1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان به د افغان مهاجرو اخراج ته دوام ورکړي»

۱۴۰۳ تیر ۲۲, جمعه

پاکستان د هغو په سونو زرو افغانان د ايستلو پر پلان غور کوي چې له کلونو راهېسې په دغه هېواد کې اوسي، خو قانوني اسناد نه لري. چارواکو دا د «اخراج دويم پړاو» بللی دی.

https://p.dw.com/p/4iCk4
يوه افغان مهاجره بيرته خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال
پاکستان د هغو مهاجرو په اخراج لاس پورې کوی چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لريانځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهره بلوچ، د پنجشنبې په ورځ په يوه کنفرانس کې وويل چې په دې تړاو پر يوه پلان کار روان دی.

نوموړې وويل چې دا به په «غير قانوني توګه د اوسيدونکو خارجيانو د شړلو دويم پړاو» وي او په ترڅ کې به هغه افغانان اخراجيږي چې د «افغان تابعيت کارت» په نوم د پيژندنې اسناد ورته ورکړل شوي ول، څو تر محدودې مودې پورې په پاکستان کې په قانوني توګه واوسېدلای شي.

زهره بلوچ، د دې په اضافه کولو سره چې د افغانانو د اخراج په اړه اعلان به «په مناسب وخت کې وشي»، وويل: «اوس زه لا کومه مشخصه شوې نیټه نه لرم چې له تاسې سره یې شريکه کړم.«

د پاکستان له لوري په غير قانوني توګه د اوسېدونکو مهاجرو د ايستلو عمليات د ملګرو ملتونو، مرستندويه او بشري حقونو سازمانونو له خوا د نيوکو سره مخامخ شوي ول.

د دغه لړۍ له پېلېدو راهېسې د اټکلونو پر اساس تر اوسه ۶۰۰ زره افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. خو په داسې حال کې چې يو وخت به د ورځې په زرونو کسان بيرته په زور اخراجېدل، په دې وروستیو کې دغه پروسه سسته شوې ده.

د چهار شنبې په ورځ د پاکستان حکومت تر هغه وروسته چې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلېپو ګراندي، دغه هېواد ته سفر کړی وو، اعلان وکړ چې په هېواد کې د ميشتو ۱،۴۵ ميليونو افغان مهاجرو د پاتېدو موده يې د يوه بل کال له پاره هم غځولې ده. دا هغه افغانان دي چې پروف آف رجسټریشن (پي او آر) کارت لري او په دغه هېواد کې د مهاجرو په توګه ثبت دي.

راستانه شوي کډوال له څه شي شکایت کوي؟

د بخښنې نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت د دې پريکړې هرکلی کړی دی. د جنوبي آسيا له پاره د دغه سازمان څيړونکې تياګي روانپاتيرانا، وويل چې پاکستان باید د نجات تګلاره په پاکستان کې د ميشتو ټولو افغان مهاجرو له پاره عملي کړي.»

نوموړي همدا راز وويل چې پاکستان بايد «د هغو بهرنيانو د ايستلو پلان وځنډوي چې په غير قانوني توګه هلته ميشت دي» او د افغانانو اجباري اخراج دې ودروي.

په پاکستان کې څه نا څه ۱،۷ میليونه افغانان ميشت دي چې ډېر یې د ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹م کلونو ترمنځ په هېواد کې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پر وخت دغه هېواد ته ګډه شوي ول.

خو په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته کابو تر نيم ميليون ډېر نور افغانان هم دغه هېواد ته مهاجر شول چې له دوی څخه په زرونه یې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه هلته ورځې او شپې سبا کوي.

زهره بلوچ، د دې افغانانو يادونه هم وکړه او له نړيوالې ټولنې څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغو په زرونو افغانانو نورو هېوادونو ته د ليږدولو پروسه دې چټکه کړي.

له دې افغانانو اکثریت یې د امريکا متحده ایالاتو، کاناډا، بريتانيا، آلمان، استراليا، ايتاليا او نورو هېوادونو ویزو ته په تمه دي. 

په پاکستان کې ميشت دا افغانانو په دغه هېواد کې له ګڼو مشکلاتو سره مخامخ دي چې په هغه کې پر اقتصادي ستونزو سربیره، زده کړو، روغتيايي او نورو خدماتو ته نه لاس رسی شامل دی.

د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت يوه وياند عبدالمطلب حقاني، له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج په تړاو وويل چې دوی له رسمي کانالونو څخه اوريدلي دي چې دغه اخراجونه درېدلي دي.

کراچۍ؛ پولیسو په لسګونو افغانان نیولي

هغه وويل چې په دې وروستيو کې هیڅ افغان مهاجر په زور له پاکستانه نه دی اخراج شوی – نه اسناد لرونکي او نه هم هغه چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. نوموړي زياته کړه چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په ګاونډي هېواد کې د کوم افغان د نیول کیدو رپوټ هم نه دی ورکړل شوی.

حقاني د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې افغانانو ته دې کافي مهلت ورکړل شي څو په مناسبه توګه له دغه هېواد څخه ووځي او هيڅ اجباري اخراج بايد رامنځته نه شي.

نوموړي وويل: «زموږ دويمه غوښتنه له خپلو افغان ورورنو څخه ده چې پخپله خوښه دې خپل هېواد ته راستانه شي.» هغه زياته کړه: «اوس په هېواد کې امن دی او دا چې مهاجر بايد هېواد ته راستانه شي.»

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب