1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان حکومتونه ملي خزانه څنګه مصرفوي؟

۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبه

پاکستان دمګړی د باندنيو اسعارو د سخت کمښت او اقتصادي بحران سره مخامخ دی. په عين حال کې د حکومت پر غير ضروري مصارفو پوښتنې راپورته کيږي.

https://p.dw.com/p/4Ppiu
اقتصاد پوهان وايي چې د ملي بانک له لارې په لوړه اندازه بې سوده قرضې ورکړل شوي دي
اقتصاد پوهان وايي چې د ملي بانک له لارې په لوړه اندازه بې سوده قرضې ورکړل شوي ديانځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د پاکستان په «قومي اسمبلي» کې د مالي چارو لپاره ځانګړې جرګه ګۍ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۶ نېټه) يو راپور وړاندې کړ. په دغه راپور کې راغلي چې د عمران خان د پي ټي آی ګوند په مشرۍ تېر حکومت تر ۶۰۰ څخه زياتو پانګه والو ته د درې میليارده ډالره بېله سود يا په ډېر کم سود قرض ورکړی دي. د پاکستان حکومت دغه د ملي خزانې ضياع بولي خو د تحريک انصاف يا پي ټي آی ګوند بيا وايي چې دغه قرض ورکولو د هيواد صنعت پياوړی کړ.

د دولتي حسابونو کمېټې د پنجشنبې په ورځ د دولتي پانګونې د ادارې چارواکي د پوښتنو لپاره رابللي ول. له هغوی څخه د پاکستان د پوځ جنرالانو، چارواکو، قاضيانو او د پارلمان غړو ته په کم قيمتونو د مځکو د نمرو پر ورکولو هم سوالونه وشول.

دغه هم ولولئ: د پاکستان ارزي زيرمې تر ټولو ټيټ حد ته لوېدلي

له بل اړخه نړيوال بانک په يو راپور کې ويلي دي چې د پاکستان په قانون کې د اتلسم تعديل باوجود مرکزي حکومت پر ۱۷ داسو وزارتونو د ۷۰۰ مليارده روپو مصارف کړي دي چې د اساسي قانون له مخې په اصل کې د ايالتي حکومتونو ماتحت دي.

د نړيوال بانک يو چارواکي د هغه د نوم نه څرګندولو په شرط د آلمان ږغ دويچه وېله سره په خبرو کې د دې پخلی وکړ چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کالونو کې ۷۱۰ مليارده روپۍ مصرف کړل شوي دي.

د اسلام آباد سره تړاو لرونکي ژورنالست شهباز ران هم د آلمان ږغ سره په خبرو کې د يادې خبرې پخلی وکړ.

په پاکستان کې د عمران خان د پلويانو او د اوسني حکومت تر منځ تشنج هم تر سترگو کيږي
په پاکستان کې د عمران خان د پلويانو او د اوسني حکومت تر منځ تشنج هم تر سترگو کيږيانځور: Akhtar Soomro/REUTERS

دا معلومات په داسي حال کې رابرسېره شوي دي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی. پر دغه هيواد د باندنيو هيوادونو تر ۱۱۵ مليارډو څخه زياتې قرضې پاته دي چې په راتلونکو دوو لسيزو کې څلور سوه ملياردو ته جګېدلای شي. په دغه هيواد کې ګراني هم ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې ده او پاکستانۍ کلدارې هم بیا په دې موده کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د تېر کال د سيلاب له کبله پاکستان کې اضافي ۹ مليونه انسانان د بې وزلۍ تر کچې راکښته شوي دي. پخواني د مالي چارو وزير مفتاح اسماعيل په خپله يوه وينا کې ويلي ول چې دمګړی په پاکستان کې د بې وزله انسانانو شمېر تر اتيا مليونو څخه زيات دی.

د ولسي پيسو ضياع

د پاکستان د ولسي جرګې «قومي اسمبلي» د مالي چارو د کمېټې غړي او د مسلم ليګ نواز ډلې استازي برجيس طاهر دا پوښتنه وکړه چې هغه ۶۰۰ کسان څوک دي چې حکومت ورته په دومره لوی مقدار پورونه ورکړي دي. د ولسي خزانې په تړاو د کمېټې مشر قيصر احمد شيخ وويل چې دا ډول پورونه ورکولو د ولسي پيسو ضايع کول دي.

شيخ و آلمان ږغ ته وويل: «د پاکستان مرکزي بانک (اسټېټ بېنک) دغه قرضې بېله سود څخه ورکړي دي او خصوصي بانکونو ورباندي يو يا دوه فيصده سود اخيستی دی. د دغو پورونو زياتره برخه و يوې ځانګړې ډلې ته ورکول شوې ده چا چې د خپلې کورنۍ د بيلو غړو په نوم دغه قرضې ترلاسه کړي دي. په دغو پيسو د نساجي ائير جېټ ماشينونو تر څنګ د بعضو نورو سيکتورونو لپاره ماشينونه رانيول شوي دي.»

دغه هم ولولئ: «قرضې دې په زيات سود بېرته وصول کړل شي»

د قيصر احمد شيخ په وينا دغه ماشينونه اوس بې کاره پراته دي. هغه زياته کړه: «د درو ملياردو ډالرو په حجم ملي پانګه بالکل د تباهۍ و پولې ته درول شوې ده. که دغه پور په زراعت کې بوختو کسانو او کوچنيو پانګه والو ته ورکول شوې وای نو له کبله به يې خلکو ته د روزګار بهتره امکانات برابر شوي وای او د هيواد اقتصاد ته به يې هم ګټه رسېدلې وای.»

د لاهور سره تړاو لرونکي اقتصاد پوه قيس اسلم وايي چې کوم وخت چې ياد پورونه ورکول شول نو هغه وخت د سود اندازه تقريبا ۶ فيصده وه. په وينا يې «بيا په ۲۰۲۱ کال کې د سود شرحه ۹،۷ فيصدو ته جګه شوه او اوس تقريبا ۲۱ فيصده ده. نو که په ۲۱ فيصد سود سره دغه قرضې بېرته وصول کړل شي نو د پاکستان په خزانه کې به د باندنيو اسعارو زياتوالی هم راشي او اقتصاد به يې هم تقويه شي.»

قيس اسلم وړانديز کوي چې که د يادو پورونو تر لاسه کوونکي وايي چې پورونه د سود سره يوځای بېرته نشي ادا کولای «نو بيا بايد ورباندي د شرکتونو ماليې جګې کړل شي. د دې تر څنګ بايد هغوی و خپلو مزدورانو ته د روغتيا او استوګنې آسانتياوې برابرې کړي.»

د تحريک انصاف گوند مشر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د تحريک انصاف گوند مشر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خانانځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د احتساب کمښت

د پاکستان پر حکومتونو تور پوري کيږي چې هغوی د خپلو ملګرو د نازولو پاليسۍ پر مخ بيايي. پر دغو حکومتونه تور دی چې داسې تګلارې جوړوي چې په ترڅ کې يې صرف پانګه والو ته ګټه رسيږي. په کراچي کې د اقتصادي چارو کارپوهه شاهده وزارت وايي چې د پاکستان واکداران د پاچاهانو په شان حکومت کوي او د «افسر شاهۍ» هيڅ احتساب نه کيږي. افسر شاهي د لوړ پوړو چارواکو خود سرانه کارونو او د ادارې طرز ته ويل کيږي.

دغه هم ولولئ: يونيسف: په ميليونو پاکستاني ماشومان پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري

شاهدې وزارت د آلمان ږغ دويچه وېله ته وويل: «دا درې مليارده ډالره قرضې ورکول ځکه ممکن شو ولي چې د مرکزي بانک رئيسانو ته تر اندازې زيات واک ورکول شوی دی. زه هغه وخت هم د دغه کار مخالفه وم. پخپله پارلمان ورته دا واک ورکړ. په دې توګه څوک ويلای شي چې په دغو داړه ماريو کې ټول شامل دي.»

شاهده وزارت وايي چې يادې قرضې بايد د پارلمان له استازو، قرضه ترلاسه کوونکو او د مرکزي بانک له رئيسانو څخه وصولې کړل شي.

د قرضو د ورکړې له تګلارې دفاع

په داسي حال کې چې د پاکستان د اوسني حکومت بعضي حلقې او يو شمېر اقتصاد پوهان د عمران خان د حکومت پر وخت د قرضو د ورکړي پر پاليسۍ نيوکې کوي، پخپله د تحريک انصاف ګوند د خپلو تګلارو څخه دفاع کوي. د خوراکي امنيت لپاره پخواني مشاور جمشيد اقبال چيمه په دې تړاو د آلمان ږغ دويچه وېله ته وويل: «زموږ دغه تګلاره ډېره بريالۍ وه. زموږ د حکومت په شروع کې د صادراتو حجم ۱۰ مليارده ډالر و خو د دغې تګلارې له کبله ۲۰ ملياردو ته جګ شو او زموږ هڅه دا وه چې ۲۵ ملياردو ته يې جګ کړو.»

د جمشيد چيمه په وينا په دا ډول لوړه اندازه توليداتو کې ۲۴ فيصده زياتوالی راغلی او د ودانۍ جوړونې او د کانونو په صنعت کې هم بهتري راغلې وه.

عبدالستار، اسلام آباد/ا.ا./ا.خ.ح.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟