1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

بريتانيا: روسان په بخموت کې د پرمختګ په حال کې دي

۱۴۰۲ فروردین ۱۸, جمعه

د بريتانيا د دفاع وزارت وايي چې د اوکراين د بخموت ښار پر سر جګړه کې روسي ځواکونه د پرمختګ په حال کي دي. پر بخموت باندې د روسي ځواکونو او خصوصي وسله والې ډلې واګنر ګروپ تعرض ادامه لري.

https://p.dw.com/p/4Pp7C
Ukraine Krieg | Ukrainische Soldaten bei Bachmut
اوکراِيني عسکر د بخومت په جگړه کېانځور: Muhammed Enes Yildirim/AA/picture alliance

د بريتانيا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اپريل ۷ نېټه) وويل چې روسي ځواکونو د بخموت پر سر جګړه کې بېرته پرمختګ کړی دی. د دغو معلوماتو منبع تازه استخباراتي راپورونه ياد شوي دي.

د اوکراين په ختيځ کې واقع بخموت ښار د سختې جګړې مرکز دی. روسان غواړي چې په ستراتيژيکه توګه مهم دغه سيمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د اوکراين د پوځ يوه چارواکي رويټرز خبري آژانس ته د جمعې په ورځ وويل چې عسکر يې د بخموت په دفاع بوخت دي. د اوکراين د ختيځې نظامي مشرتابه وياند سيرهې چيرېواتيي ويلي دي چې البته عسکر له «سخت حالت» سره مخامخ دي.

د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي دي چې امکانات زيات شو ي دي چې روسيه لا زيات پرمختګ وکړي او «ښايي د ښار د مرکز پر لور» پر مخ ولاړه شي.

دغه هم ولولئ: لاوروف اروپايي ټولني ته د «کلک» ځواب ګواښ وکړ

ياد وزارت ويلي دي چې روسي ځواکونو د بخموتا سيند لوېديځه غاړه نيولې ده. زياته شوې ده چې د ښار په لوېديځ کې غځېدلې د اوکراين ته د مهماتو د رسد مهمه لاره هم په «سخته توګه« تر ګواښ لاندې ده.

د بريتانيا ياد وزارت ويلي دي چې اټکل کوي چې روسي عسکر ښايي د هوايي ملاتړ په برخمنتيا بېرته سيمه ونيسي. زياته شوې ده چې روسي ځواکونه په دغه سيمه کې په اغېزمنه توګه له توپخانې څخه کار اخلي.

ياد وزارت په توضيحاتو کې زياته کړې ده چې د دې «حقيقي امکان» شته چې د «واګنر ګروپ» په نوم د روسيې د خصوصي وسله واله ډلې او د روسيې د عسکري قومندانانو تر منځ بهتره شوې همکاري په پرمختګ کې رول ولوبوي.

د واګنر ډلې مشر پريګوږين د پنجشنبې په ورځ وويل چې هيڅ داسي علايم نشته چې اوکرايني عسکر دې د بخموت له ښاره پر شا شي. د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي ويلي ول چې د روسي ځواکونو له خوا د دفاعي اوکرايني عسکرو د کلابندې کېدو د خطر پر وخت د عقب نشيني انتخاب شته دی.

آ./ا.ا./ن.ز.