1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په افغانستان کې د GIZ څلور کارکوونکي خوشې شوي دي

۱۴۰۳ شهریور ۲۴, شنبه

د نړیوالو همکاریو له پاره د المان ټولنې (GIZ) څلور کارکوونکي چې څو میاشتې مخکې په افغانستان کې د سخت دریځه طالبانو په توقیف کې ول خوشې شوي دي. ویل کیږي چې طالبانو د دغې مؤسسې د یوه بل کار کوونکي د نیولو امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/4kcbr
GIZ په افغانستان کې په ځانگړي توگه پخوانیو عسکرو ته د زده کړو په برخه کې فعالیت درلود
طالبانو په دې وروستیو کې د یوه بل کس چې هغه هم د GIZ له پاره کار کولو، د نیولو امر کړی دیانځور: picture-alliance/dpa

دغه خبر د «ویلټ ام زونټاګ» په نامه المانۍ ورځپاڼې د نړیوالو امنیتي کړیو په حواله ورکړی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ دغه څلور تنه افغان سیمه ایز کارکوونکي چې د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې نیول شوي وو، د روان کال په پسرلي کې بیرته خوشی شوي دي.

په افغانستان کي له مدني لاري سولي ته د رسېدو هڅي

د نوموړي ورځپاڼې په حواله د المان حکومت د دغو کسانو د خوشې کیدو په هکله «په سیمه کې د جي آی زیډ د پاتې کارکوونکو د امنیت په پام کې نیولو سره» له نظر څرګندولو ډډه وکړه.

د خراب امنیتي وضعیت له کبله دغه المانۍ موسیسه غواړي په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه ووځي. دا چې د GIZ دغه څلور تنه کارکوونکي په کوم جرم تورن او نیول شوي وو، تر اوسه پورې معلومه نه ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ له دغو څلور تنو لږ تر لږه درو یې دغه هیواد (افغانستان) پریښی دی. د طالبانو یوه ویاند دغې ورځپاڼې ته ویلي دي چې هغه نشي کولی «په اوس وخت کې» د دې موضوع په هکله څه ووایي.

همدارنګه د «ویلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې هم معلومات ترلاسه کړي دي چې د دغو څلور کسانو تر خوشې کیدو وروسته، طالبانو په دې وروستیو کې د یوه بل کس چې هغه هم د GIZ له پاره کار کولو، د نیولو امر کړی دی.

د دې قضیې په هکله هم نه د المان حکومت او نه هم د نړیوالو همکاریو له پاره د المان ټولنې (GIZ) خپل نظر څرګند کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا. خ. ح