1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: د ګل بهادر او مجيد بريګيد ډلي په رسمي توګه منع شوې

۱۴۰۳ مرداد ۱۱, پنجشنبه

د پاکستان حکومت د ګل بهادر او مجيد بريګید، پر وسله والو ډلو په رسمي توګه بندیز لګولی دی. د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د ګل بهادر ډله د افغانستان له خاورې څخه فعاليت کوي.

https://p.dw.com/p/4izSU
آرشيف انځور: په کراچۍ کې ځانمرګی بريد
د نيکتا د انترنت پاڼې په حواله د مجيد بريګيد پر ډلې د جولای پر ۱۸ او د حافظ ګل بهادر پر ډله د جولای پر ۲۵ نېټه په رسمي توګه بندیز لګول شوی دی.انځور: Sabir Mazhar/Anadolu/picture alliance

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په حواله د حافظ ګل بهاد او مجيد بريګيد وسله والو ډلو تر دوو کلونو پورې تر څارنې وروسته د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نيکتا) دغه ډلې د منع شويو ډلو په نوملړ کې شاملې کړي دي.

په دې ترتيب د نیکتا له خوا د منع شوې ډلو په فهرست کې د شاملو ډلو شمير ۸۱ ته رسېدلی دی.

د پاکستاند حکومت په حواله د دې ګام موخه دا ده چې په هېواد کې د وسله والو پر وړاندې مبارزه چټکه کړل شي.

د نيکتا د انترنت پاڼې په حواله د مجيد بريګيد پر ډلې د جولای پر ۱۸ او د حافظ ګل بهادر پر ډله د جولای پر ۲۵ نېټه په رسمي توګه بندیز لګول شوی دی.

حکومت ويلي دي چې په دې وروستيو مياشتو کې دواړو سازمانونو خپل فعاليتونه ډېر کړي دي او د هېواد امنيت او ثبات ته یې ګواښ متوجې کړی دی.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د ګل بهادر، ډله د افغانستان له خاورې څخه فعاليت کوي او په دې وروستيو کې یې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو يو شمير خونړي بريدونه کړي دي.

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

کابو لس ورځې تر مخه په بنو کې پر امنيتي ځواکونو د ترسره شوي بريد پړه د حافظ ګل بهادر ډلې سره تړاو لرونکې د «جيش فرسان» ډلې منلې وه. په دې بريد کې د لسو ځانمرګو په ګډون اته پاکستاني پوځيان هم ووژل شول.

مجيد بريګيد څرنګه ډله ده؟

مجيد بريګيد، د بلوڅانو د وسله والو ډلو د ځانمرګو بريد کوونکو څانګه ده چې ځانګړې موخه په بلوچستان کې د چين پانګونې ته زيان رسول دي.

دې ډلې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلیز يا سي پيک پروژې په نخښه کړي او څو بريدونه یې کړي دي. په دې کې د پاکستان د اسعارو د تبادلې پر بازار، په کراچۍ کې د چين پر قونسلګرۍاو د کراچۍ پوهنتون پر يوه انستيتويت بريدونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه تازه رپوټ کې د مجيد بريګيد او تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ترمنځ د ممکنه لاس يو کولو خبره مطرح شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د حافظ ګل بهادر، ډله يو وخت د «ګډ طالبان» يا ښو طالبانو په نوم مشهوره وه او د پاکستان په پخوانيو قبايلي سيمو کې یې د پاکستان مخالفو ډلو پر ضد فعاليت کاوه.

خو په دغه سيمو کې د پاکستان له لوري په پراخه کچه د پوځي عملياتو له پېل راهېسې دا ډله د دولت مخالفه شوې ده.

د حافظ ګل بهادر او مجيد بريګيد په رسمي توګه د منع شوې ډلې په توګه تر اعلانولو وروسته به د دې دواړو ډلو شتمنۍ ضبظ کړل شي او پر غړيو به یې د سفر او نور بندیزونه ولګول شي.

د پاکستان تحريک طالبانو مشر ملا فضل الله
د حافظ ګل بهادر، ډله يو وخت د «ګډ طالبان» يا ښو طالبانو په نوم مشهوره وه او د پاکستان په پخوانيو قبايلي سيمو کې یې د پاکستان مخالفو ډلو پر ضد فعاليت کاوه.انځور: picture-alliance/dpa/Ttp

د ټي ټي پي د «خوارجو د فتنې» په نوم د يادولو حکم

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ټولو ادارو ته لارښوونه کړې ده چې په خپلو ټولو رسمي ليکونو او اسنادو کې د تحريک طالبان پاکستان ډله د «خوارجو فتنه» وبلله شي.

د وزارت له خوا ويل شوي: «د تحريک طالبان پاکستان په داسې فعاليتونو کې ښکيلتيا ته په کتلو سره چې اسلامي عقيدې ته زيان اړوي او په اصل کې د اسلام د حقيقي تعليماتو او جوهر پر ضد دي، دا پريکړه شوې ده چې تر دې وروسته به دغه ډله د «خوارجو د فتنې» په نامه ليکل کیږي.»

د کورنيو چارو وزارت تشريح کړې ده چې د «خارجي» د اصطلاح له کارولو څخه موخه دا ده چې د دې ډلې اصليت او نظريه بربنډه شي.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه، دويچه ویله اردو)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب