1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان تائید کړه چې له افغانستانه سکاره په کلدارو واردوي

۱۴۰۱ تیر ۱۵, چهارشنبه

پاکستان د سه شنبې په ورځ تائید کړه چې له افغانستان څخه د ډبرو سکاره د پاکستانۍ کلدارې په بدل کې واردوي. پاکستان غواړي له افغانستان څخه د سکرو په رانیولو سره خپلې د بریښنا د کمښت ستونزې سره ېې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4Djzq
Symbolbild Kohleabbau in Pakistan
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

د پاکستان مالې وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغه تصمیم د پاکستان اقتصادي همغږۍ کميټې (ECC) په یوه غونډه کې نيول شوی دی.

په اعلامېه کې زیاته شوې ده چې د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کميټې د ۲۰۲۲ د وارداتو د سیاست امر تائيد کړی کوم چې د يوه کال له پاره «له افغانستان څخه پر پاکستانۍ روپۍ د مالونو وارداتو ته اجازه ورکوي.»

پاکستان له افغانستان څخه د سکرو واردات داسې وخت کوي چې دغه هیواد د بريښنا د کمښت له بحران سره مخ دی. پاکستان دا وخت د بهرنې زيرمې د کمښت له کبله نشي کولی خپلو د بریښنا فابريکو د چلولو له پاره له نړيوال بازار څخه ګاز او یا هم تيل واخلي.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، په وروستیو کې اعلان وکړ، د دې له پاره چې د باندنيو اسعارو يا پيسو د پاکستان زیرمې خوندي وي له افغانستان څخه سکاره پر پاکستانۍ روپۍ اخیستل کيږي.

طالبان: له پاکستان سره د ډبرو سکرو قرارداد نه لرو

وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستانه د ډبرو سکرو پر صادراتو تینګار وکړ او ويې وويل چې پاکستان په «ډېره» ټیټه بیه د افغانستان د ډبرو سکاره پیري. د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وویل چې له پاکستان سره د ډبرو سکرو هېڅ ډول قرارداد نه لري او د ډبرو سکاره يوازي پر افغان سوداګرو پلوري.

د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان شاوخوا یوه اوونۍ مخکې دویچه ویله ته ويلی وو چې تازه یې له افغانستانه د یو ټن ډبرو سکرو صادرولو بیه له ۹۰ نه ۲۰۰ ته لوړه او د ډبرو سکرو ګمرکي محصول ۶۰ سلنه اخستل کېږي.

Afghanistan Kohle
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

نوموړي وویل، په نړۍ کې د ډبرو سکرو د یو ټن بیه شاوخوا ۳۵۰ ډالره ده او د افغانستان د ډبرو سکرو د یو ټن بیه تر پولې هاخوا سوداګرو ته په شاوخوا ۲۵۰ ډالره پرېوځي، په داسې حال کې چې په کان کې یو ټن تر څلورو زرو افغانیو پوري سوداګرو ته ورکول کېږي.

ده وویل، تر اوسه د ډبرو سکرو په اړه پاکستاني یا د بل کوم شرکت سره تړون نه لري او کوم سکاره چې پاکستان ته وړل کېږي، هغه افغان سوداګر په ازاد بازار کې پلوري.

طالبان وايي د ډبرو سکرو صادرات يې ډېر کړي دي

اسلام آباد تر دې وړاندې اعلان کړی چې په دغه تجارت کې د سهولت رامنځ ته کولو له پاره د سرحد په دواړو خواو کې ېې افغانانو ته د ویزو یو اسانه سیستم رامنځ ته کړی دی. خو رويټرز په خپل دغه رپوټ کې ليکي چې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په دې هکله د دوې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړي.

رپوټ زیاتوي چې پاکستان ته د سکرو صادرات د افغانستان له پاره د ګمرکي محصولاتو يوه کلیدي منبع ده هغه هم په داسې حال کې چې افغانستان د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دی.

د تیرکال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته، افغانستان د لګیدلو تحریمونو او په بهر کې ېې د شتمنۍ په کنګل کولو سره له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.

پاکستان ته په پراخه کچه د ډبرو سکرو لېږد او په اړه یې اندیښنې

د طالبان حکومت د نژدې یو کال په تیریدو، تر اوسه هيڅ هیواد په رسمیت نه دی پيژندلي. دا د دې معنی ورکوي چې پر افغانستان چې پر بهرنيو مرستو متکي هیواد دی، بهرنۍ مرستې وچې او له اقتصادي او بشري بحران سره مخ شي.

طالبانو د افغانستان د کانونو له سکتور څخه د لاډيرو عوایدو د ترلاسه کولو په موخه، په وروستیو کې پاکستان ته د سکرو صادراتو ته زور ورکړی دی.

پاکستان هم د بهرنيو اسعارو يا پيسو د خپلې زیرمې په کمېدو سره له اقتصادي بحران سره مخ دی. د بهرنيو اسعارو د پاکستان زیرمه دا وخت دومره ټيټه شوه چې ایله د ۴۵ ورځو وارداتو ته په سختۍ کفایت کولی شي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

د سکرو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځور البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب