمينه او د دغه هیواد مهم بندري ښار دیانځور: ussi Nukari/Lehtikuva/dpa/picture alliance

مېرمن کونراتیوا د ېوې ډرون الوتکې اخیستلې ويډيو ښيي چې د هغه خاوند اخیستې ده. په دغه ويډیو کې يوه ډرون ښودل کيږي چې د هغې د کور په اطرافو کې ګرځي راګرځي او ورسره جوخت د درنو ډزو غږونه هم اورېدل کيږي.

د اوکراین، په ختیځ کې تاوتریخوالی ادامه لري

که څه هم په شمال ختيځ کې د اوکرایني ځواکونو وروستۍ برېاوې يو څه هيلې بېرته راژوندۍ کړي، خو مېرمن کونراتيوا فکر کوي چې د ډرون الوتکو په پروازونو سره یو ځل بيا سخته جګړه کورونو ته ورنژدې کيږي.

د ايران جوړ ډرون الوتکي پر خلکو «رواني فشار زياتوي» 

کيف د سپتمبر پر ۱۳مه د لومړي ځل له پاره د ايران ساخت يوې ډرون الوتکې د رانسکوريدو خبر ورکړ. د اوکراین د پوځ وياندې، نتالیا هومنیوک، (Nataliya Houmeniouk) وويل چې له هغه وخت راهیسې په سویل کې نژدې «شل» الوتکې ليدل شوي چې نيمايي يې خنثی کړل شوي دي.

وياندې زیاته کړه چې شاهد ډرون «ډير ټيټ پرواز کوي او تشخیص ېې ډير سخت دی. خو دغه الوتکې د برقي ارې يا سکواټور په څير ډير زيات غږ لري» په دې معنی چې له ډير لرې ېې غږ اورېدل کيږي.

اوکراین واېې د روسي ځواکونو د ایران ساخت ډرون ېې راغورځولی

مېرمن هومنيک په خبره کې څه هم د دغو الوتکو اغیز «ډیر ټيټ» دی، خو عمدتاً «پر خلکو رواني فشار واردوي.»

د روسي ځواکونو په توغندويزو حملو کې د اوديسه ښار يوه ویجاړه شوې سيمه - انځور د ۲۰۲۲م کال د جولای ۲۶مې نيټې
د روسي ځواکونو په توغندويزو حملو کې د اوديسه ښار يوه ویجاړه شوې سيمه - انځور د ۲۰۲۲م کال د جولای ۲۶مې نيټې انځور: STR/NurPhoto/picture alliance

د روسېې ډرون الوتکې تر نړیوالو بندیزونو لاندې راغلي او يو شمیر ېې په اوکراين کې د جګړې له پيل راهیسې راغورځول شوې، له همدې کبله مسکو له ایران څخه ډرون واردوي.

د ډرون له غږ څخه بېره

د بريتانیا دفاع وزارت د يو یاداشت پر اساس، د ایران مهاجر-۶ او شاهد-۱۳۶ ماډل کوچنۍ ډرون، د ۲۵۰۰ کیلومتره مسافې پرواز وړتیا لري. په وینا ېې له دغو الوتکو څخه د نورو حملو په ګډون په «احتمال» سره په تير دوبي کې، د عمان د نفتو پر ټانکرونو حمله کې استفاده شوې ده.

ایران د ډرون آزمایشي مانورې پيل کړي دي

اوکراین بېا د روسېې پر ضد روانه جګړه کې د ترکېې ساخت «بيرقدار تي بي۲» او امریکايي ډرون څخه استفاده کوي.

مېرمن کونراتیوا وايي چې د يکشنبې په ورځ ېې بیا د خپل کور له بالکینه يوه ډرون الوتکه ولېده. هغه وايي د الوتکې تر ليدو مخکې ېې د الوتکې ضد الارم او د دوو چاودونو غږونه واوريدل او ورپسې ېې د یوې بلې چاودنې غږ واوريد چې ورسره سم آسمان پر لور یو ستر لوګې پورته شو.

د ډرون غږ اوس د هغې له پاره د «بېرې» پر یو تکراري احساس اوښتی دی. هغه اندېښمنه ده او پوښتنه کوي چې «تر دې وروسته به څه کیږي، آیا اودیسه به په امن کې پاتې شي؟»

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل