1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین د روسېې د اټومي وسلو د تقوېې ګواښ وکړ

۱۴۰۱ اسفند ۴, پنجشنبه

د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین، ویلي دي چې مسکو د خپلو اټومي قواوو تقوېه کولو ته «لا زیاته توجه» اړوي. پوتین دوې ورځې مخکې د اټومي تسلیحاتو د کمولو په تړون «نیو ستارټ» کې د مسکو غړيتوب د تعلیق حالت کې راوست.

https://p.dw.com/p/4Nt67
د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتین
د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتینانځور: Sergei Karpukhin/TASS/IMAGO

د روسېې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد د اټومي قواوو تقوېې ته د پاملرنې له حفظ یا ادامې څخه خبرې وکړې. پوتین دغه څرګندونې داسې وخت کوي چې تر دې دوې ورځې مخکې ېې په «نيو ستارټ» تړون کې د روسېې غړيتوب د تعلیق په حال کې راوست.

پوتين دغه څرګندونې د «هیواد د مدافعانو ورځ» په مناسبت عمومي رخصتۍ کې وکړې. هغه د روسېې ځمکنيو، سمندري او هوايي اټومي توغنديو ته په اشارې وويل: «موږ د تېر په څېر، خپلو دغو درې ګونو اټومي [وسلو] ته لا زياته توجه اړوو.»

په دې هکله نور ولولئ:پوتین: غربیانو د اوکراین جنګ پیل کړ

هغه زیاته کړه چې د سامارت قاره ویشتونکي بالستیک توغندي به هم کوم چې د څو اټومي سرګلولو د انتقال وړتیا لري، سږکال مستقر کړل شي.

پوتين وويل: «موږ تر غږ چټک کينژال توغنديو سیستم پريمانه تولید ته ادامه ورکوو او د دغه راز تر غږ چټک څیرکون سمندري توغنديو تولید پیلوو.»

د روسېې ولسمشر زیاته کړه: «عصري او موثر پوځ او سمندري ځواک د هیواد د امنيت او ملي حاکميت تضمينونکی دی او د هیواد د باثباته توسعې او راتلونکې له پاره یو تضمین دی.»

په دې هکله نور ولولئ:واشنگټن روسيه د نوي ستارت له اټومي تړون څخه په سرغړونه تورنوي

پوتین د سه شنبې په ورځ د «نیو ستارټ» په نوم اټومي وسلو د کمولو په تړون کې د روسېې غړيتوب د تعلیق په حال کې راوست او په عین حال کې ېې د اوکراین غربي متحدین تورن کړل چې کیف ته د وسلو په برابرولو سره دغه جګړه په یوه نړيواله شخړه بدلوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، په نیو ستارټ تړون کې چې د مسکو او واشنګټن تر منځ د تسلیحاتي کنټرول وروستی تړون دی، د روسېې د غړیتوب ځنډېدل «ستره اشتباه» وبلله او اوکرایني چارواکو چې دا «اټومي تروریزم» بولي، هم محکوم کړی دی.

په دې هکله نور ولولئ:بایدن د پوتین پرضد: دوې ویناوي دوې نړۍ

د پوتين د دغو څرګندونو څخه مخکې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتيرش، د دغه سازمان په یوه غونډه کې د روسېې له خوا د اټومي وسلو احتمالي استعمال ته په اشارې وويل: «موږ د اټومي وسلو د استفادې ګواښونه اوريدلي دي. په اصطلاح، له اټومي وسلو څخه د استفادې تکتيک کاملاً د نه منلو وړ دی.»

دویچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (15.06.2020):