1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آسانج ملاتړي غواړي چې امريکا ته يې د سپارلو مخه ونيسي

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د ويکي ليکس د صفحې بنسټګر، جوليان آسانج په سوونو ملاتړو د لندن په زړه کې لاریون وکړ. آسانج په عراق او افغانستان کې د جنګونو په هکله پټ اسناد افشا کړي وو.

https://p.dw.com/p/4NO1t
انځور له آرشيف څخه
انځور له آرشيف څخهانځور: Rasid Necati Aslim/AA/picture alliance

د جوليان آسانج ملاتړکوونکو د هغه آزادېدل وغوښتل په داسې حال کې چې د امريکا متحده آيالاتو ته د هغه د سپارل کېدو خطر تر هر وخت مخکې زيات موجود دی. فعالينو رنګارنګ کالي اغوستي ول او يو تابوت او څراغونه يې له ځان سره لېږدول. هغوی د آسانج د خوشې کېدو شعارونه هم ورکول. د لاريون عنوان له »تيارې تر رڼا پورې« ټاکل شوی و چې د لندن د وېست مينستر په ساحه کې د نورو ويناوالو ترڅنګ د آسانج مېرمنې ستېلا هم خبرې وکړې.بې سرحده خبريالانو د جوليان آسانج آزادېدل غوښتي دي

آستراليايي خبريال او خپروونکی جوليان آسانج د بريتانيا په توقيف کې دی چې کېدای شي د امريکا متحده آیالاتو ته وسپارل شي ځکه چې د عراق او افغانستان د جګړو په هکله يې د امريکا محرم اسناد خپاره کړي وو. ۴۱ کلنې فعالې، نايله کوثر، وويل چې »هغه سزا ويني او تر تعقيب لاندې دی ځکه چې جنګي جرمونه او فساد يې افشا کړي چې عوامو حق درلود ورباندې پوه شي.«د ويکي ليکس مؤسس جوليان اسانژ په لندن کي بندي دی

نوموړې زياته کړه چې »که هغه د امريکا متحده آيالاتو ته ورسيږي، نو دا به هرځای د رسنيو پر آزادۍ تاثير ولري.« لوسيا سپادېتا يوه ۷۴ کلنه د ايټالوي ژبې معلمه ده چې داسې يو پلاکات يې لېږداوه چې ورباندې ليکل شوي ول: »د جنګي جرمونو د غندلو له کبله تر تعقيب لاندې.« دې هم اندېښنه ښکاره کړه چې آسانج به متحده آيالاتو ته وسپارل شي که د کورنيو چارو وزيره سوېلا براورمن امريکا ته د هغه د تسليمولو امر لاسليک کړي.د جولیان اسانج د روغتیایي وضعیت په هکله اندیښنې

آسانج په بېلمارش نومي د لوړو امنيتي تدابيرو په زندان کې له لندن څخه دباندې ساتل کيږي. آستراليايي فعال سيارون اورېلي وويل چې «زه پوهېږم چې هغه به زموږ له راټولېدنې څخه خبر شي« او دا چې »زما په فکر ځينې قدرتونه خوشحاله دي چې دی په زندان کې او له انترنت څخه لرې دی، چې زما په فکر مهمه نه ده چې په کوم زندان کې به دی بندي وي.»

آ./ن.ص./ا.ا.