1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا لوی درستیز له طالبانو سره لیدلي

۱۳۹۹ آذر ۲۷, پنجشنبه

د یوه رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلې دي، څو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/3mrid
USA PK zu Luftangriffen in Syrien und dem Irak | Mark Milley
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/R. Graulich

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دا نا اعلان شوي ملاقات په داسې وخت کې شوي چې په کابل کې جګپوړو امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو له لوري د بریدونو ډیروالی د دغه ډلې او افغان حکومت ترمنځ د سولې نوې پېل شوې خبرې له خطر سره مخامخ کولی شي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې د سه شنبې په ورځ د قطر په پلازمنې دوحه کې له طالب مرکچیانو سره دوه ساعته لیده کاته کړي او د چهارشنبې په ورځ یې کابل ته سفر کړی، څو د سولې د بهیر په هکله د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني.

د میلې دغه ملاقاتونه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د شمیر د کمیدو پر مهال ترسره کیږي، که څه هم د متحده ایالاتو د اوسنۍ پالیسۍ له مخې په بشپړه توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو راوتل په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له کمیدو سره تړلي دي.

میلې د اسوشیتد پرس خبري آژانس د خبریال په گډون درو هغو خبریالانو ته چې د قطر او افغانستان د سفر پر مهال یې د هغه ملتیا کوله ویلي دي: «د طالبانو او افغان حکومت سره زما د بحثونه مهمه برخه په عاجل ډول د تاوتریخوالي د راکمولو د اړتیا» پر سر ټینګار وو. د هغه په خبره نور هر څه په همدې موضوع پورې تړلي دي.

د امنیتي دلایلو له کبله پر دې توافق شوی چې له میلې سره مل خبریالان به تر هغه وخته رپوټ نه ورکوي چې هغه بېرته له سیمې نه وي وتلی. دا له طالبانو سره د میلي دوهم نااعلان شوي ملاقات ول.

لومړنی ملاقات هم په دوحه کې په جون میاشت کې ترسره شوی وو چې تر اوسه یې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

یاد خبري آژانس په خپل تفصیلي راپور کې لیکلي دي چې که څه هم میلې د کوم پرمختګ یادونه نه دې کړې خو له طالبانو سره ملاقات يې مهم ياد کړي دي. یو جګپوړی امریکایي جنرال د هغه ډلې له استازو سره مخامخ خبرې کوي چې ۱۹ کاله ترمخه یې تر هغه وخته پوري په افغانستان کې واکمني کوله چې د امريکا له لوري يې رژيم ړنگ شو.

دغه جګړه بیا د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه شوه. میلې په افغانستان کې درې وارې ماموریت هم کړی چې لومړنی ماموریت یې په ۲۰۰۳م کال کې وو او وروستی یې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کلونو ترمنځ وو.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ائتلافي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په خپل پوځي مقر کې په یوه مرکه کې وویل چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړې ډول په هلمند او کندهار کې او همداشان د لارو او نورو زیربناو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

مېلر ویلي: «زما ارزونه دا ده چې دا د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کوي، څومره چې تاوتریخوالی لوړ وي هغومره خطر هم لوړیږي.» د واشنګټن له لورې د سولې پروسې د پرمختګ د هڅو په برخه کې مېلر په میاشت کې یو وار له طالب مرکچیانو سره ویني.

د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون کي چي په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې لاسليک شو، پکښې راغلي دي چې د ولسمشر ترمپ حکومت به په تدریجي ډول د ۲۰۲۱م کال تر می میاشتې پوري خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي، که چیرې د تړون شرایط وساتل شول. له دغو شرطونو څخه يو يې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کموالی دی چې د سرتاسري اوربند سبب شي.

پر دې سربیره طالبانو له افغان حکومت سره پر مذاکراتو کولو باندې توافق کړی وو چې پرانیستغونډه یې د سپتمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه وه او دغه مذاکرات اوس په لومړنیو پړاونو کې دي.

طالبان د امریکا د هوایي بمباریو د دریدو غوښتنه کوي چې له فيبرورۍ میاشتې راهیسې يې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب