1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په هکله د قریشي پر څرګندونو بحثونه

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

په پاکستان کې ځینې کړۍ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر څرګندونو بحثونه کوي چې ویلې یې ول، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو مسئولیت یوازې د طالبانو نه دی.

https://p.dw.com/p/3muXd
Pakistan Islamabad Taliban-Delegation trifft Außenminister Shah Mahmood Qureshi
انځور: picture-alliance/AP/Pakistan Ministry of Foreign Affairs

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د طالبانو له پلاوي سره تر ملاقات وروسته دغه څرګندونې کړې وې. د ملا عبدالغني برادر په مشرتوب د طالبانو پلاوی د چهارشنبې په ورځ په درې وځني سفر اسلام آباد ته ورسېد.

د طالبانو تر سفر یوه ورځ دمخه د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفر کړی وو. د رپوټونو له مخې خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي.

په پاکستان کې ځینې کړۍ طالبان نه یوازې په افغانستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ مسئول بولې، بلکې د پاکستان د ټولنیز جوړښت له پاره يې هم خطرناکه ګڼي. د هغوی په آند د شاه محمود قریشي څرګندونې د طالبانو د خوشالولو په معنا دي.

«د تاوتریخوالي مسئول طالبان دي»

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر سید عالم محسود وایي چې په افغانستان کې د تروریزم مسئول طالبان دي. هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې «که چیرې شاه محمود قریشي هغوی [طالبان] د دې مسئول نه ګڼي، نو هغه د ترهګرۍ له پاره د کاریدونکو اصطلاحاتو خبر نه دی. طالبانو ته خو یوازې نوم ورکړل شوی، په حقیقت کې دا د ترهګرۍ معامله ده چې موخه یې د افغانستان ویشل دي، خو که چیرې دا کار کیږي نو دا به یوازې تر هغه ځایه محدود نه وي.»

د هغه په خبره امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو په ترسره کولو د هغوی روحیه غښتلې کړه: «امریکا ختمیدونکو طالبانو ته د مذاکراتو په بلنې ورکولو سره ترهګرۍ ته هوا ورکړه، چې له کبله یې هلته تاوتریخوالی زیات شو، نو امریکا هم د دغه تاوتریخوالي د زیاتیدو مسئوله ده.»

«امریکا او ناټو مسئوله ده»

لاهور مېشته شنونکی ډاکټر فاروق سهلریا وایي چې باندنۍ مداخلې په افغانستان کې د ستونزو یو مهم علت دی: «زما په آند د تاوتریخوالي اساسي ګرمتیا د ناټو او امریکا پر غاړه ده. څوک چې د افغانستان له حالاتو خبر وي، دا مسئولیت یوازې په طالبانو نه شي اچولی. پر دې سربیره د پاکستان، ترکیې، ایران، روسیې او نورو بهرنیو عناصرو له کبله هم د جګړه ځپلي هیواد ستونزې زیاتې شوي دي.»

د ډاکټر سهلریا په خبره د شاه محمود قریشي څرګندونې مسئولانه نه دي: «د پاکستان واکمن قشر په افغانستان کې د بهټو له وخت راهیسې مجرمانه نقش ادا کړی او هلته په شرمناک ډول مداخله کوي، چې بیه یې د پاکستان او افغانستان عوامو ورکړې. په دې څرګندونو سره پاکستان دا په اثبات رسول غواړي چې اوس هم د افغانستان د کړکیچ په برخه کې مهم دی، خو د دې مهمتیا عواقب د پاکستان ولس ګالي، چې له څلویښتو کلونو راهیسې د ترهګرۍ ښکار دي.» د نوموړي په خبره دا د شرم خبره ده چې پر اې پي اس (آرمي پبلک سکول) باندې د برید د تلین په ورځ قریشي طالبانو ته هرکلی ووایه.

«څرګندونې واقعبینانه دي»

خو ځینې شنونکي چې د افغانستان چارې له نږدې څاري د هغوی په آند د شاه محمود قریشي څرګندونې واقعبینانه دي، ځکه چې په افغانستان کې مسایل ډیر پیچلې دي او یو لوری د وضعیت مسئول نه شي کيدای.

شنونکی رحیم الله یوسفزی وایي چې شاه محمود قریشي، دغه څرګندونې د طالبانو د خوشالولو له پاره نه دي کړي. هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «دا خبره سمه ده چې زیات تاوتریخوالی د طالبانو له لوري کیږي، خو ځینې داسې بریدونه هم کیږي چې هغوی یې مسئولیت نه مني. خو د دې تاوتریخوالي د کمولو مسئولیت یوازې د طالبانو نه دی، ځکه چې په افغانستان کې داعش، هم د ځینو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. امریکا هم بمباري کوي چې عام خلک پکې وژل کیږي. نو تاوتریخوالی د ټولو لوري کیږي او یوازې د طالبانو له لوري نه دی.»

د دغه کارپوه په خبره د طالبانو د دغه سفر یوه موخه دا هم ده چې پاکستان معلومه کړي چې د دوحې په مذاکراتو کې څه روان دي: «په دوحه کې مذاکرات یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کیږي. نو اسلام آباد په دې هم پوهیدل غواړي چې پر څه خبرې کیږي او دا چې پاکستان کوم نقش لري. دا سفر د تیرو سفرونو تسلسل دی چې موخه یې د مذاکراتو پرمخ بیول دي.»

«له طالبانو سره بل کوم انتخاب نه شته»

په پاکستان کې د دفاعي چارو شنونکی متقاعد جنرال امجد شعیب هم د رحیم الله یوسفزي له دې خبرې سره همغږی دی چې طالبان یوازې د تاوتریخوالي مسئول نه دي «او یوازې طالبان تاوتریخوالی نه شي کمولی. که چیرې افغان حکومت په دې برخه کې جدي وي نو خپل عملیات دې ودروي. امریکا ته خپلې بمبارۍ درول په کار دي، چې ملکیانو ته پکې تلفات اوړي. نو مسئولیت پر یوه لوري نه شي اچول کیدی.»

د هغه په خبره طالبان به جګړه و نه دروي «ځکه د هغوی په نظر که چیرې جګړه ودروي نو څوک به یې خبرې ته غوږ نه ږدي او یا به څوک اهمیت نه ورکوي. نو هغوی به د مکمل اوربند له پاره چمتو نه شي. هو، دا ممکنه ده چې افغان حکومت اعلان وکړي چې پر طالبانو بریدونه نه کوي او په ځواب کې یې طالبان هم د تاوتریخوالي راکمولو ته چمتو شي، خو په بشپړه توګه د جګړې دریدل اوس ممکنه نه ښکاري»

عبدالستار، اسلام آباد

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب