1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین جگړه: اروپا په پراخه کچه ځان په وسلو سمبالوي

۱۴۰۱ اسفند ۲۲, دوشنبه

په ستاکهولم کې د سولي د څېړني انستیتوت د رپوټ له مخي، اروپا ته د وسلو استول بیخي ډیر سوي دي. تر ټولو مهم عرضه کوونکی امریکا متحده ایالات کولای سي خپل دریځ لا پسي پراخ کړي خو چین بیا په نړیواله کچه وروسته پاته دی.

https://p.dw.com/p/4Obve
 Taiwan | Taiwanesische F-16-Kampfjets
انځور: PATRICK LIN/AFP/Getty Images

په مجموعي ډول نړۍ ځان په وسلو سمبالوي، اروپا ځان سمبالوي او دا هرڅه په چټکۍ سره روان دي. په ستاکهولم کي د سولي د څېړني انستيتوت (سيپري) د رپوټ د نتایجو خلاصه په دې ډول فورمول کي کیدای سي.

د سولي د تحقیقاتو دغه سویډنی انستیتوت په دې هکه پلټنه او په نړیواله سطحه د وسلو تجارت پرتله کوي او همدارنگه عام محضر لکه کارپوهانو ته د پوځي پوښتونو په هکله د خپلو ارزونو ارقام وړاندي کوي.

ایران له روسیې جنګي جیټ الوتکې اخلي

د سيپري د نوي رپوټ په هکله له دغه انستیتوت څخه کارپوه، پیتر ویڅه من له دویچه ویلي سره په خبرو کي وویل: »اروپايي هیوادونو ته د وسلو لیږد  په واضح ډول زیات سوی دی. او دا چي په نړیواله کچه د وسلو د انتقالوونکي په توگه د امریکا متحده ایالاتو نقش په ښکاره ډول پراخ سوی دی.»

د نوو پلټنو له مخي د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲م کاله پوري، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو په پرتله په نړیواله کچه د وسلو انتقال راکم سوی دی. برعکس اروپايي هیوادونو ته د وسلو صادرات چي ډیر یې د امریکا متحده ایالاتو له خوا ترسره کیږي، ۴۷ سلنه زیات سوی او د ناټو اروپايي هیوادوته بیا حتی ۶۵ سلنه دی. د تعجب ځای نه دی، د هغه علت د اوکراین جگړه ده.

اوکراین په نړیواله کچه دریم ځای لري

په خپله اوکراین په تیرو وختو کي د وسلو د رانیوونلو په برخه کي کوم نقش نه درلود. هغه هم له دې کبله چي پخواني شوروي اتحاد په خپله وسلې تولیدولې او ډېري وسلې لا د شوروي له وختو پاته وې او د واردولو تقاضا ډیره کمه وه.

د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال ترمنځ اوکراین ۱۴ ځای درلود او که سړی ۲۰۲۲م کال په نظر کي ونیسو بیا نو په نړیواله سطحه یې د وسلو د اخیستلو په برخه کي حتی دریم ځای درلود.

Kampfpanzer Leopard 2: Die meisten westlichen Waffensysteme bekommt die Ukraine kostenlos
د لیوپارد ۲ټانکونهانځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

 سيپري په خپل رپوټ کي په اصل کي د »وسلو له انتقال« څخه خبره کوي او هدف یې هم د وسلو تجارت دی او هم په وړیا ډول هغه پوځي مرسته ده چي د اوکراین د ملاتړ په اولویتونو کي راځي. دلته خبره پر تر ټولو عصري وسلو نه ده، بلکي د تمویل کوونکو هیوادو د زیرمو پر وسلو ده. 

دغه رپوټ ښيي چي څرنگه له دې کبله، هغه څه چي اوکراین ته صادر سوي، د خرڅ سوو نوو وسلو د ارزښت په مقایسه ډیر لږ دي. د مثال په ډول په ۲۰۲۲م کال کي د ډیرو وسلو د استولو له کچې سره سره، واشنگن اوس هم لا زیاتي ارزښتناکه وسلې، کویټ، سعودي عربستان، قطر او جاپانه ته استوي. دغه څلور هیوادونه له امریکا څخه ډیري نوي او پیچلي وسلې رانیولې، لکه جنگي جت الوتکي چي اوکراین یې له خپلو غربي متحدینو څخه په عاجل ډول غوښتنه کوي.

د وسلو د صادرولو په برخه کي فرانسه گټونکې ده

د وسلو ستر پنځه صادرکوونکي، امریکا متحده ایالات، روسیه، فرانسه، چین او آلمان دي. په داسي حال کی چي له وروستیو رپوټونو څخه دغه درجه بندي تر اوسه تغیر نه دی کړی، د هر هیواد په مطالعه کولو سره د پام وړ تغیرات لیدل کیږي.

د مثال په ډول، امریکا چي مخکي د ليست په سر کي وه، خپل صادرات نور ۱۴ سلنه زیات کړي او اوس په نړیواله سطحه د وسلو د خرڅولو په برخه کي ۴۰ سلنه د امریکا له خوا ترسره کیږي.

Frankreich Übergabe erster Rafale Kampfjet an Indien
فرانسې ، هند ته د رافایل په نوم لومړني جنگی جیتونه ورکړيانځور: Reuters/R. Duvignau

د سیپري د رپوټ په حواله، د فرانسې له خوا د وسلو صادرات ۴۴ سلنه ډېر سوي او دغه هیواد وکولای سول دریم ځای ته راکښته سي. داسي سخت تغیرات غیرمعمولي نه دي، دا ځکه چي د سيپري په خبره، امکان لري چي د وخت په یوه ټاکلي چوکاټ کي یو هیواد لوی فرمایشونه او گټه ترلاسه کړي.

پیتر ویڅه من د آلمان له خوا د وسلو د تجارت د ډېري کښتي کچي په اړه چي د تیر رپوټ په پرتله ۳۵ سلنه راکم سوی، همدغه دلیل وړاندي کوي.

روسيې بیا د اوکراین پر زېربناو درنې حملې کړي

خو هغه زیاتوي چي دا ځل »هغه بدلونونه چي د فرانسې له خوا د وسلو په صادراتو کي راغلي، ښايي جوړښتي ماهیت ولري». فرانسې د وسلو له صنعت څخه پر ملاتړ ډیر ټینگار کاوه او په ښکاره ډول په تیري یوې لسیزه کي په دې لار کي بریالۍ هم وه.

د وسلو د نړیوال صادرونکي په توګه د چین اهمیت مخ پر کمیدو دی

دغي موضوع په ښکاره ډول په دې وروستیو کي هند ته د خپل سفر په ترڅ کی د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ فکر هم مشغوله کړی وو. غربي واکمنان هڅه کوي نوی ډیلی تشویق کړي چي د وسلو د واردولو په برخه کي، په روسیې پوري خپله وابستگي راکمه کړي. په داسي حال کي چي فرانسې له ډیرو کلونو راهیسي هلي ځلي کولې چي وکولای سي تر مسکو وروسته، خپل دریځ د هند د وسلو د دوهم تأمین کوونکي په توگه ثابت کړي، آلمان په اصل کي هند ته د وسلو د صادرولو په برخه کي هیڅ نقش نه سي لوبولای.

Handschlag in Neu-Delhi: der deutsche Kanzler Olaf Scholz und Indiens Premierminister Narendra Modi
نوی ډیلی: د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د هند له صدراعظم نریندا مودي سرهانځور: SAJJAD HUSSAIN/AFP

د چین له خوا د وسلو د صادراتو کچه هم ۲۳ سلنه راکمه سوې او په مجموع کی چین د خپل هیواد اقتصاد ته په پام کي نیولو سره، د وسلو په صادارتو کی لږ نقش لوبوي.

ویڅه من په دې هکله وايي: «چین ونه سوای کولای د وسلو د رانیولو او خرڅولو بازار ته ورننوځي، ځیني وخت د داسي دلایلو له امله چي هغه سیاسي نه دي.»

په اوکراین کې د المان د ټانک جوړونې کارخانې د ویجاړولو ګواښ

هغه وايي د مثال په توګه چین پر خپل سیال هند باندي وسلې نه پیري. ویڅه من زیاتوي: »دا هم د تعجب ځای دی چي چین په حقیقت کي د منځني ختیځ ډیرو هیوادونو، په ځانگړي توگه عربي هیوادونو ته د وسلو د اروپايي او امریکايي عرضه کوونکو سره په سیالۍ کي بریالی نه دی.

GP/NZ//DW.Online