1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د آلمان حکومت له افغانستانه د «GIZ» کارکوونکي باسي

۱۴۰۳ تیر ۱۴, پنجشنبه

د رسنیو په حواله د آلمان د نړیوالو همکاريو ټولنه (GIZ) له افغانستانه خپل کارکوونکي په بشپړ توگه راباسي. دغه ټولنه به له ۲۰۲۵م کال وروسته له خپلو محلي همکارانو سره له آلمان او یا هم دریم هیواد له لاري په گډه کار وکړي.

https://p.dw.com/p/4hqcH
د جي آی زېډ د مرکزي دفتر د ودانۍ د سر انځور
جي آی زېډ په افغانستان کې مرستندويه پروژې چلويانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د نړیوالو همکاريو ټولني (GIZ) یوې ویاندي د پنجشنبې په ورځ د «آلمان د رسنيو شبکې» ته وویل چي د هغوی پروژې به له راتلونکي کال څخه د غیر دولتي سازمانونو له لاري عملي کیږي.

د هغې په خبره دوی به له ۲۰۲۵م کال څخه په دغه سیمه کي خپل بهرني کارکوونکي ونه گوماري.

په اپریل میاشت کي لا د نوموړي سازمان مشر تورستن گیومبل، ویلي وه، چي سازمان به یې بیا هم په سیمه کي کارکوونکي ولري، چي ښځي به هم پکښې شاملي وي. هغوی به له کورونو څخه کار وکړي.

تورستن گيومبل د جي آی زېډ مشر دی
د جي آی زیډ مشر تورستن گیومبلانځور: GIZ/Gaby Gerster

د ۲۰۲۱ کال په اگست مياشت کي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي لا په افغانستان  کي نه کوم آلمانی او نه هم کوم بل نړیوال کارکوونکی موجود دی.

ویاندي، څرگنده کړې ده چي په دې ډول د دوی ټولنه د جرمني د حکومت له خوا په دې هکله پریکړه تعقیبوي. خو له موجوده پروژو څخه استفاده به همداسي دوام ولري.

د آلمان د نړيوالو همکاريو سازمان به له ۲۰۲۵م کال وروسته له خپلو محلي همکارانو سره په اصطلاح له لیري، د مثال په ډول آلمان او یا هم دریم هیواد له لاري په گډه کار وکړي.

د کار اصلي برخه به چي د سیمه ایزو خلکو ملاتړ دی، پر خپل ځای پاته وي. په هغو کي په بې وزلو ښاري او کلیوالي ټولنو کي د ځان بسیایني ښه کول، د قابلو او روغتيايي متخصصو ښځو روزل او د متشبثیو ښځو او همدارنگه د ښځو په مشري سازمانونو ملاتړ شاملیږي.

له طالبانو  سره به هیڅ ډول گډ کار و نسي.

GP/NZ/AG