1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: جګړه به د قره باغ د اشغال تر پایه ادامه ولري

۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبه

د ترکيې ولسمشر وايي چې هيواد يې د «قره باغ د آزادۍ» له پاره د آذربايجان له مبارزې څخه بشپړ ملاتړ کوي. د فرانسې ولسشمر بیا له اردوغان څخه غوښتي چې د قره باغ په بحران کې د ترکيې د پوځي حضور په اړه وضاحت ورکړي.

https://p.dw.com/p/3jNvy
Türkei Präsident Erdogan
انځور: Reuters/Presidential Press Office

ارمنستان ادعا کړې ده، چې ترکيې قره باغ ته يو شمیر د ترکې ملاتړلرونکي سوريايي ملیشې استولي دي. خو آذربايجان بيا د ترکيې هر ډول پوځي مداخله تکذيبوي. دا په داسې حال کې ده چې ويل کيږي د ترکيې له ملاتړ څخه برخمنې يو شمیر سوريايي ملیشې د قره باغ په نښتو کې وژل شوي دي. ترکيه وايي چې دغه ملاتړ، د قره باغ په بحران کې د پوځي دخالت په توګه نه حسابيږي.

د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۲مه) يو ځل بيا د قره باغ د بیرته نیولو له پاره د آذربايجان له مبارزې څخه دفاع وکړه. اردوغان چې د قونيې ښار په مرکز کې يوه روغتون کې غږيده ،وويل چې جګړه به تر هغه وخته ادامه ولري چې د ارمنستان ځواکونه په بشپړه توګه د قره باغ څخه ووځي.

د ترکيې ولسمشر ادعا وکړه چې ارمنستان پر قره باغ سيمه باندې کنټرول، د پراخو وژنو په نتیجه کې ترلاسه کړی دی او جګړه به د دغې سيمې د اشغال تر پایه او د قره باغ بحران تر هوارۍ پورې ادامه ولري.

هغه وويل چې د «دوست او ورور» هيواد آذربايجان پوځ، په دې بریالی شوی چې د جنجالي سیمې يو شمیر برخې په خپل کنټرول کې راولي. اردوغان وويل: «ترکيه په بشپړه توګه او په هره ممکنه وسيله د دوست او ورور جمهوريت، آذربايجان څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.»

Bergkarabach Martuni  Artilleriebeschuß
د قره باغ د تيرې يوې اوونۍ جګړو په جريان کې ۳۲ تنه ملکیان هم وژل شوي ديانځور: Celestino Arce Lavin/Zuma/picture-alliance

په همدې حال کي د فرانسې خبري آژانس د ستپاناکرت څخه د ترکي ملاتړ کونکو لږ تر لږه ۲۸ سوريايي ملیشو د وژل کيدو رپوټ ورکړی دی. ستپاناکرت ښار د قره باغ جمهوريت پلازمينه ده چې نړيوالو بنسټونه په رسميت پيژندلی نه دی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د ترکيې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د قره باغ بحران ته د دغو ځواکونو د استولو په اړه وضاحت ورکړي. ماکرون د اروپايي اتحاديې د مشرانو او رهبرانو په غونډه کې هم د ترکيې دغه اقدام، «له سرې کرښې څخه اوښتل» وښودل.

د خپرو شوو رپوټونو پراساس، د آذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه کې تر اوسه پوری لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي. همدارنګه د تيرې يوې اوونۍ جګړو په جريان کې ۳۲ تنه ملکیان هم وژل شوي دي.

د دغې جګړې د پای ته رسولو په خاطر پر بین المللي ډیپلوماتیکو هڅو او تر څنګ یې د سولې په مذاکراتو کې د ارمنستان پر امادګۍ سربیره، په قره باغ کې لا جکړه دوام لري.

دویچه وله ف/م.ک.ص./م.ق.ن.

پر  ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(26.07.2020):