1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

د پاکستان پوځ: یاغیانو تښتول افسر او درې تنه نور خوشي کړي

۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبه

د پاکستان پوځ وايي چې یاغیانو د شنبې په ورځ د پوځ یو تښتول شوی افسر او درې تنه نور چې درې ورځې وړاندې په ډیره اسماعیل خان کې تښتول شوي ول، بیرته آزاد کړي دي. پوځ وايي قومي مشرانو د دوی په خلاصون کې نقش درلود.

https://p.dw.com/p/4k96u
په انځور کې د پاکستان پوځ لیدل کیږي چې د ګزمې په حال کې دي.
یاغیانو د پاکستان د پوځ یو تښتول شوی افسر او درې تنه نور چې درې ورځې وړاندې تښتول شوي ول، بیرته آزاد کړي دي.انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر په ۱) د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې یاغیانو د شنبې په ورځ د پول تښتول شوی افسر او درې تنه نور بیرته آزاد کړي دي. دغه کسان درې ورځې مخکې د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د فاتحې له مراسمو د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي ول.

په تښتول شویو کسانو کې د پولیسو په وینا پاکستان د پوځ ډګرمن خالد امير هم شامل وو، چې د تیرې چهارشنبې په ورځ په ډیره اسماعیل خان سیمه کې داسې مهال وتښتول شو  چې په ډیره اسماعیل خان کې د خپل پلار د فاتحې په مراسمو کې د ګډون له پاره تللی وو.

د خالد امیر او د نوموړي د دریو تنو خپلوانو دغه بې قید او شرطه آزادي د ځايي قومي مشرانو د هڅو په نتیجه کې ممکن شوي دي. پوځ په خپره شوې اعلامیه کې زیاته کړې: د امیر او د هغه د دریو تنو خپلوانو «بې قید او شرطه آزادیدل» د قومي مشرانو د نقش لوبولو په نتیجه کې ممکن شوي. اعلامیه کې پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي همدا راز راغلي چې ټول تښتول شوي کسان بیرته په خوندي توګه خپلو کورونو ته رسیدلي دي.

د دغو تښتول شویو کسانو مسوولیت کومې ډلې نه وو منلی، خو تر اختطاف څو ساعتونه وروسته په یوه خپره شوې ویډیو کې د تښتول شویو کسانو له جملې څخه دوو تنو یې وویل چې دوی د پاکستاني طالبانو په ولکه کې دي. دوی په دغه ویډیو کې د پاکستان پر حکومت ږغ کړی وو چې د تښتوونکو کسانو غوښتنې ومني، خو دغه غوښتنې واضح نه شوې.

که څه هم پاکستاني طالبان زیاتره وخت د پاکستان امنیتي ځواکونه خپل هدف ګرځوي، د پاکستاني عسکرو تښتول او بیا یې بیرته آزادول یوه بې سارې پیښه شمیرل کیږي. پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي  له افغان طالبانو جلا ډله ده، خو دغه ډله په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنیدو وروسته غښتلې شوې او خپلو بریدونو ته یې هم شدت ورکړی دی.

 خ. ح / ا.و.ا