1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین واېې د روسي ځواکونو د ایران ساخت ډرون ېې راغورځولی

۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

د اوکراين پوځ د سه شنبې په ورځ د لومړۍ ځل له پاره ادعا وکړه چې د جګړې په ډګر کې ېې د ايران ساخت يوه ډرون الوتکه چې د روسي ځواکونو له خوا کارول کېده، راوغورځولې ده. ایران په دې هکله په سملاسي توګه څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/4GmNX
DW Premium News | Hacking high-street drones for warfare
اوکرایني ځواکونه انځور: DW

اوکراین ويلي دي چې د روسي ځواکونو له لوري د ایران ساخت ډرون کارول، د تهران او مسکو تر منځ د ژورو اړيکو لرلو ښکارندويي کوي. دا په داسې حال کې ده چې ایران دا وخت د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره د خپل اتومي پروګرام د احیا په اړه خبرې کوي.

امریکا متحده ايالاتو په جولای میاشت کې په عامه توګه خبرداری ورکړ چې تهران پلان لري په سلونو بم وړونکې ډرون يا بې پيلوټه الوتکې روسېې ته وليږي تر څو ېې مسکو سره د اوکراین په جګړه کې مرسته کړي وي.

ایران هغه وخت دغه تورونه رد کړل، خو په وروستيو ورځو کې د دغه هیواد د سپاه پاسداران مشر په دې ویاړ کړی وو چې د نړۍ لويو قدرتونو ته وسلې ورکوي.

امریکا: روسان د بی پيلوټه الوتکو لیدو په خاطر ایران ته تللي

د اوکراین پوځي چارواکو او اوکرايني ځواکونو ته د وفادارو ځواکونو وېب پاڼې د ډرون د پاتې شونې انځورونه خپاره کړي دي. یادو سرچينو ويلي دي چې اوکرايني ځواکونو دغه ډرون کوپيانسک ته نژدې د خپلو تعرضي حملو په جریان کې راغورځولې ده. زیاته شوې چې دغه مثلث یا دلتا شکله ډرون ده چې په ایران کې د شاهد په نوم پيژندل کېږي.

د اسوشتید پریس په حواله، ایران د شاهد بې پيلوټه الوتکو مختلف ډولونه لري. خبرځای زیاتوي چې له دغو الوتکو څخه د یمن حوثي یاغيانو په ۲۰۲۱م کال کې د سعودي عربستان د تيلو پر زیرمو باندې حملو کې استفاده کړې وه.

ایران د ډرون آزمایشي مانورې پيل کړي دي

که څه هم ایران ېې په اړه يو څه وضاحت ورکړی، خو باور پر دې دی چې دغه ډرون د شاوخوا ۲۰۰۰ کيلومتره واټن وهلو وړتیا لري. په رپوټ کې راغلي چې د ایران د غورځول شوې ډرون په هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

ایران او اوکراین هم په خپلو کې په دې دليل ترينګلي روابط لري، چې د ايران سپاه پاسدارن ځواکونو په ۲۰۲۰م کال کې ېوه اوکرايني مساپروړونکې الوتکې راوغورځوله چې پکې ۱۷۶ کسان مړه شول.