1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان له طالبانو سره وکتل

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د ملا عبدالغني برادر په مشرتوب د طالبانو له پلاوي سره وکتل چې دغه هیواد ته په درې ورځني رسمي سفر تللی دی. ویل شوي چې بحثونه د افغانستان د سولې پروسې پر پرمختګ راڅرخېدل.

https://p.dw.com/p/3mvmd
Screenshot Exklusivinterview mit Imran Khan

په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له یوه پلاوي سره د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته تللی او د خپل سفر په لومړۍ ورځ یې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره لیدلي وو.

د طالبانو تر سفر یوه ورځ دمخه د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پاکستان ته سفر کړی وو.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي دي چې عمران خان «د تاوتریخوالې په لوړې کچې اندیښنه وښوده او پر ټولو اړخونو یې د تاوتریخوالي د کمیدو غږ وکړ.»

په دغه بیانیه کې وړاندې راغلې دي چې د پاکستان لومړي وزیر د دي خبري په تکرارولو سره چې د افغانستان شخړه کوم پوځي حل لاره نه لري ټینګار وکړ چې بین الافغاني مذاکرات افغان مشرانو ته د پایدارې سولې او ثبات د ترلاسه کیدو له پاره یو تاریخي فرصت برابروي.

په بیانیه کې راغلي دي چې عمران خان هیله څرګنده کړه چې «افغان اړخونه به په بین الافغاني مذاکراتو کې ترلاسه شوي وروستیو مثبتو پرمختګونو ته دوام ورکړی دی.»

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردک هم د ټویټر په یوه پیغام کې له عمران خان سره د ملا برادر په مشرتوب د پلاوي د ملاقات په هکله ټویټ کړی دی. په دغه ټویټ کې راغلي دي چې «د پاکستان لومړي وزیر د بین الافغاني مذاکراتو له بهیر څخه د خپل هیواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هیواد یې غواړي په افغانستان کې امن او امان راشي.»

د ټویټر په پیغام کې راغلي دي چې په دغه ملاقات کې د دوی له خوا په پاکستان کې د افغان مهاجرو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ، د بندیانو، سوداګرۍ او یو ځينو نورو ستونزو په اړه خبرې وشوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب