1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«عمران خان ته د قتل په يوه قضيه کې برائت ورکړل شوی»

۱۴۰۲ شهریور ۶, دوشنبه

د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان وکيل ويلي دي چې محکمې هغه ته د قتل په يوه قضيه کې برائت ورکړی دی. په پام کې ده چې محکمه به د فساد په يوه قضيه کې هم نن خپله پريکړه صادره کړي.

https://p.dw.com/p/4Vdzo
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خانانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان، وکيل نعيم پانجوتا، د ايکس په خپله پاڼه کې چې مخکې تويتر بلل کیده، ليکلي دي «الحمدالله» د کويټه ښار د يوه وکيل د قتل په تړاو تورونه د محکمې له خوا بې اعتباره بلل شوي دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د عبدالرزاق په نوم دا وکيل په جون مياشت کې په خپل موټر کې د يوه وسله وال له خوا چې پر موټر سايکل سپور وو، ووژل شو. نوموړي هغه وخت په محکمه کې د عمران خان پر ضد دوسيه پرمخ وړله.

اړونده موضوع: چارواکي: عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شوي

عمران خان چې په جون میاشت کې د نوموړي په قتل تورن شوی وو، د پاکستان د ځواکمن پوځ سره تر جنجال وروسته هغه وخت له دندې گوښه شو چې د ۲۰۲۲م کال په اپريل مياشت کې له پارلمان څخه د باور رايې په ترلاسه کولو بريالی نه شو. نوموړی له هغه وخت راهېسې تر ۱۰۰ زياتو تودسيو سره مخامخ دی.

اړونده موضوع: عمران خان بیا ونيول شو

په پام کې ده چې د اسلام آباد لوړه محکمه نن، دوشنبه د دوشه خانې يا حکومتي ډاليو د فساد د قضیې په اړه هم پريکړه وکړي.

عمران خان چې دمگړۍ په زندان کې دی، د روان میلادي کال په اگست میاشت کې ونيول شو او د دريو کلونو بند په سزا محکوم شو.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: