1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په بیلا بیلو قضیو کې د عمران خان ضمانت وغځول شو

۱۴۰۲ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان د ۱۹۰ میلیون پاونډه اختلاس قضیې ترڅنګ په څو نورو قضیو کې هم لنډمهاله ضمانت ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4S1HR
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خانانځور: K. M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو پربنسټ، د اسلام آباد سترې محکمې د عمران خان ضمانت د جون مياشتي تر لسمې نیټې غځولی دی.

تردې وړاندې د می میاشتې پر ۱۲مه نېټه د القادر ټرسټ په نوم د فساد په یوه قضیه کې د نوموړي ضمانت د دوو اونیو له پاره منظور شوی ؤ، چې اوس نور هم غځول شوی دی.

رپوټونه زیاتوي چې عمران خان نن د پاکستان د اساسي قانون د ۱۴۴ مادې څخه د سرغړونې په تور قضيه کې محکمې ته احضار شوی ؤ او هلته یې د خپل ضمانت غځولو عریضه وړاندې کړه.

اړوند مطالب:چارواکي: عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شوي

پر عمران خان تور دی چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې د سیاسي ملاتړ له پاره ځمکه په بډو کې ترلاسه کړې وه. دا ځمکه د القادر ټرسټ ادارې چې مشرې یې د ښاغلي خان مېرمن بشري بي بي کوي ورکړل شوې وه.

دغه راز، پولیسو پر عمران خان د ترهګرۍ تورونه هم درج کړي دي.