1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې د کډوالو په اړه د کډوالۍ نړېوال سازمان اندېښنه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پر پریکړه اندېښنه ښودلې.

https://p.dw.com/p/4XEwq
آرشیف انځور: پاکستان ناقانونه افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي
آرشیف انځور: پاکستان ناقانونه افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځيانځور: Fatima Nazish/DW

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري یا UNHCR  او د کډوالۍ نړېوال سازمان IOM په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستان غوښتي، په اجباري ډول د افغان کډوالو د اېستلو پریکړه دې بېرته واخلي.

اعلامیه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ای او ام له پاکستانه غواړي چې د ټولو هغو زیانمنو افغانانو ساتنې ته دوام ورکړي، چې په هېواد کې د خوندېتوب په لټه کې دي او که چېرې په زور وشړل شي، ښايي له خطر سره مخامخ شي.»

د پاکستان لنډمهاله حکومت تازه هغو افغان کډوالو ته له هېواده د وتو یو میاشتنۍ ضرب الاجل ټاکلی چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دغه ګډه ویناپاڼه زیاتوي چې افغانستان اوسمهال د بشري حقونو د ګڼو ګواښونو په ځانګړې توګه د ښځونو او نجونو بشري حقونو د ننګونو ترڅنګ له ځینو جدي بشري بحرانونو څخه تېریږي.

د کډوالۍ نړېوال بنسټونه وايي، دا پریکړه به د هغو افغانانو ژوند په جدي له ګواښ سره مخ کړي چې هېواد پرېښودو ته اړ شوي او هېواد ته په ستنېدو د لا ډېرو ګواښونو سره مخامخیږي.

د کډوالۍ نړېوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پاکستان ته ډاډ ورکړی چې د بې اسنادو افغان وګړو د نوملېکنې او مدیریت لپاره د یو ټولیز او دوامداره میکانیزم جوړولو کې ددغه هېواد ملاتړ وکړي.

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

د کډوالۍ دغه دواړه نړېوال بنسټونه ټینګار کوي چې هېواد بېرته ستنېدل باید په «خپله خوښه، خوندې او باعزته» وي.

له پاکستانه د ټولو ناقانونه کډوالو په اړه د لنډمهالي حکومت پرېکړه ته په ملي او نړېواله کچه د غبرګونونو د دوام سربیره هم دغه هېواد له خپلې پریکړې دفاع کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ناقانونه کډوالو پرېکړه یې یواځې افغانانو لپاره نه بلکې ټول هغه وګړو لپاره ده چې پاکستان له قانوني اسنادو پرته اوسیږي.