1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بريښنا د لوړو لګښتونو پر وړاندې د خلکو احتجاج

۱۴۰۲ شهریور ۹, پنجشنبه

په پاکستان کې د بريښنا د لوړو لګښتونو پر وړاندې د خلکو اعتراضونه تر هغه وورسته نور هم پراخ شوي چې حکومت د پېسو د نړيوال صندوق له تصويب پرته د بریښنا د بيو راکمولو څخه ډډه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Vmbu
آرشیف انځور: په پاکستان کې دبریښنا د لوړو بيو پر وړاندې احتجاج
آرشیف انځور: په پاکستان کې دبریښنا د لوړو بيو پر وړاندې احتجاجانځور: Asim Tanveer/AP/picture-alliance

په پاکستان کې د برېښنا په لګښت کې شديد ډېروالی تېره اونۍ د دې باعث شو چې په سترو ښارونو کې قاريدلي خلک سړکونو ته راووځي. په دې ترڅ کې احتجاج کوونکو لویې لارې تړلې وې او د برېښنا شرکتونو پر دفترونو یې هجوم ور وړی وو.

ډېری احتجاج کوونکو د برېښنا بيلونو ته اور اچولې او وايي چې هغه به پرې نه کړي.

د پاکستان د موقت حکومت مشر انور کاکړ، تر دې دمخه په دې برخه کې د آسانتياو د رامنځته کولو ژمنه کړې وه خو کابينې یې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د برېښنا د بيو ټيټول به د پېسو د نړيوال صندوق (IMF) پور په خطر کې واچوي.

نړيوال وجهي صندوق پر پاکستان کلک شرطونه ايښي ول چې د انرژۍ د بیې لوړول هم پکې شامل ول څو په جولای میاشت کې د دريو ميلياردو ډالرو پور ترلاسه کولو هدف ته ورسيږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير مرتضې سولنګي، تر دې د مخه ويلي ول: «موږ به د پېسو له نړيوال صندوق سره د آسانتياوې برابرولو په اړه وغږيږو.»

خو په دې برخه کې د حکومت پاتې راتلل خلک اړ کړل چې د پلازمينې اسلام آباد په ګډون په ټول هېواد کې په مظاهرو کې ګډون وکړي.

د سيد نور الامين، په نوم يوه تکسي چلوونکي وويل: «موږ د انفلاسيون په سېلاب کې ډوب يو. دا بيلونه د زغملو نه دي. که زه د دې مياشت د برېښنا لګښت پرې کړم نو خپلو دريو اولادونو ته ډوډۍ نه شم ورکولی.»

د محمد کرامت، په نوم سلمان چې د منځني قشر په یوه سيمه کې ژوند کوي، د اګست مياشت له پاره د ۶۰ زرو کلدارو بيل ترلاسه کړی دی. نوموړی وايي چې په هیڅ صورت د دې بيل د پرې کولو جوګه نه دی.

د سوداګرو او صنعتکارانو اتحاديو ويلي دي چې د خپلو تجارتونو د چلولو له پاره دوی د انرژۍ د اوسنيو بيو د پرې کولو وړتيا نه لري.

په اسلام آباد کې د صنعکارانو د يوې اتحاديې مشر اجمل بلوچ، وويل: «له ډېر زيات سخت حالت سره به مخامخ شو.»

په پاکستان کې په تېر کال کې د برېښنا بیې دوه چنده لوړې شوي دي چې علت يې په دغه هېواد کې د تېلو په بيو کې له ۱۵۰ فيصدو څخه زیات ډېر والی دی. 

ب. ص/ ن. ز (DPA)   

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب