1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د آی. اس. آی پخوانی مشر نیولی دی

۱۴۰۳ مرداد ۲۲, دوشنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د دې هیواد د استخباراتو یا آی. اس. آی پخوانی مشر فیض حمید یې نیولی دی. پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د نوموړي له پاره یې د پوځې محکمې غوښتنه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/4jOBc
د پاکستان د پوځ په حواله د نوموړي د محکمې له پاره یې د پوځي محکمې لړۍ هم پیل کړې ده.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د دې هیواد د استخباراتو یا آی. اس. آی پخوانی مشر فیض حمید یې نیولی دی.انځور: Hussain Ali/Pacific Press/picture alliance

د پاکستانپوځ د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۱۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې هیواد د استخباراتو یا آی. اس. آی، پخوانی مشر فیض حمید یې نیولی دی. ه اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې ده چې د نوموړي د محکمې له پاره یې د پوځې محکمې دایرولو لړۍ هم پیل کړې ده.

د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د فیض حمید، د نیول کیدو امر د دې هیواد سترې محکمې یا سپریم کورټ ورکړی دی او دلیل یې تر تقاعد وروسته د پاکستان د پوځ له قانون څخه ګڼ شمېر سرغړوني او همدا راز د ځمکې او ښارګوټو په قضیو کې ښکیلتیا په ګوته شوې ده.

په ۲۰۲۱م کال د افغانستان د پخواني جمهوري نظام تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته فیض حمید چې هغه مهال د پاکستان د استخباراتو مشر وو، کابل ته سفر وکړچې له کبله یې پراخ غبرګونونه را وپاریدل.

هغه مهال پر ټولنیزو رسنیو د جنرال فیض حمیديو انځور چې د کابل په سرينا هوټل کې اخیستل شوی، لاس پر لاس کیده. هغه مهال کابل ته د نوموړي د سفر دلیل روښانه نه شو، خو د پاکستان د استخباراتي ادارې په اړه ویل کيږي چې پر طالبانو باندې له بهره تر ټولو ډير نفوذ لري.

خ.ح / ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل