1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د پوتین پرضد: دوې ویناوي دوې نړۍ

۱۴۰۱ اسفند ۳, چهارشنبه

په وارسا کي جو بایدن په غیر مستقیم ډول سره د پوتین وینا ته جواب ورکړ، کومه چي څو ساعته دمخه یې ورکړې وه. د بایدن پیغام هغه ته داؤ: ازادي به بریالۍ سي.

https://p.dw.com/p/4Npem
Polen Rede US-Präsident Biden
جوبایدن په وارسا کي د بیانیې پر وختانځور: Radek Pietruszka/PAP/dpa/picture alliance

د امریکا او روسیې جمهوررئیسانو، جوبایدن او ولاد یمیر پوتین په عین ورځ باندي اساسي بیانیې ورکړې. بایدن په ورسا او پوتین په مسکو کي. یو ډول د لیري څخه مناظره. خو دلته خبره پر سیالۍ او مسابقې باندي نه وه، لکه په یوه کلپ کي چي خبري ورباندي کیږي، بلکي خبره پر جنګ، ازادي، مرګ او ژوند باندي وه. دې خبري ته د بایدن امنیتي مشاور، جېک سلیوان یو وار بیا اشاره کړې ده.

پوتین پر اوکراین، امریکا متحده ایالاتو او په خبره یې مغروره غرب باندي تور ولګاوه چي د اوکراین جنګ یې شروع کړی دی او روسیې یې باید یوازي دفاع کړې وای. بایدن په خپله وینا کي دغه ادعا نادیده ونه نیوله، بلکي مستقیمأ یې روسي ولس ته مراجعه وکړه او ویې ویل: «غرب پر روسیې باندي د حملې اراده نه درلوده».

هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ویې ویل: «پوتین دغه جنګ انتخاب کړی دی او کولای سي په یوه کلمه یې ختم هم کړي.» بایدن همدارنګه وویل چي اوکراین نسي کولای جنګ بند کړي، ځکه چي په دې صورت کي به خپل موجودیت هم له لاسه ورکړي.

Moskau Rede Präsident Putin an Nation
پوتین په مسکو کي د وینا پر وختانځور: Mikhail Metzel/Sputnik/AP/picture alliance

له بلي خوا بیا پوتین په مسکو کي اعلان وکړ چي روسیه د ابر قدرتونو تر منځ د اټومي وسلو د محدودیت وروستی لوی تړون د تعلیق په حالت کي راولي. ناټو او د امریکا خارجه وزیر، انتوني بلینکن دا یو غیر مسؤولانه عمل وباله او د روسیې څخه یې وغوښتل چي پر دغه اقدام باندي له سره غور وکړي.

د برلین د علم او سیاست د مؤسسې د امنیتي مسایلو کارپوه، شټیفان مایسټر په نظر دا «د مسکو له خوا د توري ښکاره کولو» په معنی دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «فکر نه کوي چي پوتین به اټومي وسلې استعمال کړي او په اصطلاح د کنټرول څخه یې ووزي.» 

پدې ارتباط یو بل مطلب: پوتین: غربیانو د اوکراین جنګ پیل کړ

«ازادي به وګټل سي»

د وارسا د شاهي ماڼي په باغ کي بایدن د زرهاوو علاقه مندو لیدونکو په مخکي وویل، چي د روسیې د شخړي او کشمکشونو موضوع اصلأ د دیکتاتورۍ او ازادۍ پرسر پر مبارزه باندي ده. ازادي یو «خوږه کلمه» او زموږ عالي هدف دی. «هرهغه څه چي اوس موږ کوو، د دې له پاره دي چي زموږ کوچنیان او لمسیان هغه هم احساس کړي، یعني ازادي».

بایدن اضافه کړه، چي ازادي د دیکتاورۍ دښمنه ده. هغه وویل چي ولاد یمیر پوتین داسي یو شی مشاهده کړ چي یو کال دمخه یې لا په خوب کي هم تصور نسوای کولای: «نن ورځ دیموکراسي قوي سوې ده، نه ضعیفه سوې. برعکس مطلق العناني ضعیفه سوې ده او نه قوي سوې».

Ukraine | Krieg | Besuch US Präsident Biden in Kiew
بایدن د کیف څخه د لیدني پروخت قربانیانو ته د احترام په حال کيانځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د کیف څخه د بایدن د تعجب اواره لیدنی کتني پر مهال هغه د هغو کسانو د  فداکاریو قدرداني وکړه، چي د اوکراینیانو څخه یې کوي، تر څو ازاد پاته سي: «دا ماته د ډیر افتخار ځای ؤ، د هغو اوکراینیانو احترام وکړم، چي خپل ژوند له لاسه ورکوي.» 

«ترهغو پوري چي لازمه وي»

د اوکراین د جنګ تر شروع کیدو وروسته یوولس میاشتي دمخه د وارسا څخه د بایدن د لیدني کتني برخلاف دا پلا هغه شخصأ د پوتین څخه نه یوازي یادونه و نه کړه، بلکي سربیره پردې یې دا هم وویل، چي «دغه سړی نسی کولای پر قدرت باندي پاته سي».

پدې هکله یو بل مطلب: امریکا، اوکراین ته د دوامداري مرستي ډاډ ورکړ

د رژیم د تغیر په باب هیڅ کلمه نه، خو ښکاره دا اعلان چي هغه کسان چي د جنګي جنایت او بشریت په مقابل کي د جنایت مسؤلیت پرغاړه لري، په اخره کي به خامخا محاکمه کیږي.

لکه څنګه چي یې انتظار کیدی، بایدن د امریکا متحده ایالاتو او ناټو «نه قطع کیدونکي مکلفیت» یوواربیا نوی کړ او ویې ویل چي د اوکراین سره به د روسیې پرضد د دفاع په لار کي ودریږي، په مالي امکانات، وسلو، او نور وسایلو سره او هغه هم تر «څو پوري چي ضروري وي».

خو هغه مشخصه وعده ورنه کړه. هغه د یوې مشخصي وسلې د سیسټم او وخت او زمان خبره هم و نه کړه، خو دا یې وویل چي هغه تصامیم چي موږ یې «په راتلونکو پنځو کلونو کي نیسو، زموږ د ژوندانه ډول به د لسیزو له پاره مشخص او تعیین کړي».

زموږ د ارشیف څخه یو تصویری البوم: