1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

پنټاگون د محرمو اسنادو خپریدل لوی امنیتي خطر بولي

۱۴۰۲ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د دغه هیواد د محرمو اسنادو خپریدل «ملي امنیت ته یو ډیر لوی خطر» بللی دی. د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند ویلي دي چې دا کیدای شې زمونږ د اندېښنې له پاره یو دلیل و اوسي.

https://p.dw.com/p/4PugX
Computer Hände l Arbeiten l Hacking l Hackgerangriff l Symbol
انځور: Thomas Trutschel/Photothek/imago images

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۷ نېټه) ویلي وو چې د واشنگټن حکومت انديښنه لري، داسې نه چې لا زیات اسناد خپاره شي.

د آسانج ملاتړي غواړي چې امريکا ته يې د سپارل کېدو مخه ونيسي

د نیویارک ټایمز په وینا په دغو اسنادو کې د نورو ترڅنگ د روان کال په پسرلي کې د روسیې پر وړاندې د اوکراین له نظامي حملې څخه د متحده ایالاتو او ناټو د ملاتړ د طرحې په هکله معلومات شامل دي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د پنټاگون ویاند کریس میگر ویلي دي چې دا کار کیدای شي د «ناسمو اطلاعاتو د خپرېدو» سبب شي. هغه زياته کړېده:«د دې ستونزې د رامنځته کیدو او ابعادو په هکله یي زمونږ څیړنې دوام لري.» نوموړي زیاته کړې ده چې دا مسئله هم باید و ارزول شي چې دا ډول اطلاعات «څنگه او کومو کسانو ته ویشل کیږي.» مگر د خپرو شوو اسنادو د ریښتینولې په هکله يې څه ونه ویل.

مخکې تر دې د امریکا متحده ایالاتو محرم استاد یو د بل پسې په ټولنیزو شبکو تویتر، تلگرام، دیسکور او څو نورو شبکو کې خپاره شول. د نیویارک ټایمز په وینا دغه اسناد د روسیې د پلوي کانالونو له طریقه خپاره شوي دي.

ورځپاڼې یادونه کړې ده چې په دغو اسنادو کې د نورو ترڅنگ اوکراین ته د وسلو د استولو په اړه جزویات، د پوځي قطعاتو د قدرت او توان او نور ډیر حساس اطلاعات شامل دي. سربیره پر دې یو د دغو اسنادو گواکې په خلاصه ډول د اوکراین د دولسو جنگي بریگاډونو د روزنې طرحه رانغاړي.

د اوکراین د امنیت او دفاع شورا مشر الکسي دانیلوف، د المان «ای ار ډی» راډیو- تلویزوني شبکې سره په مرکه کې دا خبره رد کړې ده چې گواکې اوکراین د خپل پوځي طرحې د محرمو اسنادو افشا کیدو له کبله خپلې پوځي طرحې تغیر کړي دي. نوموړي ویلي دي چې د متقابلو بریدونو له پاره پریکړې په وروستیو شیبو کې نیول کیږي. دانیلوف زیاته کړې ده: «دا تصور چې مونږ یوازې یو انتخاب لرو له واقعیت څخه لیري خبره ده. حتی دری انتخابه هم کم دي».

کیربي ویلي دي چې بهر ته د محرمو اسنادو د افشا کېدلو په هکله تیره اونۍ ولسمشر جو بایډن ته اطلاع ورکړل شوې ده: «مونږ نه پوهیږو چې کوم کس یا کسان مسئول دي او مونږ نه پوهیږو چې هغوی نور اسناد هم په اختیار کې لري چې وغواړي خپاره یې کړي او که نه؟» نوموړي زیاته کړه «آیا دا کیدای شي زمونږ د اندېښنې کولو له پاره یو دلیل واوسي؟ بلې هو کیدای شي».

امریکایي رسنۍ اټکل کوي چې دغه اسناد به د مسکو له پاره ډیر زیات ارزښت ولري، ځکه دا ښيې چې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې تر کوم حده د روسیې د نظامي دستگاه په څانگو کې نفوذ لري.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د محرمو اسنادو خپریدل په افغانستان او عراق کې د امریکا متحده ایالاتو د نظامي فعالیتونو په اړه د هغو ۷۰۰ زره محرمو اسنادو یاد تازه کوي چې د ویکیلکس افشاگرې انټرنټي شبکې له طریقه په ۲۰۱۰م کال کې خپاره شوي ول. په هغو اسنادو کې د امریکایي ځواکونو له خوا د ملکي خلکو د وژلو او له بندیانو سره د ناوړه چلند په هکله معلومات ذکر شوي وو.

«آلماني اجنټ روسيې ته د اوکراين رازونه افشا کړي»

امریکا متحده ایالات دغه هیواد ته د ویکي لیکس انټرنټ پاڼې د ۵۱ کلن بنسټ ایښودونکي جولیان آسانژ د سپارل کیدو غوښتنه کوي چې اوسمهال په لندن کې د شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې یوه زندان کې ژوند تیروي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا