1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

د واگنر ملیشې ډلې مشر په اوکراین کې د جگړې بندولو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

د واگنر ملیشې ډلې مشر یوگنې پریگوژین په بې ساري ډول په اوکراین کې د جگړې د پای ته رسولو او له اشغالي سیمو څخه د پر شا کیدو ملاتړ کړی دی. هغه ویلي دي ممکن په روان پسرلي کې د اوکراین ځوابي بریدونه بریالي وي.

https://p.dw.com/p/4Q9Rc
Ukraine | Krieg | Videostill Wagner-Chef Jewgeni Prigoschin
د اجیرې ملیشه ډلې «واگنر» مشر یوگنې پریگوژینانځور: Konkord Company Press Service/ITAR-TASS/IMAGO

د روسیې په وسله والو ځواکونو پورې تړلو د اجیرې ملیشه ډلې «واگنر» مشر یوگنې پریگوژین، په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۱۶ نیټه) په ورځ په انټرنټ کې خپره شوې ده د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي دي چې اوس دې په اوکراین کې جگړې ته د پای ټکې کیږدي.

امریکا د واگنر روسۍ ملیشه په تور لست کي شامله کړه

پریگوژین له پوتین څخه وغوښتل چې نړۍ ته دې ووایي چې روسیې د «خپلو ځانگړو پوځي عملیاتي» موخو، د هغو له جملې څخه «په اوکراین کې د ټولنې د فعاله نارينه وو د یوې لویې برخې» د لمنځه وړلو هدف ترلاسه کړی دی.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

پریگوژین ادعا کوي چې روسیې د اوکراین د خاورې «یوه لویه ټوټه» تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده او اوس د دې هیواد د ځواکونو چې درانه زیانونه ورته اوښتي دي، ستراتیژیک هدف د موجوده لاسته راوړنو څخه دفاع کول دي.

د اجیرې یا کرایه شوې ملیشه يي ډلې دغه مشر لومړنی روسي مشهور نظامي او رسنیز شخصیت دی چې په ښکاره ډول یې جگړې ته د پای ټکي ایښودلو په هکله خبرې کړي دي. دا موضوع کیدای شي د سیاسي خودخواهۍ د زیاتیدو او همدارنگه له جگړې څخه د عمومي ستړتیا ښکارېندویي کوي.

د پریگوژین خبرداری: د اوکراین ځوابي حملي شاید بریالۍ وي

د یوگنې پریگوژین په اند د اوکراین د پلان شوې پسرلنۍ ځوابي حملې د بریالیتوب احتمال د هغې تر ماتې ډیر دی، ځکه په خبره یي روسیه اوس په یوه «کړکیچ» کې قرار لري.

بريتانيا: روسان په بخموت کې د پرمختګ په حال کې دي

د «سکای نیوز» د رپوټ پر بنسټ د واگنر ملیشه ډلې مشر چې په اوکراین کې یې د مسکو پر نظامي ستراتیژۍ نیوکه کړې ده، خبرداری ورکړی دی چې «خود غرضه یا خودخواه اشرافیان په بحران کې دي»، ځکه نو روسي پوځ په بیړه بریالیتوب ترلاسه نه کړ.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

پریگوژین «دولت پورې وابسته اشرافیان» چې له سیاسي رهبرۍ څخه په خپلواکه توگه عمل کوي، په دې تورن کړل چې د روسیې په بریالیتوب کې تخریب کوي، څو بیرته خپل د ژوند امتیازي سبک ته ستانه شي.

د اوکراین جگړه د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پیل شوه او د واگنر ملیشه وسله واله ډله په دې جگړه کې اغیزمن رول لري.

د اوکراین جگړه: اروپا په پراخه کچه ځان په وسلو سمبالوي

یوگنې پریگوژین، چې یو روسي سوداگر او د واگنر په نامه د خپلې ملیشې پوځي ډلې مشر دی، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو له مهمو متحدینو څخه گڼل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص