1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: ۱۶ ملکيان پوځ ته د محاکمې له پاره سپارل شوي

۱۴۰۲ خرداد ۴, پنجشنبه

د پاکستان ېوې محکمې د پنجشنبې په ورځ ۱۶ ملکیان چې د عمران خان د نيولو په غبرگون کې د شويو مظاهرو په ترڅ کې پرې د تاوتريخوالي شک دی، پوځي محکمې ته سپارلي دي. په پاکستان کې د عمران خان پلوی يو بل ژورنالیست هم لادرکه شوی.

https://p.dw.com/p/4RowV
 پاکستاني پوليس د پاکستان په لاهور ښار کې د پخواني صدراعظم عمران خان کور په اطرافو کې د ګزمې پر مهال - د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې ۱۸مه
پاکستاني پوليس د پاکستان په لاهور ښار کې د پخواني صدراعظم عمران خان کور په اطرافو کې د ګزمې پر مهال - د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې ۱۸مهانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د پاکستان پوځ تر دغه تاوتریخوالي وروسته ويلي وو چې دغه کسان به په پوځي محکمو کې چې په اصل کې د دولت ضد جنایتونو په اړه پريکړې کوي، محاکمه شي.

عمران خان د می مياشتې په ۹مه ونيول شو، خو سپريم کورټ بیا د هغه نيول غیرقانوني اعلان کړل او هغه په په ضمانت آزاد شو. خو د خان پلویانو د هغه له نیولو سره سم د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پر مظاهرو لاس پورې کړ چې په کې د تاوتريخوالو رپوتونه هم ورکړل شوي دي. هغه وخت قهرجن مظاهره چیانو پر پوځي تاسيساتو هم هجوم وې وړ او په دې لړ کې ېې په لاهور ښار کې د پوځ د یو لوړپوړي چارواکي پر کور ورغلل او اور ېې ورواچاوه.

ورنه نور ولولۍ: عمران خان: کيدای شي د سه شنبې په ورځ ونیول شم

تر دغو تاوتريخوالو وروسته د خان په زرونو پلویان ونیول شول. د عمران خان د وکيلانو د ډلې يو مهم غړي، اظهر صدیقي رويټرز ته وويل چې د دغو ۱۶ کسانو په ډله کې ېو ېې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند غړی دی. هغه زیاته کړه چې له دغو «شپاړسو کسانو څخه تحقیقات پوځ کوي او محاکمه به ېې هم د پوځ په محکمه کې کیږي.»

د یو بل خبر له مخې د پاکستسان يو پېژندل شوی ژورنالیست، سميع ابراهیم چې د عمران خان پر پلوي باندې شهرت لري، لادرکه شوی دی. اسوشتید پریس وايي چې دغه خبر د هغه کورنۍ او پولیسو کړې ده. په کراچۍ کې د ابراهیم کورنۍ ويلي دي چې ابراهیم برمته کړل شوی دی.

ورنه نور ولولۍ: آیا پاکستان به د عمران خان ګوند منع کړي؟

دغه ژورنالیست د پاکستان د »بول« تلویزیون له پاره کار کاوه. د هغه د لادرکه کېدو په اړه پولیسو په لومړي ځل د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر ټويټر خبر خپور کړ. په خبر کې زياته شوې چې تر دې دوه اوونۍ مخکې د عمران خان یو بل پلوی ژورنالیست، عمران رضا هم لادرکه شوي وو.

د نوموړي کورنۍ او د بول تلویزيون ويلي دي چې نوموړی ظاهراً د پوليسو له خوا نيول شوی دی. خو پاکستاني پولیسو د هغه نيول رد کړي وو.

آژآنسونه/م.ک.ص./ن.ز.