1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د UNHCR مشر په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره لیدلي دي

۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر فلیپو ګرینډي، په پیښور کې له افغان مهاجرو سره لیدلي دي. هغه پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی دی. د سفر موخه د افغان مهاجرو د ستونزو اورېدل دي.

https://p.dw.com/p/4hzzv
UN Hochkommissar für Flüchtlinge Filippo Grandi
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر فلیپو ګرینډيانځور: Sakchai Lalit/AP Photo/picture alliance

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) مشر فلیپو ګرینډي، د یکشنبې په ورځ پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر پیل کړی دی چې په دې ترڅ کې یې د خیبر پښتونخوا په مرکز پيښور کې د افغان مهاجرو او پناه غوښتونکو له استازو سره ولیدل.

د کډوالو چارو ادارې مشر څه وویل؟

په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر ویاند قیصر افریدي، وویل چې ګرینډي، د افغان مهاجرو له استازو سره ولیدل او د هغوی له ستونزو یې ځان خبر کړ.

افریدي وویل چې د UNHCR مشر افغان مهاجرو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ټولو ستونزو په هکله به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. نوموړی به د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې په دې اړه له پاکستاني مسئولینو سره خبرې وکړي.

د پاکستان د سرحدي سيمو له وزیر سره لیدنه

د رپوټونو په حواله کومو افغان استازو چې له ګرینډي سره ملاقات وکړ په هغوی کې د راجستر شوو مهاجرو ترڅنګ، یو شمیر هغه افغانان هم ول چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته رسیدلي دي.

فلیپو ګرینډي، په پيښور کې د سرحدي سیمو له وزیر امیر مقام، سره هم ولیدل. د سرحدي سیمو وزارت د افغان کډوالو مسائل هم څاري.

Afghanistan / Geflüchtete Mütter mit Kindern
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

امیر مقام، د ملګرو متلونو استازي ته وویل: «پاکستان د شدیدو اقتصادي ستونزو سربیره، له تیرو ۴۰ کلونو راهیسې د افغان مهاجرو کوربه دی. په ټوله نړۍ کې د پناه غوښتونکو مسایل لا پيچیلې کیږي. د مهاجرت ستونزې د منازعاتو سبب کیږي او د دغو منازعاتو پر حل باید توجه وشي.»

د سرحدي سیمو وزارت وویل چې د UNHCR مشر، له اوږدې مودې راهیسې د افغان مهاجرو د پالني په برخه کې د پاکستان ستاینه وکړه.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې مشر د بې اسناده مهاجرو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د پريکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، ځکه دغه تګلاره په پاکستان کې د قانوني اسنادو درلودونکي افغان مهاجر هم تر فشار لاندې راولي. په تیر اکتوبر مياشت کې کله چې د پاکستان حکومت بې اسناده افغان مهاجرو ته له دغه هیواد څخه د وتلو امر وکړ، نو په هغه وخت کې په افغانستان کې طالب چارواکو هم د پاکستان د حکومت پر دې پریکړې خفګان څرګند کړې وو او د دغو عملیاتو د درولو غوښتنه یې کړې وه.

د اټکلونو له مخې د ۲۰۲۳م کال د نومبر مياشتي له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۵۰۰ زره بې اسناده افغان مهاجر بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو کورونه ړنګ شوي

په پاکستان کې د افغان مهاجرو کمیشنر عباس خان، هغه ګنګوسې هم رد کړې چې پاکستان د هغو کسانو بیرته ستنول هم پیل کړي دي، کوم چې د افغان هویت کارت (ای سي سي) لري.

د UNHCR د شمیرو له مخې په پاکستان کې اوس تر ۸۰۰ زرو ډېر داسې افغان مهاجر موجود دي چې افغاني هویت کارت (ای سي سي) لري.

پاکستان په ۲۰۱۷م کال کې بې اسناده افغان مهاجرو ته د ای سي سي کارتونو ورکول پیل کړي ول.

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې په پاکستان کې نږدې ۱۳۰۰ زره داسې راجستر شوي افغانان شته چې د «پروف اف رجسټریشن کارډ» یا (پي او آر) کارتونو درلودونکي دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان پاکستان ته ورغلي دي. په دوی کې اکثره یې یو دریم هیواد ته د تللو اراده لري، خو تر اوسه پورې یوازې ۷۵ زره یې نورو هیوادونو ته انتقال شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب