1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې جوړې جنګي جټ الوتکې به پر اذربایجان وپلورل شي

۱۴۰۳ مهر ۶, جمعه

د پاکستان پوځ تائیده کړې ده چې پر اذربایجان هیواد د JF-17 Block III ډوله جنګي جټ الوتکو د پلورلو تړون نهایي شوی دی. دغه جنګي الوتکې د چین په همکارۍ په پاکستان کې جوړیږي.

https://p.dw.com/p/4lAgd
په ناګورنو قره باغ کې د اذربایجان عسکر د ګزمې په جریان کې
پاکستان د ارمنستان او اذربایجان تر منځ شوو نښتو کې د ترکیې د متحد هیواد اذربایجان ملاتړ کړی و.انځور: Valeriy Melnikov/Sputnik/picture alliance

د پاکستان په ایروناټیکل کمپلیکس کې جوړیدونکي JF-17 Block III ډوله جټ الوتکې پر عصري ټکنالوژۍ سمبال دي.

د یادونې وړ ده چې د تیرو شپږو کلونو راهیسې له خپل دودیز متحد امریکا سره د پاکستان اړیکې سړې شوي دي، له همدې امله د اسلام آباد حکومت له چین سره خپله پوځي همکاري زیاته کړې ده.

د پاکستان پوځ د دغو الوتکو د تړون په هکله ډیر معلومات نه دي ورکړي. د دغه تړون د مالي ارزښت او پر اذربایجان د پلورل کیدونکو الوتکو شمیر هم نه دی ښودل شوی.

د پاکستاني پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي، دغه تړون په اصل کې له دوستو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو او د اذربایجان د فضایي توان د لا زیاتولو له پاره د اسلام آباد د کوښښونو یوه برخه ده.

اذربایجان د ترکیې یو متحد هیواد دی

پاکستان د ترکیې نزدې متحد هم دی چې تیر کال یې په سویلي قفقاز کې د ارمنستان او اذربایجان تر منځ شوو نښتو کې د ترکیې د متحد هیواد اذربایجان ملاتړ کړی و.

د دغو نښتو په پایله کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ لسیزو پخوانۍ دښمنۍ زور اخیستی وو.

د اذربایجان هیواد ولسمشر الهام علیئیف په جولای میاشت کې د پاکستان په سفر تللی و، چیرې چې دواړو هیوادونو د دفاع ترڅنګ په مختلفو برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو موافقه کړې وه.

د پاکستاني پوځ د یوې اعلامیې پر اساس د اذربایجان د ولسمشر له دې سفر وروسته د پاکستان پوځ په باکو کې په لاره اچول شوي پوځي نندارتون کې د ګډون له پاره د خپلو هوایي ځواکونو یو واحد استولی و.

دغه پاکستاني پلاوي د اذربایجان په دفاعي نندارتون کې په ګډون کولو سره په پاکستان کې جوړیدونکي جنګي الوتکې او نور پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې کړل.

د پاکستان پوځ په دغه اعلامیه کې زیاته شوې ده چې دغه الوتکې د عصري فضایي توان د پراخو امکاناتو برابرولو ترڅنګ، په لوړه کچه د جنګي ماموریتونو د ترسره کولو وړتیا هم لري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز