1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو افغانان اوس هم نورو هيوادونو ته د تګ په تمه دي

۱۴۰۳ تیر ۲۱, پنجشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې تر ۴۰ زرو ډېر هغه افغانان چې د لوېديځو هېوادونو له خوا منل شوي دي، څو هلته ځای پر ځای شي، اوس هم په پاکستان کې انتظار باسي.

https://p.dw.com/p/4iB75
په پاکستان کې افغان کډوال د اجتجاج په حال کې ليدل کيږي
پاکستان وايي اوس هم په دغه هېواد کې په زرونو افغانانو نورو هېوادونو ته د تګ په تمه ديانځور: SH.R/DW

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د ناټو له ملاتړه برخمن د افغانستان حکومت تر سقوط وروسته موده کې تر ۱۲۰ زرو ډېر کسان چې زياتره یې افغانان ول، له ګډوډۍ سره د مل تخلیې په ترڅ کې د الوتکو له لارې له کابل څخه انتقال شول.

له هغه وخت راهېسې نور په سونو زره افغانان هم اړ شوي دي چې د طالبانو د واکمنېدو له کبله خپل ټاټوبي پريږدي. له دې کسانو څخه یې له ډېرو سره په هغو هيوادونو کې د ځای پر ځای کولو ژمنه شوې وه چې په افغانستان کې د ناټو او امريکا د شل کلن ماموريت برخه ول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ، وويل چې واک ته د طالبانو تر رسېدو درې کاله وروسته اوس هم هغه ۲۵ زره افغانان لا په پاکستان کې ميشت دي چې په امريکا کې د ځای پر ځای کېدو اجازه یې ترلاسه کړې ده.

هغې وويل چې په پاکستان کې ميشت نور ۹۰ زره بيا د استراليا له خوا، ۶۰۰۰ د کاناډا، ۳۰۰۰ د آلمان او تر ۱۰۰۰ ډېر د بريتانيا له خوا منل شوي دي، خو لا هم انتقاليدو ته انتظار باسي.

نوموړې د اونیزې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل: «موږ له هغو [يادو هېوادونو] وغوښتل چې د دې کسانو د منلو او دوی ته د ویزې د ورکړې پروسه دې چټکه کړي څو دوی ژر تر ژره هلته ځای پر ځای شي.»

بلوچستان؛ د افغان کډوالو له کړاو ډک ژوند

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ډېرو هيوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل چې په نتيجه کې یې ډېری افغان مهاجر په پاکستان کې ميشت شول څو په اسلام آباد کې د دغو هيوادونو په سفارتونو کې یې دوسیې برسي شي.

له دوی یې ډېر هغه کسان ول چې د لوېدیځ د ملاتړه له برخمن حکومت سره یې دنده ترسره کړې وه او د طالبانو له خوا یې د غچ اخيستو ويره درلودله.

د پاکستان پر اوږو دروند بار

د سې شنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف، د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ مشر فلېپو ګراندي، سره په پاکستان کې د بندو پاتو مهاجرو د بیرته ځای پر ځای کولو او همدا راز د هغو ډېر شمیر مهاجرو په اړه خبرې وکړې چې د مخکې سفر هيڅ پلان نه لري. 

د نوموړي د دفتر له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې راغلي دي چې شريف، ګراندي، ته وويل چې «نړيواله ټولنه بايد هغه بار په رسميت وپيژني چې د ډېرو مهاجرو د کوربتوب له کبله د دغه هېواد پر اوږو پروت دی او ګډ مسئوليت دې ښکاره کړي.»

پاکستان: افغان مهاجر د پاکستان له چلنده شکایت کوي

له هغه وخت راهېسې چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي دي، څه نا څه ۶۰۰ افغانان پاکستان ته تللي دي.

همدا شان په ميليونو نور په هېواد کې له څلورو لسیزو راهېسې د روانې شخړې په ترح کې دغه هېواد ته مهاجر شوي دي.

خو له تېر ميلادي کال راهېسې په اسلام آباد کې حکومت له کابل سره د اړيکو تر خرابيدو وروسته د هغو افغانانو د بيرته ليږد کمپاين پيل کړی دی چې په پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

په دې ترڅ کې تر يو میليون ډېر افغاناند نيول کيدو له وېرې بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په دې منځ کې د چهار شنبې په ورځ د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې دراجستر شويو افغان مهاجرو د اوسېدو موده یې يو بل کال هم غځولې ده، خو د هغو کډوالو بيرته ستنولو ته به ادامه ورکړي چې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري.

ب. ص/ ن. ز (AFP)