1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د يوې آلمانۍ موسسې څلور کارکوونکي نيول شوي

۱۴۰۲ آذر ۳, جمعه

په افغانستان کې د نړيوالې همکارۍ ټولنې (جي آي زېد) څلور کارکوونکي د طالبانو له خوا نيول شوي دي. دغه خبره د آلمان د پرمختيايي چارو وزارت تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4ZOTI
د طالبانو جنګيالي
د طالبانو جنګياليانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د آلمان د پرمختيايي چارو وزارت يوه وياند د پنجشنبې په ورځ په برلين کې د وي ډي آر (WDR) چېنل له خوا پلټنې تائيد کړې دي چې له مخې يې د آلمان د نړيوالې همکارۍ ټولنې څلور کارکوونکي په افغانستان کې نيول شوي دی.

د عامه خدماتو د دغې رسنۍ په حواله د طالبانو استخباراتو دغه کسان نيولي دي چې په خبره يې تر اوسه پورې په بند کې دي.په مسکو کې د طالبانو د مخالفانو غونډه

د وي ډي آر رسنۍ د پرمختيايي چارو وزارت د وياند نقل قول داسې راوړی دی: »موږ بايد درک کړو چې امنيتي وضعيت تغيير کوي که ډېر ژر بريالي نه شو چې دغه قضيې روښانه او قيد يې پای ته ورسوو.« دا ځکه چې اوسنی وضعيت ډېر جدي بلل کيږي او له ټولو موجوده لارو هڅه کيږي چې دغه همکاران له بنده خوشې شي.آلمان: په يوه کنفرانس کې د طالبانو د استازي ګډون لغوه شوی

د دې له پاره چې يادې هڅې زيانمنې نه شي، نور جزئيات نه دي شريک شوي. د نړيوالې همکارۍ ټولنې يا جي آي زېد د اوس له پاره په افغانستان کې خپل ټول دفترونه تړلي دي. کارکوونکو ته يې ويل شوي دي چې نور دې دفترونو ته نه ورځي. ځينې يې د ويرې له کبله پټ شوي هم دي چې علت يې په افغانستان کې د استخباراتو له خوا د خلکو د نيولو يوه لړۍ ده.طالبانو د ملګرو ملتونو ارزونې ته څه ځواب ورکړی؟

د جي آي زېد څلور واړه کارکوونکو د خطرونو يا ريسک د ارزونې او مديريت په برخه کې کار کاوه چې ښايي اوس ورباندې د جاسوسۍ تورونه پورې شوي وي. ويل کيږي چې طالبان هم حاضر نه دي چې په دې اړه رسمي بيان ورکړي. د نړيوالې همکارۍ ټولنه يا جي آي زېد د آلمان د حکومت په فرمايش په بېلابېلو هېوادونو کې پرمختيايي پروژې پلې کوي.