1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلماني اجنټ روسيې ته د اوکراين رازونه افشا کړي»

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

د جرمني د استخباراتو د ادارې یو همکار چې د جاسوسۍ په شک نیول شوی، ښايي روسیې ته د اوکراین په اړه محرم اسناد ورکړي وي. د دغه کس له نیول کېدو راهیسې په تېرو څو ورځو کې د هغه د تورونو نوي اړخونه په ډاګه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4LSNQ
Berlin Bundesnachrichtendienst BND
انځور: Florian Gaertner/photothekx/picture alliance

د آلمان فدرالي استخباراتي ادارې «BND » څلور ورځې وړاندې «پنجشنبه، دسمبر ۲۲ مه» په یوه بیان کې د روسیې لپاره د جاسوسۍ په شک د دغه ادارې د یوه همکار نیول کېدل تایید کړل.

دا سړی، کارسټن ایل نوميږی. هغه د چهارشنبه په ورځ د آلمان د جنایي پولیسو له خوا ونیول او د کور او د کار ځای یې وپلټل شوو.

د هغو معلوماتو پر بنسټ چې دوو الماني رسنيزو شبکو «WDR او NDR» ته ورکړل شوي، ظاهراً دغه کس روسیې ته د اوکراین د وضعیت محرمې ارزونې په لاس ورکولې.

استخباراتي کړۍ په دې باور دي چې د فدرالي استخباراتو د ادارې شکمن جاسوس کارکوونکی تر فشار لاندي نيولی او بلیک میل شوی و چې دا اسناد روسیې ته ورکړي.

د آلمان لوی څارنوال او د فدرالي استخباراتو ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. يادو دواړو کسانو خبریالانو ته د پنجشنبې په ورځ څرګندونو ته اشاره وکړه.

د BND  په بیان کې ټینګار شوی چې دې ادارې، په خپلو لیکو کې د جاسوسۍ د احتمال په اړه له پوهیدلو وروسته داخلي تحقیقات پیل کړل او د کارسټن ایل د ښکیلتیا شک یې تایید کړ. په دې برخه کې روانه قضيه د کارلسروه په ښار کې د فدرالي څارنوالۍ دفتر له خوا  څارل کیږي.

د آلمان فدرالي څارنوالۍ له خوا  کارستن ایل په روان کال کې روسیې ته د پټو اسنادو په برابرولو تورن شو، خو د روانو څېړنو له امله یې د دغو تورونو د جزیاتو په اړه نور معلومات خپاره نه کړل.

د اوبو او لمريزي برېښنا پراخولو پر لور اوږده لار

د روسیې جاسوسي شبکې ته یو مهم ګوزار

د آلمان اتحادي حکومت د عدلیې وزیر مارکو بوشمن، په یوه ټویټر پیغام کې د کارسټن ایل په پیژندنې او نیول کیدو کې ښکیلو کارکوونکو ته مبارکي وویله. هغه لیکلي، که د دغه کس د جاسوسۍ شک تایید شي، نو دا به د روسیې د جاسوسۍ ادارې ته یو مهم ګوزار وي او دا ښيي چې څوک باید څومره هوښیار وي.

په ورته وخت کې که د روسیې له پاره د فدرالي استخباراتو د همکار له خوا د جاسوسۍ شک تایید شي، دا به یوه ډیره حساسه او د پام وړ مسله وي.

که روسیه د اوکرایین په خاوره کې د تیري په وخت کې د لويديځو استخباراتو اجنټ راجلب کړي، یا یې مجبور او همکارۍ ته يې اړ کړي، دا مسله به د دې هیواد د استخباراتي دستګاه له پاره لوی بریالیتوب وګڼل شي.

د فدرالي استخباراتو په خدمت کې د جاسوسۍ تاریخ

په تېرو کلونو کې په آلمان کې د داسې کسانو د نيولو تاريخ شته چې روسيې ته يې جاسوسي کوله. خو په استخباراتي ادارو کې د جاسوسۍ د پيژندلو وروستۍ پيښه په بل عبارت دوه اړخيز جاسوس په ۲۰۱۴ کال پورې اړه لري.

شاوخوا اته کاله مخکې د «BND» یو کارمند وپیژندل شو چې د نورو کارونو تر څنګ یې د امریکا استخباراتي ادارو ته د زرګونو آلماني جاسوسانو اصلي نومونه افشا کړي وو.

د جرمني امنیتي بنسټونه له کلونو راهیسې خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې د روسیې د استخباراتي ادارو د جاسوسۍ هڅې ورځ تر بلې چټکې شوې دي.

د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې مشر برونو کاهل وايي، له بلې خوا له روسیې سره «موږ له یوه داسې لوبغاړي سره مخامخ یو چې له تاوتریخوالي څخه د کار اخیستو لپاره په خورا بې رحمۍ او چمتووالي يې حساب کوو.»

اکثریت المانان په یخنۍ کې د ګازو د کمښت خطر انديښمن کړي دي

«فوکس انلاین» د جمعې په ورځ د برلین له امنیتي کړيو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په حواله راپور ورکړ، چې نیول شوی شکمن د آلمان د بهرنیو استخباراتو په برخه کې د پټو تخنیکي استخباراتو د څانګې لوړ پوړی کارمند و او د خپل موقف له امله یې معلومات درلودل او د متحدو هېوادونو استخباراتي شبکو ته يې لاس رسی درلود.

د محرمو معلوماتو په منځ کې جاسوس؟

د دې راپور له مخې کارسټن ایل، د معلوماتو ډیټا ارزونې کارپوه په توګه، په ​​ښکاره ډول د «BND» له لارې د نړۍ په کچه د راټولو شويو معلوماتو د ارزونې او شننې  د پروسې او ډاټا تحلیل کولو مسؤلیت درلود.

Spionage NSA Skandal
انځور: picture alliance/dpa/P. Steffen

ویل کیږي هغه اسناد چې دغه کس ورته لاس رسی درلود د متحدو هیوادونو د استخباراتي خدماتو د  عملیاتو اوريدل او موندنې شاملې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې «NSA» او د برتانیا د حکومت د مخابراتو مرکزي دفتر «GCHQ» له هغو لویدیځو ادارو څخه دي چې معلومات یې په ښکاره ډول د آلمان د بهرنیو استخباراتو خدماتو ته د اوريدلو عملیاتو له لارې چمتو شوي.

په آلمان کې یو شمیر روسي جاسوسان پیژندل شوي او ډیری یې د ډیپلوماتانو او یا د سفارت د کارکوونکو تر نامه لاندې کار کوي.

د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه د اوکراین پر ضد د روسیې د پوځي یرغل له پیل وروسته د جرمني حکومت شاوخوا ۴۰ روسي امنیتي اجنټان وشړل. ویل کېږي چې له اروپايي هېوادونو د ایستل شویو روسي امنیتي ایجنټانو شمېر سلګونو ته رسېږي. څو ورځې وړاندې خبري سرچینو خبر ورکړ چې په اتریش کې یو روسی جاسوس پیژندل شوی دی.