1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: امریکايي بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته معلومات ټولول

۱۴۰۱ اسفند ۲۴, چهارشنبه

په امریکا کې د روسیې سفیر پر دغه هيواد تور ولګاوه چې د اوکراین په اړه یې معلومات راټول کړي دي. امریکا د تورې بحیرې په اوږدو کې د دې ډرون په غورځولو کې روسیه تورنه کړې او د دغه هيواد سفیر یې احضار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Ohln
US MQ-9 Reaper Drohne
انځور: Dylan Stewart/Image of Sport/Newscom/picture alliance

د تورې بحیرې پر سر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له نسکوریدو وروسته په واشنګټن کې د مسکو سفیر وویل: «دوی له امریکا څخه زرګونه کیلومتره لېرې څه کوي؟ ځواب روښانه دی: دوی پټ معلومات راټولوي ترڅو د کیف رژیم زموږ پر ځواکونو او زموږ په خاوره کې د برید له پاره وکاروي.»

د «تاس» خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې سفیر ویلي دي چې، مسکو د امریکا له پاره زمینه برابروي چې په مطبوعاتو کې له نورو ګنګوسو ډډه وکړي او د روسیې پولو ته نږدې خپل عملیات ودروي.

د سه شنبې په ورځ، د مارچ پر ۲۳، د امریکا یوه MQ-9 بې پیلوټه الوتکه د روسیې د سوخوی ۲۷جنګي الوتکې سره تر ټکر وروسته په توره بحيره کي ولوېده.

د امريکا د هوايي ځواکونو قوماندان وويل چې امريکايي بې پيلوټه الوتکه په نړيوال هوايي حريم کې په عادي ماموريت بوخته وه، چې د دوو روسي جنګي الوتکو له خوا تعقيب سوه.

تر دې پېښې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې سفیر احضار کړ.

اړوند مطالب:بایدن د پوتین پرضد: دوې ویناوي دوې نړۍ

د دغه وزارت ویاند ندا پرایس په وینا، واشنګټن د روسیې سفیر ته د دې خطرناکي او غیر مسلکي مداخلې په اړه خپل سخت اعتراض وړاندې کړ.

د پرایس په وینا، په مسکو کې د امریکا سفیر هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته یو «قوی پیغام» استولی دی.

د روسیې د دفاع وزارت د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو کې د خپلو جنګي جیټ الوتکو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دغو الوتکو یوازې ډرون ته مخه کړې او هیڅ ډول ټکر نه دی سوی او له جیټ الوتکو وسلې نه دي کارول سوي.

Ukraine I Mariupol
انځور: Alexey Kudenko/SNA/IMAGO

په همدې حال کې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو قومندان ویلي دي چې ظاهراً روسي پیلوټانو لومړی پر بې پیلوټه الوتکه کې یو څه تېل و پاشل او بیا یې په لږ واټن کې د هغې مخې ته الوتنه وکړه چې احتمالي ټکر د دوی د نسکورېدو لامل سوی دی.

مسکو په داسې حال کې ادعا کوي چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په یوه «نا کنټروله الوتنه» کې خپله ارتفاع له سلاسه ورکړه او د اوبو پر سطحه ولوېده. د دغه رپوټ له مخې دغه بې پیلوټه الوتکه په کریمیا ټاپو وزمه کې چې له روسیې سره یوځاې سوې، لیدل سوې او د «روسیې د سرحدونو پر لور» روانه وه.

اړوند مطالب:پوتین د روسېې د اټومي وسلو د تقوېې ګواښ وکړ

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، په واشنګټن کې د مسکو سفیر انتونوف ویلي چې «زموږ پولو ته نږدې د امریکايي پوځ د نه منلو وړ عملیات د اندېښنې لامل دي.» هغه ادامه ورکړه: «موږ په سمه توګه پوهیږو چې د څارنې او جنګي الوتکو دندې څه دي او د کوم هدف له پاره کارول کیږي. موږ دا عمل پاروونکی ګڼو.»

د امریکا د ملي امنیت شورا د ارتباطاتو مشر جان کربي د مسکو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د امریکا حکومت به له دوو روسي الوتکو سره د دې ډرون د ټکر عکسونه خپاره کړي. کربي خبرداری ورکړ چې د روسي پیلوټانو دغه نامناسب چلند د دواړو هيوادونو د ځواکونو ترمنځ د «غلطې محاسبې» لامل کېدای سي.

کربي خبرداری ورکړ، چې د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې یو کال وروسته، هرڅوک باید په دې اړه ډېر پام وکړي چې روسیه په اوکراین او شاوخوا سیمو کې د خپلو فعالیتونو په اړه څه وايي.

اړوند مطالب:امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي

MQ-9 بې پیلوټه الوتکې په اصل کې د کشف او څارنې له پاره کارول کیږي، مګر دوی کولای سي دقیق بریدونه هم ترسره کړي. دا بې پیلوټه الوتکې له لیرې کنټرولیږي.

په اوکراین کې د جګړې له امله د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې سوي او وېره سته چې دا دوه اټومي قدرتونه به سره مخامخ سي.

ژباړه : صفت الله زاهدي