1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

شریف: مجبور یو د پیسو نړیوال صندوق سخت شرایط ومنو

۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي د هیواد خراب اقتصاد ته د نجات یوې لارې برابرولو له پاره مجبور دی د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د معاملې سخت شرایط ومني. پاکستان ۷۰۰ میلونه ډالر له چين څخه ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/4Ny9Q
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریفانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

شریف دغه خبرې د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې په خپل دفتر کې لوړ پوړو پوځي چارواکو ته په یوه غونډه کې وکړې چې په ژوندۍ بڼه خپرېدې.

هغه وويل: «موږ مجبوره يو چې د خوښې خلاف، د آی ام اف سخت شرایط ومنو.» د پاکستان صدراعظم زیاته کړه چې توافق ته لا هم «یوه اوونۍ، لس ورځې» وخت پاته دی.

پاکستان چې دا وخت له سخت اقتصادي بحران او د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دی، د فبروري میاشتې له پیل راپدېخو د پیسو نړيوال صندوق سره د پور اخيستلو پر معاملې مذاکرات لري. پاکستاني چارواکي هیله مند دي چې دغه صندوق سره د چارواکو په سطحه یو قرارداد لاسلیک کړي او دا به ورته د دوو اړخیزو او څو اړخیزو پور ورکوونکو د جلب له پاره هم لاره هواره کړي.

ورته مطلب:نړيوال بانک له پاکستان سره د پور قرارداد وځنډاوه

کله چې دغه قرارداد لاسلیک شي، د پیسو نړیوال صندوق به د هغو شپږنیم ميليارډ ډالرو قرضې څخه چې په ۲۰۱۹م کال کې ورباندې توافق شوی، څه باندې یو میليارډ ډالر پاکستان ته وسپاري. شهباز شریف په خپلو خبرو کې وويل چې یو بل «دوست هیواد» هم د دغې معاملې منظوريدو ته منتظر دی خو په اړه ېې وضاحت ور نه کړ.

د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان څخه د یو لړ مالي اقداماتو غوښتنه کوي چې تر اوسه ېې یو لړ اقدامات هم ترسره کړي لکه د مالیاتو، د تیلو او بریښنا بېو لوړول، تر څو يې له یاد صندوق څخه پور ترلاسه کړی وي.

ورته مطلب:امریکا ولې پر پاکستان د چین د پورونو له کبله اندېښمنه ده؟

چارواکي وايي چې آی ام ایف اوس هم له اسلام آباد سره د برېښنا په برخه کې د حکومت پر قرضونو او د برېښنا د بېې د لوړيدو پر سر پر خبرو اترو بوخت دی.

سخت اقدامات چې شریف يې یادونه کوي، په احتمال سره به د پاکستان اقتصاد نور هم سوړ او انفلاسیون به لوړ کړي، کوم چې په جنوري کې ۲۷ اعشاریه ۵۰ سلنه کې ولاړ وو. د اقتصادي چارو کارپوهان اندېښنه لري چې د حکومت د نوو مالي پلانونو په نتیجه کې به د اجناسو بېې لا لوړيدو او عام ولس لازیات زیانمن شي، خو حکومت ټينګار کوي چې نوي مالیاتي پلانونه به داسې عملي کوي چې عام ولس په کې زیانمن نه شي.

ورته مطلب:پاکستان په «خطرناک وضیعت» کې دی

په عین حال کې د پاکستان ماليې وزارت د چین له خوا پاکستان ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو د بیا تمويل خبر ورکړی دی. چین له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان یو متحد هیواد چين. د پاکستان ماليې وزير، اسحاق ډار، د جمعې په ورځ وويل چې د پاکستان مرکزي بانک دغه پیسې ترلاسه کړي دي. ډار په دې ارتباط پر ټويټر «د شکر خدایه» په لیکلو، خوشالي ښودلې ده.

(Reuters)mks/mns

له آرشيف څخه د پیسو پر موضوع یو انځوریز البوم: